23/05/2026
د کندهار ولایت ښکلی کرکټ میدان
د احاطوي دېوال کارونه یې پیل شول
له دقیقو سرچینو خبر شئ، د خپل کرکټ او اتلانو ملاتړ وکړئ. (ژوندی دې وي افغانستان)
23/05/2026
د کندهار ولایت ښکلی کرکټ میدان
د احاطوي دېوال کارونه یې پیل شول
19/05/2026
د ننګرهار د سوزوونکو ګرميو تر سیوري لاندې، او له ښار څخه نږدې یو ساعت لرې، په یوه غرنیزه سیمه کې دغه لوبغالی موقعیت لري. خو بیا هم د کرکټ مینه وال دومره سخت شرایط زغمي او لوبغالي ته ځان رسوي، څو د خپلو لوبغاړو ملاتړ وکړي.
په ځانګړي ډول دا چې سیالۍ هم پنځوس اوریزې دي، اوږدې لوبې دي او د ګرمۍ شدت پکې لا زیات احساسېږي، خو بیا هم د مینوالو حوصله، جذبه او مینه کمه شوې نه ده.
دا هغه څه دي چې د افغانستان کرکټ ته ځانګړی رنګ او ښکلا وربخښي.
زه ډاډه یم، که چېرې دغه سیالۍ په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالی کې ترسره کېدای، نو ښايي لوبغالی به د مینوالو له ګڼې ګوڼې ډک وای او آن د ناستې ځای به هم نه پیدا کېده. ځکه دغه لوبغالی د ښار په منځ کې موقعیت لري او هر مینوال په ډېرې اسانۍ سره کولای شي هلته ځان ورسوي او د خپلو خوښې لوبډلو ملاتړ وکړي.
لېسټ ای لوبو کې د حسن عیسی خیلزبردست بیټنګ
نن یې بیا هم ففټي جوړه کړه.
19/05/2026
01/05/2026
نیشنل T20 - ملي شل اوریز جام
سبا شنبه کندز کې شروع کیږي
24/04/2026
کابل کې د ملي اتلانو تمرینات روان دي. دوی د هند سره یوې ټېسټ او درې ون ډی لوبو ته ځانونه چمتو کوي.
19/04/2026
د کرکټ ملي اتلان په کابل سټیډیوم کې د چمتووالي پر مهال
11/04/2026
فکر کوم دا به لومړی ځل وي چې یو بهرنی مشر روزونکی کابل ته راځي، او ورسره دواړه لوبډلمشران، د اجرائیه رئیس ښاغلي نصیب خان په ګډون، د ډېرو ډیپارتمنټونو مهم غړي هم ګډون لري؛ تر څو د راتلونکو لپاره یو غوره ستراتیژیک پلان جوړ کړي.
د داسې انځورونو کتل د انسان زړه او ذهن ته سکون وربخښي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان کابل ته د نوموړي د لومړني راتګ تود هرکلی وکړ او د هغه د دندې د پیل په تړاو یې د افغانستان کرکټ بورډ ستراتیژیک اهداف او د ملي لوبډلې د راتلونکي لپاره خپلې لوړې تمې ورسره په مفصله توګه شریکې کړې.
ښاغلي پایبس، چې د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلی دی، د غوراوي کمېټې، نړیوال کرکټ، کورني کرکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز د مسوولینو ترڅنګ له دواړو لوبډلمشرانو سره هم وکتل. په دې ناستو کې د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو، پلانونو او په ځانګړي ډول د تمریناتي کمپ د پیل او مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې اترې وشوې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د پلان له مخې، د ظرفیت لوړونې مرکز تر مستقیمې څارنې لاندې او د نوي مشر روزونکي په شتون کې، د نږدې ۴۰ افغان لوبغاړو لپاره یو میاشتنی تمریناتي کمپ پیل شي. دغه کمپ به سبا (د روانې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه) پیل او د مې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې افغان اتلان د هندوستان پر وړاندې راتلونکې ټېسټ لوبې او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته پوره او هراړخیز چمتووالی ونیسي.
01/04/2026
د کورني کرکټ امپایر (لوبڅار) سمیع الله مومند کندهار کې د سیلابونو له امله تر دیوال لاندې او شه-ید شوی.
انا لله و انا الیه راجعون.
مرحوم ته دې خدای جنتونه او کورنۍ او دوستانو ته دې یې صبر ورکړي. آمین.
31/03/2026
د لوګر کرکټ میدان لپاسه د زرغون کمان ننداره!
لوګریان مینه وال دې زړه ورکړي.