08/11/2026
پروان ولایت کې د یووالي او پرمختګ جام پایلوبې بریا د غوربند زمریانو خپله کړه
پروان ولایت د یووالي او پرمختګ جام کرکټ سیالیو ستره پایلوبه د غوربند زمریانو او غوربند اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې غوربند زمریانو د ۸ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې ۱۴ لوبډلو ګډون کړی وو، چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې وې ، سیالیو غوره توپ وهونکی حسیب الله او غوره توپ اچوونکی حیات الله ونومول شول.
د دې ټورنمنټ موخه د کرکټ ودې ته زمینه برابرول، د ځوانو لوبغاړو د استعدادونو څرګندول او د یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا وه.