درنو هېــــــوادوالـــــــو!
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه. عبادات، صدقات او تراويح مو د الله تعالی په دربار کې قبول او منظور شه.
Afghan Stars
د افغانستان د نړیوالو او کورنیو لوبو په اړه د لا زیاتو ?
د تحقیق په بهیر کی د توقیف موده:
د جزایی اجراأتو د قانون (۱۰۰) ماده:
۱- څارنوال کولای شي، د مظنون له تسلیمۍ وروسته ددی قانون د (۹۹) ماده (۳) فقری کی د درج شوو دلایلو د شتون په صورت کی د جنحي په جرم کی د هغه د توقیف امر د (۷) ورځو مودی او د جنایت په جرم کی له احوالو سره سم د (۱۵) ورځو لپاره صادر کړي.
۲- که چیری تر توقیف لاندی شخص یا د هغه مدافع وکیل او یا حقوقي مساعد د توقیف د دوام پر خلاف اعتراض ولری اویا څارنوال د توقیف تمدید ددی مادی د (۳) فقری د حکم مطابق و غواړي، څارنوال باید تر توقیف لاندی شخص د توقیف د تمدید د مودی له انتها څخه (۳) ورځی دمخه د توقیف د تمدید د قرار د صادریدو په غرض د محکمی په وړاندی حاضر کړي. تورن، د هغه مدافع وکیل یا حقوقي مساعد د تصمیم نیونی په وخت کی د حضور او اعتراض حق لري.
۳- که چیری د جنحې په جرم کی (۷) ورځی موده او جنایت په جرم کی (۱۵) ورځی موده د تحقیق د بشپړولو او د صورت دعوی د ترتیبولو لپاره کافي نه وی، څارنوال کولای شي، ددی مادی په (۲) فقره کی د درج شو مراتبو له په پام کی نیولو سره د تورن د توقیف د تمدید وړاندیز له احوالو سره سم په لاندی توګه اړوند محکمی ته وړاندی کړي:
د جنحی په جرم کی تر (۱۰) ورځو مودی پوری.
د جنایت په جرم کی تر (۳۰) ورځو مودی پوری.
۴- کچیری د تورن توقیف اړتیا د توقیف د مودی له پوره کیدو مخکی لری شي، د توقیف امر له احوالو سره سم د بالمال کفالت په قید یا له هغه څخه پرته د ده د خوشی کیدو ځنډ نه کیږی.
۵- که چیری څارنوال ددی مادی په (۳) فقره کی په درج شوی موده کی و نکړای شي، تحقیق بشپړاو صورت دعوی وړاندی کړي او د تورن د توقیف د تمدید اړتیا ددی قانون د حکمونو مطابق لازمه وي، ابتدایه محکمه د څارنوالۍ په وړاندیز د څارنوال د دلایلو او د تورن د بیانونو له ارزونی وروسته کولای شي د هغه توقیف د جنحی په جرم کی (۱۰) ورځی او د جنایت په جرم کی تر (۳۰) ورځو مودی پوری تمدید کړی، تورن او د هغه مدافع وکیل یا حقوقي مساعد د تصمیم نیونی په وخت کی د حضور او اعتراض حق لري.
۶- د تورن د توقیف د مودی تمدید په هیڅ وجه د ابتدائیه محکمی لخوا ټوله (مجموعأ) د جنحی په جرم کی (۲۰) ورځو او د جنایت په جرم کی له (۶۰) ورځو څخه زیات نشی صادریدای.
د توقیف مشروعیت او موده:
د جرایی اجراأتو د قانون (۹۹) ماده:
مظنون یا تورن ددی قانون د حکمونو مطابق توقیفیدی شی.
د توقیف خونو مسؤلین نشي کولای، پدی قانون کی د درج شوو واکمنو مقاماتو له امرونو او قرارونو پرته مظنون یا تورن په توقیف خونه کی و مني یا هغه له هغی مودی څخه زیات چی د توقیف په امر کی یاده شوی ده په توقیف خونه کی و ساتي.
څارنوال او محکمه په یو له لاندی حالاتو کی د جنحی یا جنایت د مظنون یا تورن د توقیف قرار صادرولای شی:
۱- د جنایت د جرم د ارتکاب په اړه د اثبات د دلایلو د شتون په صورت کی. ۲- د مشهود جرم د ارتکاب په صورت کی. ۳- په هغه صورت کی چی د مظنون یا تورن هویت معلوم نه وي. ۴- په هغه صورت کی چی په جرم کی د مظنون یا تورن د اخفأ یا تیښتی ویره موجوده وی. ۵- په هغه صورت کی چی د جرمي مدارکو او سندونو د ضایع کیدو ویره موجوده وی. ۶- په هغه صورت کی چی مظنون یا تورن په اړونده حوزه کی د دایمی مېشتی (اوسیدو) ځای و نلري
له مسکن څخه بهر د جلب او احضار د امرونو ابلاغ:
د جزائی اجرأتو د قانون(۹۶) ماده:
(۱) كه چېرې شخص په محبس يا توقيف خونه كې وي، جلب او احضار د اړوندې ادارې له لارې هغۀ ته ابلاغېږي.
(۲) د كاركوونكو جلب او احضار د هغوى اړوندې ادارې ته استول كېږي.
(۳) د وسله والو ځواكونو، پوليسو، ملي امنيت او نورو نظامي منسوبينو جلب او احضار د هغوى اړوند وزارت يا قطعې ته استول كېږي.
(۴) د حكمي اشخاصو جلب او احضار د هغو مركزي ادارې يا اړوندې نېږدې نمايندګۍ ته سپارل كېږي.
(۵) د هغۀ شخص جلب او احضار چې له هېواده بهر اوسېږي يا مېشت دى، د بهرنيو چارو وزارت له لارې د اړوندو سياسي يا قونسلي نمايندګيو په واسطه ابلاغېږي.
https://www.facebook.com/saranwal.public/
Afghan Stars د افغانستان د نړیوالو او کورنیو لوبو په اړه د لا زیاتو ?
د جلب او احضار د امرونو ابلاغ:
دجزائی اجرأتو د قانون (۹۵) ماده:
(۱) جلب او احضار د پوليسو په واسطه د مطلوب شخص د دندې يا شغل په ځاى او يا د اوسېدو په ځاى كې ابلاغ او يو نقل يې هغۀ ته ورتسليمېږي، لاسليك يا د ګوتې نښه يې په بل نقل كې اخيستل كېږي.
(۲) كه چېرې مطلوب شخص د دندې، شغل د اجراء يا د اوسېدو په ځاى كې پيدا نشي، د جلب او احضار پاڼه د هغۀ د كورنۍ يوۀ غړي يا هغۀ شخص ته چې له دۀ سره يو ځاى اوسېږي يا د هغۀ خپلوانو ته ورتسليم او لاسليك او د ګوتې نښه يې اخيستل كېږي پرته لدې، موضوع په محضر كې درجېږي.
(۳) كه چېرې ددې مادې په (۱ او۲) فقرو كې درج شوي تدبيرونه ميسر نه وي، د جلب او احضار پاڼه د هغۀ ددندې يا شغل يا د اوسېدو د ځاى نېږدې اداري مرجع ته سپارل كېږي.
(۴) كه چېرې د مطلوب شخص استوګنيز ادرس پيدا نشي، پوليس مكلف دي د شخص د اوسېدو د ځاى او يا د كار د ځاى د پيدا كولو په غرض لازم تدبيرونه ونيسي، ددغه شان تدبيرونو د نه اغېزمنتيا په صورت كې، پوليس مكلف دي د جلب او احضار ليك هغې اداري مرجع ته چې د مطلوب شخص د اوسېدو وروستنى ځاى تثبيتېږي، تسليم كړي.
(۵) جلب او احضار د تېلفون يا نورو الكترونيكي او مخابراتي وسايلو په وسيله هم معتبر پېژندل كېږي.
پدې شرط چې د نېټې او زمان او د مخاطب او د پيغام د اخيستونكي د هويت د يادونې په قيد او د مخابره كوونكي په لا سليك وي او په ثبت رسېدلى وي
https://www.facebook.com/saranwal.public/
Afghan Stars د افغانستان د نړیوالو او کورنیو لوبو په اړه د لا زیاتو ?
د جلب او احضار د اعتبار موده
د جزائی اجرأتو د قانون (۹۴) ماده:
اړوند پوليس مكلف دي هغه امرونه چې د شخص د جلب يا احضار په هكله د واكمنو مراجعو لخوا صادرېږي، تنفيذ كړي.
(۲) د جلب او احضار امرونه د هغو د صادرېدو له نېټې څخه تر (۱۸۰) ورځو پورې اعتبار لري، خو دا چې د صادروونكې مرجع لخوا لغو يا تمديد شوي وي.
https://www.facebook.com/saranwal.public/
Afghan Stars د افغانستان د نړیوالو او کورنیو لوبو په اړه د لا زیاتو ?
جلب او احضار
د جزایی اجراأتو د قانون (۹۳) ماده:
۱- د جلب او احضار امرونه په دریو نسخو کی لیکل کیږی چی یوه نسخه یی په اداره کی ساتل کیږی او دوه نوری نسخی پولیسو ته ورتسلمیږی څو یوه نسخه په دفتر کی ثبت او و ساتي، بله نسخه مطلوب شخص ته ورتسلیم کړي.
صادر شوی امرونه د لاندی مطالبو لرونکی وی:
دمطلوب شخص نوم، ولد، دنده، او د اوسیدو ځای.
د جلب یا احضار د صادرونکی اداری نوم او ادرس.
د جلب یا احضار د صادریدو موجبه اسباب او د هغه قانون د مادی یادول چی د دغه شان امر د صادریدو اجازه یی ورکړی.
هغه ځای، ساعت او نیټه چی د شخص حضور پکی مطلوب وی.
د جلب یا احضار د ابلاغ د ډول په اړه د پولیسو مکلفیت او هغه چلند چی پولیس باید د امرونو له منلو څخه د ډډی کولو په صورت کی وکړي.
۲- د جلب او احضار امرونه د شمیری او نیټی لرونکی وی ، د صادروونکی مرجع لخوا ثبت، لاسلیک او مهر کیږی.
https://www.facebook.com/saranwal.public/
Afghan Stars د افغانستان د نړیوالو او کورنیو لوبو په اړه د لا زیاتو ?
22/01/2021
جلب او احضارد جزایی اجراأتو د قانون (۹۲) ماده:
څارنوال او محکمه کولای شی، هر شخص چی د قانون د حکمونو مطابق د هغه بیان یا حضور د عدلی تعقیب په اجراأتو کی ګټور تشخیص کړي، په حضور مکلف کړي، په حضور باندی تکلیف د پولیسو له لاری او د جلب پاڼی په صادریدو سره صورت مومي.
که چیری مجلوب شخص له مؤجه عذر پرته په ټاکلی وخت حاضر نشی او یا له حضور څخه ډډه وکړي څارنوال او محکمه کولای شی د هغه د حاضار امر د پولیسو له لاری صادر کړي
د مظنون د نیولو یا ګرفتارۍ محضرد جزایی اجراأتو د قانون (۸۶) ماده :
۱- پولیس او د ملي امنیت مؤظف مکلف دی د مظنون د نیولو له بهیر څخه محضر ترتیب کړي، نوموړی محضر د لاندی مطالبو لرونکی وی:
د نیولو علت.
د ساعت، ورځی، میاشتی او کال په یادولو سره د نیونی نیټه.
د نیونی ځای.
د نیول شوی شخص لومړنی بیانونه.
د واقعی د شرحی څرنګوالی.
۲- د نیونی محضر د ترتیبوونکي او نورو هغو اشخاصو لخوا چی په نیونه کی حضور درلودلی دی ، لاسلیک او د مظنون د ګوتی نښه هم پکی اخیستل کیږی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Address
Kabul/arzanqemat
Kabul
1012