31/08/2024
د میرویس اشرف او نصیب خان په درې کلنه دوره کې په بانکي او سفري بندیزونو کې یو څو کارونه چې پخوا نه وو شوې.👇
۱)۲۰۲۴ شل اوریز جام کې لومړي ځل د افغانستان لوبډله سیمي فاینل ته رسول او لومړي ځل اسټرالیا، نیوزیلینډ او بنګله دیش غوندې لوبډلې ماتول.
۲)د ۲۰۲۳ نړیوال جام کې انګلستان، پاکستان، سرېلانکا په شان لوبډلې ماتول.
۳)د نولس کلنو ۲۰۲۱ نړیوال جام کې لوبډله تر سیمې فاینل پورې رسول.
۴)د افریقا، نیوزیلینډ، هند، سریلانکا، بنګله دیش او پاکستان سره سیریزونه/ لوبلړۍ برابرول.
۵)ملي لوبډلې ته عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نور احمد، قیس، درویش رسولي، الله محمد عضنفر، نوید ځدراڼ، ضیاء الرحمن اکبر، عبدالرحمن، سلیم صافی، ننګیال خروټی، صدیق اتل،اسحق رحیمي، بهیر شاه محبوب رقم لوبغاړي راوستل، تر څنګ یې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په شلن بهترینه اوپننګ جوړه ورکول.
۶)له ډیرې مودې وروسته شپګیزه د کرکټ بورډ په خپله په داسې حال کې کول چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ګډون پکې وکړ او وفی الله تره خیل،یاما عرب، الله، محمد عضنفر، وسیم اکرم، فریدون، بشیر احمد، زبید اکبري په شان ستوري پکې پیدا شول.
۷)الف لوبډله یا ابدالیان جوړول، او همدې لوبډلې ته د بنګلا دیش، سرېلانکا او عمان، سره سیریزونه برابرول.
۸)د سپانسر د نشتوالي ستونزه له مینځه وړل، اتصالات او سوپر کولارقم شرکتونه د سپانسر لپاره اماده کول.
۹)لومړی ځل له بنګله دیش په خپل کور کې یو ورځنیو لوبو سیریز ګټل او پاکستان په شان هېواد څخه په شارجه کې سیریز ګټل.
۱۰)د اسټرالیا له طرفه د لوبو لغوه کولو د اعلان وروسته د اسټرالیا پر ځای پاکستان او افریقا راوستل.
۱۱)د کرکټ نړیوالې شورا کې بودیجه ۳ چنده او اسیایي شورا کې ۴ چنده بودیجه لوړول.
۱۲)کرکټ بورډ ته نوی تشکیل جوړول او کابل کې د لوبغاړو لپاره د روزنې مرکز یا (HPC)جوړول.
۱۳)سختو سیاسي او سفري مشکلاتو سره سره متحده عربي اماراتو او هند کې د میدانو او ویزو ستونزه له مینځه وړل او کوربه توب لپاره بیا میدانونه تر لاسه کول.
۱۴) د کورني کرکټ لوبې په ژوندۍ بڼه نشرول او قوشتپې جام او زرغون جام غوندې کورني کرکټ ایونټونه ور اضافه کول.
۱۵)د نړیوال او کورني کرکټ د لوبغاړو میچ فیسونه درې چنده لوړول.
۱۶) د افغانستان غوره لیګ یا APL لپاره هلې ځلې کول او تیر مشکلات له مینځه وړل ښایي کرکټ بورډ نږدې شوی چې ۲۰۲۵ کې دا لیګ بیا تر سره کړي
۱۷) د لومړي ځل لپاره افغانستان چمپین ټرافي ته لار ومونده، چې ۲۰۲۵ کې به د نړۍ ۸ غوره هېوادو تر منځ به تر سره کیږي.
20/08/2024
30/06/2024
22/03/2024
20/03/2024
20/03/2024
20/03/2024
19/03/2024
03/04/2023
05/03/2023
05/03/2023