31/01/2020
پلار مې دروغجن او مور مې ريښتينې وه!!!
پوهيږئ ولې؟
کله به چې له کاره کور ته راغی نو ترې و به مې پوښتل چې پلارجانه! ستړی يې؟
ويل به يې: نه ځوي جانه
کله به مې چې وليد په فکرونو او چورتونو کې به ډوب وو نو ترې و به مې پوښتل چې پلارجانه! کومه ستونزه ده؟
ويل به يې: نه ځوی جانه
کله به چې يې د دسترخوان په سر ماته ميوه راکوله نو ويل به مې چې پلارجانه! ستا نه خوښيږي؟
ويل به يې: نه ځوی جانه
کله به چې بازار ته لاړو نو دروند بار به يې پخپله راواخيست نو پوښتنه به مې کوله چې پلارجانه! دورند ده؟
ويل به يې: نه ځوی جانه
کله به چې اختر شو نو مونږ ته به يې نوي کالي واخيستل او پخپله به يې خپل زاړه کالي اغوستل؛ نو پوښتنه به مې وکړه چې پلارجانه! ته ځان ته ولې نوي کالي نه اخلې؟
ويل به يې چې نه مې خوښيږي ځوی جانه
ورځې او کلونه تير شول؛ ځوان شوم او پوخ شوم
يو دمي پوه شوم چې پلار مې دروغ ويل!!!
ستړی کيده به!
ستونزه به يې درلوده!
ناروغه به وو!
د ژوند بارونه درانده وو!
ښه غذا يې خوښيده!
ښه لباس يې خوښيده!
آرام به يې خوښيده!
ولې مونږ لپاره به يې دروغ ويل تر څو خوشاله اوسو
ګرانه پلارجانه! درسره مينه لرم؛ خو نه هومره چې ته يې راسره لرې
د پلار له ليدو وروسته مې ښه ډير وژړل
زړه ته مې ويل؛ آخ پلار جان مې دروغجن نه وو!!!
زړه مې تنګ شو او ما هم وليکل
تر څو د مور او پلار په قدر پوه شئ !
پلار جانه مينه درسره لرم 😘❤️
که مو کيسه لوستي وي نو مهربانې وکړئ کمېنټ وکړئ،
او درسره يې شئر کړئ مننه،
تر څو راتلوونکې کېسې هم درته نشر کړو !
درنښت Ullah Khan Armani
پاڼه لايک اوشير کړي درسره ترڅو هروخت هم داسي ښکلي معلومات ترلاسه کړي
24/12/2019