افغانستان کرکت .afghanistan cricket
This is the official page for cricket information about all leagues ,Ipl,BPL,APL,PSL,BIG BASH, T10 ,
21/03/2025
زما نویو تعقیب کوونکو ته سلام! خوشحاله یم چې تاسې زما سره یاست!
دا په آی پی ایل کی هغه بهرنی لوبغاړو نوملړ دی چی ترتر دی مهاله یی تر ټولو دیر پیسی تر لاسه کړی دی البته هیره دی نه چی نوږ اتل راشد خان هم په لیست کی دی .
رحمت الله رحمانی, Jawed Ahmadi, Sanagol Rahmani, همایون افغان بلوچ, حيات الله سنکر, حاجي جلال سرخرودی, رحماني رحماني, حاجی اچکزی, ذاهدالله حیدری, نصرالله افغان, Shakir Ullah, Khalid Talash, چھوٹا راجا, Abozar Zahidyar, عبدرحمان رحماني, Pateh Ullha Noori, Garan Wali Helmandi, صداقت سهاک, Khan Hairan, Abdul Zahir, عارف امیری, شاهین شاهی, Zubir Momtaz, شیناء شینا, حبیب الرحمن ارمانی, بلبل اچکیزه, Abdullah Adil, عبدالروف لکڼ خیل, احتیار حان, Noorulhaq Noori, Ahsanullha Helaman, Shaibullh Wafadar, عبدالواسی مینه ناک, محمد نعیم, Nasser Khan, افغان ترکی, همدرد کاروان, Shafiullah Afhhan, فیضان ملنگ, خادم ارچیوال, ZK Pathan
08/06/2023
د سریلانکا او افغانستان په لوبو کی تر ټولو ډیری منډی ابراهیم ځدران کړی دی او دبالینګ په برخه کی بیا فرید ملک دریم ځای لری .
05/06/2023
د نیوزلنډ کرکټ بورډ د خپل ۱۹ کلن ټیم لباسونه ښکاره کړل. په دغه ټیم کې زموږ د ښکلي پغمان حکمت جان هم شته. خدای دې کامیاب لري. افغان چې په هره برخه کې او هر ځای کې ښه کار او پرمختګ کوي, افغانستان ورسره ښه یادېږي. حکمت د راشد خان غوندې توپ اچوونه کوي او د لباس نمبر یې هم ۱۹ دی. د دوی لوبډله استرالیا ته ځي چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام د غوراوي لیګ کې ولوبېږي.
🇦🇫
#کرکټ
#نظر
05/06/2023
سري لانکا په دویمې لوبې کې افغانستان ته په لوی توپیر [۱۳۲ منډو] ماتې ورکړه. د سري لانکا لوبډلې او مینه والو ته یې مبارک. داسې ښه لوبه چې کوي، د ګټلو مستحق دي.
د سري لانکا ښه پلان او تطبیق یي، د پلان په اساس د افغان توپ اچوونکو ښه بالینګ نه کول، وروستیو اورونو کې ډېرې منډې او خراب فیلډینګ د افغانستان د ماتې عمده لاملونه ګڼلای شو. نن د افغانستان درې واړه برخې: بالینګ، بیټینګ او فیلډینګ ښه نه وو. البته د مجیب ۱۰ اورونه استثنا دي.
سري لانکا د اولې لوبې له بایللو وروسته په لوبډلې کې څلور تغیرات راوستل، یو تغیر یې د مجبوریت و چې لوبغاړی یې ژوبل شو، درې نور یې د لوبې د ګټلو لپاره وو، چې نتیجه یې ورکړه.
د سري لانکا د سر څلورو لوبغاړو د منډو ښې ملګرتیا، د کیپر ۷۸ منډو یې او په وروستیو اورونو کې د هسرانګا، داسن او دنانجا ښه اختتام له افغانستان څخه دا لوبه و تروړله. د سر دوو لوبغاړو یې له افغان توپ وهونکو سره په احتیاط لوبه وکړه، د منډو ښه بنسټ یې کېښود او په وروستیو اورونو کې دې نورو کش ورکړ. همدا یې پلان و او ښه یې عملي کړ.
چمیرا او هسرانګا، چې یو یې تېز او بل ورو توپ اچوونکي دي، اولې لوبې کې نه وو خو دویمې لوبې کې یې په ګډه پنځه افغان لوبغاړي اوټ کړل. قوي او مجربې لوبډلې له هرې ماتې وروسته، د غوره پلان سره سم ښه او غښتلې راستنېږي.
د افغانستان توپ اچوونکو وروستي ۱۲ اورونه بیخي ښه ونکړل. په وروستي هر اور کې په اوسط ډول ۱۰ وشوې. د پلان مطابق یې بالینګ تعقیب نشو کړای او فیلډینګ هم د ماتې یو علت بلل کېدای شي.
د افغانستان توپ وهنه تر ډېره په اوپنېنګ او مډل اردر باندې تکیه ده، ابراهیم او حشمت پنځوسیزې وکړې، خو ګربز، رحمت، نجیب او نبي یې ملا ونه تړله او چې هدف تر ۳۰۰ ورپورته وو، داسې توپ وهنه یې نشي ګټلای.
په هر حال، سري لانکا د سیمې او نړۍ ښه لوبډله ده او د تېرې ماتې څخه یې ښه درس واخیست او دویمې لوبې کې تېروتنې تکرار نکړې. په دې هیله چې افغانستان هم له دغې ماتې درس واخلي.
درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ ده، راشد خان به هم په خیر لوبې ته برابر وي، په لوبډلې کې یو دوه نور تغیرات هم ممکن دي، په هغه به بیا سبا وغږېږو ان شاءالله. باور لرم، چې درېیمې لوبې کې به افغان لوبغاړي تر دویمې ښه ولوبېږي.
د دې لوبو ګټل یوازې د افغانستان درجه بندۍ باندې تاثیر لري، نړیوال او اسیا کپ ته یې په ورتګ هېڅ ډول اغیز نه پرېباسي. البته، هر بری د لوبډلې او لوبغاړو مورال ډېر لوړوي او د لوبغاړو ترکیب لا قوي کوي.
د افغانستان د بري په هیله!
#جعفر هاند
01/06/2023
رب دې د خان څېره نه مړاوې کوي, دا څېره چې خندانه وي, افغانان هم ورته خاندي.
راشد خان په ملا کې درد لري. نن هند ته ځي چې د معالج ډاکټر سره وویني او امکان شته چې ژر لوبې ته را وګرځي, ان شاءالله.
په کرکټ او هرې بلې لوبې کې لوبغاړي ژوبل کېږي, بستر کېږي او سختۍ ګالي, خو بېرته رغېږي او لوبو ته راګرځي. راشد خان هم انسان دی, خورا بوخت لوبغاړی دی, هم به ژوبل کېږي, هم به مریض کېږي, هم به ستړي کېږي او هم به رنځور کېږي. ښه ده چې ځان ته هم پام او لږ استراحت وکړي. د افغان او افغان کرکټ د مینه والو په توګه موږ یې باید د رغېدو لپاره لاس په دوعا شو. راشد په هېواد او خپلو خلکو مین ځوان دی. د ملي لوبډلې د بل هر لوبغاړي په څېر هڅه کوي وطن ته خوشحالي راوړي. یو خواخوږی انسان دی, چې پرې غږ شوی دغه وطنوال بې وزله دی, مرستې ته ضرورت لري راشد یې لاس نیولی دی. چې غږ پرې شوی چې وطن کې زلزله شوې او ډېر وطنوال بې کوره شوي, ده نړۍ ته ځولۍ غوړولې چې افغانانو سره مرسته وکړي. چې د کوم لوبغاړي لاس بند شوی, ده لاس ور اوږد کړی دی. موږ راشد تل د وطن او وطنوالو د خیر او نیکنامۍ په کآر کې لیدلی دی. رب دې رک روغ کړه, خانه. د وطن ټول لوبغاړي دې روغ رمټ وي.
🇦🇫
#جعفر هاند
26/03/2023
رحمن الله گربز هم په T20 نړیوالو سیالیو کی خپل ۱۰۰۰ منډی پوره کړی ورته مبارک وی .
یاده دی وی چی دی له محمد شهزاد،، نجیب الله ،، محمد نبی ،، اصغر افغان او سمیع الله شینواری نه وروسته شپږم افغان لوبغاړی شو چی ۱۰۰۰ منډی جوړوی 🇦🇫
26/03/2023
بیا مو هم مبارک شه 🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫
25/03/2023
په 2009 کال کي محمد نبي د افغانستان لپاره اوله نړیواله لوبه وګټله.
په 2023 کال کي د محمد نبي په مرسته افغانستان د پاکستان خلاف لومړۍ بریا خپله کړه او د میلیونونو افغانانو آرمان پوره سو.
✓ ولسمشره! دا دوه تاریخونه به هیڅکله هېر نه کړو❤
06/03/2023
ته یی چی د افغانستان نوم په نړی کی شه یادیږی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Address
1
Kabul
1001