SCA Sultan Cricket Academy

SCA Sultan Cricket Academy

Share

SCA Established on 25th August 2016, SCA is a complete cricket academy for boys, younger and elders.

Whether you want to introduce your children for their first sport, or help your established athlete, we're Sultan Cricket Academy was initially named as ARCC AFGHAN RANGERS CRICKET CLUB and was established in 2010. Whether you want to introduce your children for their first sport, or help your established athlete, we're here to help you succeed. Our complete facility includes indoor and outdoor fields, cardio training equipment and more than 3 established coaches.

04/01/2026

سلطان کرکټ اکاډمي ګلالي ماشومان

✅ دلته هر ماشوم ته د کرکټ تخنیکونه، ډسپلین، او ټیم‌کار زده کېږي
✅ له کوچنیوالي د اتلۍ پر لور پیاوړې روزنه کېږي

که ته هم غواړې خپل بچی د کرکټ روښانه راتلونکی وګورې، نو همدا نن یې اکاډمۍ ته راوړه!

📍 کابل، شاه شهید، اول سرک استاد بیتاب مکتب کوڅه
📞 0784465541 | 0744509613

🏏 سلطان کرکټ اکاډمي ستاسو د بچیانو آینده رورښانتیا

27/12/2025

"سلطان کرکټ اکاډمي نه یوازې د کرکټ تمرین ځای دی، بلکې یو داسې معیاري، مسلکي او بااعتماده مرکز دی چې د ځوانانو مهارتونو ته وده ورکوي، هغوی د ټیم‌کار، رهبري او ډسپلین پر ارزښتونو روزي، څو لوبغاړی نه یوازې په میدان کې بلکې په ژوند کې هم بریالی وي."

✅ که تاسو هم غواړئ خپل اولاد یا خپلوان د یوه سالم، پرمختللي او روزنیز چاپېریال برخه وګرځوئ
✅ نو همدا نن اړیکه ونیسئ او د نوم‌لیکنې فرصت له لاسه مه ورکوئ!

📍 *پته:* کابل، شاه شهید، اول سرک استاد بیتاب مکتب کوڅه
📞 *اړیکې:* 0784465541 | 0744509613

سلطان کرکټ اکاډمي ستاسو د بچیانو آینده رورښانتیا

27/12/2025

🚨د زړه حمله 👀

په بنګله دېش پريميرليګ کې د نننۍ لوبې وړاندې د ډاکه کپيټلز لوبډلې مرستيال روزونکي محبوب علي باندې د زړه حمله راغلې وه او روغتون ته انتقال شوی🛷

وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه او مړ شو💔

23/12/2025

“سلطان کرکټ اکاډمي نه یوازې د ځوانانو لپاره یو فرصت دی چې خپل کرکټي مهارتونه نوره هم پیاوړي کړي، بلکې دلته د ټیم کار، رهبري، او ډسپلین پر ارزښتونو هم ځانګړې پاملرنه کیږي، څو هر لوبغاړی یوازې په میدان کې نه بلکې په ژوند کې هم کامیاب شي.”
که تاسوي هم غواړی خپل اولاد يا خپلوان مو د یوه معیاری مسلکي او بااعتماده کرکټ روزنیز مرکز ته شامل کړی
نو همدا نن مونګ سره اړیکه ونیسی
پته : شاشهید دریم سرک کابل
0784465541
0744509613
سلطان کرکټ اکاډمی ستاسو د بچیانو آینده روښانتیا

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 22/12/2025

✨ د سلطان کرکټ اکاډمۍ کوچ قسیم اوریاخېل✨

دا د سلطان کرکټ اکاډمۍ لپاره یو ستر ویاړ دی چې د افغانستان د کرکټ یو نومیالی، تجربه‌لرونکی او پیاوړی پخوانی ملي لوبغاړی قسیم اوریاخېل یې د کوچ په توګه ټاکلی دی.

✅ قیسم اوریاخېل د افغانستان لپاره د فرسټ کلاس، الف ټیم او کورني کرکټ په کچه ښکلې سیالۍ او ریکارډونه تر شا پرېښي دي.
✅ اوس د خپل علم، تجربې او مهارت له لارې زموږ ځوان لوبغاړي مسلکي کچې ته رسوي.
✅ د هغه مشرۍ سره به د سلطان کرکټ اکاډمۍ لوبغاړي په لا ډاډ او پیاوړتیا پرمختګ وکړي.

که ته هم غواړې چې ستا بچی د داسې مسلکي، تجربه‌لرونکي او ملي کچې کوچ تر روزنې لاندې وده وکړي
نو همدا نن یې سلطان کرکټ اکاډمۍ ته راوله!

📍 *پته:* کابل، شاه شهید، اول سرک، استاد بیتاب مکتب کوڅه
📞 *اړیکې:* 0784465541 | 0744509613

🏏 سلطان کرکټ اکاډمي ستاسو د بچیانو د کرکټ روښانه راتلونکی

20/12/2025

افغانستان پریمیر لیګ پل یی بختور کړی 🙏
ټولو ته دی مبارک وی ❤️🏏

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 20/12/2025

سلطان کرکټ اکاډمي د کابل میشتو کرکټ لوبغاړو ته زیری لري:

له دې وروسته زموږ په اکاډمي کې *د ژمي لپاره اینډور (سرپټه) کرکټ اکاډمي* فعاله ده

✅ که غواړې د واورو او سړې هوا له ستونزو پرته تمرین وکړې
✅ که غواړي د مسلکي روزونکو تر څار لاندې خپل مهارتونه لا ښه کړې
✅ او که غواړې په معیاري، پاک، او مجهز چاپېریال کې پرمختګ وکړې

نو همدا نن ځان راجستر کړه

📌 *پته:* کابل، شاه شهید، اول سرک، استاد بیتاب مکتب کوڅه
📞 *اړیکې:* 0784465541 | 0744509613

🏏 سلطان کرکټ اکاډمي ستاسو د بچیانو آینده روښانتیا

Photos from Smart Cricket Academy's post 08/12/2025

جونیور لیګ د سبا ورځې سیالۍ

په جونیور لیګ کې سبا دوه مهمې لوبې ترسره کېږي:

1️⃣ اوله لوبه: د سمارټ کینګ او سمارټ تایګر ترمنځ، په سهار ۸:۳۰ بجې.
2️⃣ دوهمه لوبه: د سمارټ اتلان او سمارټ زلمي ترمنځ، د غرمې په ۱۲:۰۰ بجې.

دواړه سیالۍ د هیجان ډکې او د نندارچیانو د پوره دلچسپۍ وړ دي.

تمه ده چې سبا یوه زړه‌راښکونکې ورځ وي

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 26/11/2025

ښاغلی احسان‌الله خروټی د وزیر محمد اکبر خان دوهمې درجې ولایتی سیالیو لپاره د کابل الف لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی، او تر دې دمه یې په خپله روزنیزه لړۍ کې دوه مهمې سیالۍ ترسره کړې چې دواړه یې په زړه‌راښکونکي ډول ګټلې دي.

د ښاغلي خروټی اغېزمنه رهبرۍ، منظم پلان او د لوبغاړو په روحیه جوړولو کې ځانګړې وړتیا، د کابل الف لوبډلې ته تازه ځواک او لوړ مورال ورکړی دی. د ده روزنې لاندې لوبډله په ښه کمبینیشن، هوښیارې ستراتیژۍ او لوړ تمرکز سره میدان ته ځي، چې نتیجې یې له همدغو بریاوو ښکاره دي.

د احسان‌الله خروټی د لا نورو بریاوو هیله کوو، او باور لرو چې د کابل الف لوبډله به د ده تر لارښوونې لاندې نورې هم ځلیدونکې لاسته راوړنې ولري.

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 25/11/2025

د سلطان کرکټ اکاډمۍ ویاړ!

د سلطان کرکټ اکاډمۍ تکړه او ځلانده لوبغاړي ابراهیم شینواري د وزیر محمد اکبر خان د دوهمې درجې ولایتي سیالیو په مهمه لوبه کې د تخار پروړاندې ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې جریان یې په یوې ریښتینې لاسته راوړنې بدل کړ.

دا ډول ځلا او هوډ د دې خبرې څرګندونه کوي چې سلطان کرکټ اکاډمي ستاسو د بچیانو د روښانه راتلونکي لپاره ژمنه د چېرته چې استعدادونه روزل کېږي، زړورتیا پیاوړې کېږي، او سبا ورځې وځلېږي.

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 23/11/2025

د کابل د نولس کلنو سیالیو کې د سلطان کرکټ اکاډمۍ دریمه پرلپسې بریا!

سلطان کرکټ اکاډمۍ یو ځل بیا په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د محمد خان B لوبډلې پر وړاندې یې د سیالیو درېیمه پرلپسې بریا خپله کړه. د اکاډمۍ زړورو لوبغاړو د 142 منډو له ټارګیټ څخه په بریالۍ توګه دفاع وکړه او د دغې شاندار بریا په برکت سلطان کرکټ اکاډمۍ په یادو سیالیو کې سيمي‌فاینل ته لار هم پیدا کړه

بيټینګ کې مهمې منډې
• شعیب احمدزی – 34 منډې
• ابراهیم – 31 منډې

بالینګ کې ښکلې کارکردګي
• صاحب الله مموزی – 3 ویکټې
• فیصل احمدیار – 2 ویکټې
• حسن احمد صافی – 2 ویکټې

د سلطان اکاډمۍ بالرانو د ټارګیټ دفاع د غوره لاین او لین له لارې ترسره کړه. په ځانګړي ډول صاحب الله مموزی یو ځل بیا په زړه پورې توپ اچونه وکړله او د سیالي د فشار په مهمو شېبو کې یې درې مهمې ویکټې واخیستې.

🏅 د لوبې غوره لوبغاړی: صاحب الله مموزی

صاحب الله مموزی د خپلې 3 ویکټو په مټ د ټیم د بریا ریښتینی اتل و او د غوره لوبغاړي جایزه یې خپله کړه.

Photos from SCA Sultan Cricket Academy's post 18/11/2025

د کابل د نولس کلنو سیالیو کې د سلطان کرکټ اکاډمۍ دوهمه بریا

سلطان کرکټ اکاډمۍ د محمد خان کرکټ سنټر پر وړاندې په دوهمه لوبه کې هم خپله ځلانده سلسله روانه وساتله. سلطان کرکټ اکاډمۍ لومړی بیټینګ وکړ او د 241 منډو هدف یې په تېز او منظم اننګز سره کېښود. د هدف په تعقیب کې محمد خان کرکټ اکاډمی نولس کلنو لوبډله د 214 منډو په جوړولو ټولې لوبغاړی وسوځول او لوبه یې د 27 منډو په توپیر بایلوده.

په بیټینګ کې
شعیب احمدزی 123 منډې
ولي خان 25 منډې
محمد اسحاق احمدزی 19 منډې

په بالینګ کې
امرالله بابکرخیل 4 ویکټې
فیصل احمدیار 3 ویکټې
صاحب الله مموزی 2 ویکټې

د لوبې غوره لوبغاړی شعیب احمدزی123 منډې جوړه کړی

سلطان کرکټ اکاډمۍ په پرله‌پسې توګه خپلې وړتیاوې ثابتوي او دواړه سیالۍ یې په لوړ مورال، ټینګې ارادې او هدفمند کرکټ سره ګټلې دي.
سلطان کرکټ اکاډمی ستاسو د بچیانو آینده روښانتیا

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address

Kabul