Afghan Abdali Cricket Academy

Call Directions

Afghan Abdali Cricket Academy Afghan abdali Cricket Academy is a professional and fundamental Academy in Afghanistan

Star Cricket Academy Established on 20th April 2017, with its modern amenities and experienced coaches, have been transforming budding cricketers into the stars of tomorrow. .سټار روزنيزه کريکټ اکيډمي په نړيوالو معيارونو, وسايلو او د نړيوالې تجربې لرونکو روزونکو په درلودلو سره د هيوادوالوپه خدمت کې ده

02/11/2026

Quick Look...💥

د وياړ ځاى .د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په روان U17 ټورنمنټ کې د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ لوبغاړو په خپلو غوره لوبو ځا...
01/11/2026

د وياړ ځاى .

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په روان U17 ټورنمنټ کې د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ لوبغاړو په خپلو غوره لوبو ځانونه ثابت کړي او د ټورنمنټ په بېلابېلو انفرادي جدولونو کې یې لوړ مقامونه خپل کړي دي.

ارشاد_د ډېرو منډو جوړوونکو په جدول کې دوهم مقام.

ارشاد په خپلو درېیو لوبو کې درې پرله‌پسې پنځوسیزې وهلي دي:

▪️ لومړۍ لوبه: 62 منډې
▪️ دوهمه لوبه: 75* ناسوځېدلې منډې
▪️ درېیمه لوبه: 58 منډې

مسیح الله اخترزی_د ډېرو وېکټو اخیستونکو په جدول کې لومړی مقام.

نوموړي په درېیو لوبو کې د 6.20 ایکانومي په لرلو سره 10 لوبغاړي سوځولي دي.

امجد مموزی_ په ډګر ساتنه کې دوهم مقام.

امجد مموزی د غوره ډګر ساتنې له امله د ټورنمنټ په جدول کې دوهم مقام خپل کړی دی.

امجد مموزی_د ټورنمنټ د تر ټولو ارزښتناک لوبغاړي (MVP) په جدول کې هم په لومړي قطار کې ځای لري.

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ اداره خپلو ټولو لوبغاړو ته د لا زیاتو بریاوو او ځلېدو هیله لري.
تنکي اتلان په لوى پلان د اتلولۍ دعوګيران.👏🏆

احمد رحيمي 🔥🏏بهترينه توپوهنه د احمد له لوري.خپله دوهمه پنځوسيزه يې په روان ټورنمينټ کې ترسره کړه .
01/11/2026

احمد رحيمي 🔥🏏
بهترينه توپوهنه د احمد له لوري.
خپله دوهمه پنځوسيزه يې په روان ټورنمينټ کې ترسره کړه .

بهترينه توپوهنه🤩ارشاد خپله دریمه پنځوسيزه په روان ټورنمينټ کې ترسره کړه.
01/11/2026

بهترينه توپوهنه🤩
ارشاد خپله دریمه پنځوسيزه په روان ټورنمينټ کې ترسره کړه.

ابدالي اتلان يو ځل بيا د لوبي ډګر ته رادانګي.ابدالي اتلانو د لوبي بچه وګټله او لومړى يې د توپوهني انتخاب وکړ.تنکي اتلان ...
01/11/2026

ابدالي اتلان يو ځل بيا د لوبي ډګر ته رادانګي.
ابدالي اتلانو د لوبي بچه وګټله او لومړى يې د توپوهني انتخاب وکړ.
تنکي اتلان په لوى پلان د اتلولي دعوګيران.

عاظم شيرزى🔥د پیاوړي هوډ، لوړې انګېزې، بدني ځواک او نه ستړې کېدونکو هڅو څرګند مثال.د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ د نن ورځې پ...
31/10/2026

عاظم شيرزى🔥

د پیاوړي هوډ، لوړې انګېزې، بدني ځواک او نه ستړې کېدونکو هڅو څرګند مثال.
د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ د نن ورځې په Yo-Yo ټېسټ کې عاظم د خپل غوره فټنس، زغم او ورزشي وړتیا په ښودلو سره د پام وړ لاسته راوړنه ثبت کړه.
عاظم شيرزى هم د نني يو يو ټيسټ لومړنى درجه بريالى لوبغاړى ونومول شو.
دا بریا ستا د منظم تمرین، ژمنتیا او پرله‌پسې زیار پایله ده ستا دا لاسته راوړنه د اکاډمۍ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی.
هیله ده همداسې په قوي هوډ د لا لوړو ورزشي مقامونو او بریاوو پر لور روان اوسې.

ګل الرحمن حکيمي🔥د لوړې ارادې، غوره بدني چمتووالي، زغم او مسلکي وړتیا یوه غوره بېلګه.د نن ورځي د يو يو ټيسټ بريالى او لوم...
31/10/2026

ګل الرحمن حکيمي🔥
د لوړې ارادې، غوره بدني چمتووالي، زغم او مسلکي وړتیا یوه غوره بېلګه.
د نن ورځي د يو يو ټيسټ بريالى او لومړى درجه لوبغاړى.
ستا هڅې، نظم او پرله‌پسې زیار د ستاینې وړ ده ګل الرحمن .
په Yo-Yo ټېسټ کې دې بریا د دې څرګندونه کوي چې له هدف سره ژمنتیا او پر ځان باور د پرمختګ مهم رازونه دي.
همداسې په پیاوړي هوډ د لا زیاتو لاسته راوړنو پر لور روان اوسه.

31/10/2026

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ له لوري د Yo-Yo ټېسټ ټول چارى کليپ .
افغان ابدالي کرکټ اکاډمي د ځوانانو د راتلوونکي د جوړيدو لپاره خپلي هڅي دوامداره ساتي.

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ له لوري د Yo-Yo فټنس ټېسټ ترسره شو.د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ د ادارې له لوري د اکاډمۍ د لوبغ...
31/10/2026

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ له لوري د Yo-Yo فټنس ټېسټ ترسره شو.

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ د ادارې له لوري د اکاډمۍ د لوبغاړو ترمنځ د Yo-Yo فټنس ټېسټ ترسره شو.
د ادارې موخه د لوبغاړو فزیکي وړتیاوو ارزونه، له یاد تمریني پروګرام سره د نویو لوبغاړو بلدتیا، د سالمې سیالۍ رامنځته کول او د کرکټ د مسلکي اصولو او معیارونو زده‌کړه وه.
د دې پروګرام له لارې ګڼ شمېر لوبغاړو وکولای شول چي خپلې فزیکي وړتیاوې وازمويي.
له یو بل سره سالمه سیالي وکړي او د مسلکي کرکټ د فټنس له معیارونو سره لا ډېر اشنا شي.

د افغان ابدالي کرکټ اکاډمۍ اداره ژمنه ده چې د لوبغاړو لپاره یو سالم، منظم او مسلکي ورزشي چاپېریال برابر کړي او د هغوی د فزیکي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره په دوامداره توګه کار وکړي.
په یاد ټېسټ کې د بېلابېلو ګروپونو لوبغاړو ګډون کړی و چې له ډلې یې ګل رحمن او عاظم شیرزي په خپلو اړوندو ګروپونو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

Tomorrow Abdali Atalan VS Kabul King Saleem Carvan Ground
31/10/2026

Tomorrow
Abdali Atalan VS Kabul King
Saleem Carvan Ground

Address

Bagh-e-rais, Chehlstoon 7th District
Kabul

Telephone

+93747005200

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Abdali Cricket Academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share