15/01/2026
خبرتیا
موږ پخوا د افغان ځوانانو کرکټ کلب په نوم یو کلب جوړ کړی و، خو د افغانستان کرکټ بورډ د کلبونو د پالیسۍ له مخې یو نوم یوازې یو ځل راجستر کېدای شي، چې په دغه نوم له دې وړاندې بل کلب ثبت او راجستر دی. له همدې امله مو نوی نوم "افغان زلمي کرکټ کلب" غوره کړ.
زموږ هدف دا دی چې د هېواد د ځوانو لوبغاړو استعدادونه پیدا کړو، هغوی ته د ودې او پرمختګ فرصتونه برابر کړو، او د مسلکي کرکټ په لور یې رهنمایي کړو.
افغان زلمي کرکټ کلب به د روزنې، نظم، او د لوبې د ارزښتونو په رڼا کې د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره کار کوي.
له تمرینه تر اتلولۍ.
01/12/2025
الله پاک دې په دغه نیک اقدام کې بریالی کړه صایم صیب محترم
29/11/2025
صایم تاسو ته دی الله اجر درکړی چی وطن ته حدمت کوی ملګرو د صایم صیب د کمپلیکس د نوم لپاره ورسره خپل خپل نظرونه شریک کړئ.
27/10/2025
افغان ځوانان کرکټ کلب د نوې روحیې او نوي نسل استازی.
افغان ځوانان کرکټ ټیم هم د کټوازي سوپر لیګ برخه شو!
افغان ځوانان کرکټ ټیم هم د کټوازي سوپر لیګ ( KSL ) په دوهم پړاو سیالیو کې خپل ځای وموند.
دا ټیم له ځوانو، ښه استعدادونو، او قوي لوبغاړو جوړ شوی دی. تمه ده چې افغان ځوانان به د غوره کارکردګۍ، رنګینو سیالیو او زړه راښکونکو نندارو له لارې د خپلو مینوالو زړونه لا زیات وګټي.
موږ د خوښۍ او درناوي له مخې افغان ځوانانو ته ښه راغلاست وایو او باور لرو چې د دوی ګډون به د کټوازي سوپر لیګ سیالیو ته نوې انرژي، رنګ او خوښي ور وبښي.
21/10/2025
هره نوې پيلامه د يوې لويې هيلې بنسټ وي او هره لويه لاسته راوړنه له يوې کوچنۍ هڅې پيلېږي. په همدې پار مو
نن دا ګام واخیست او د افغان کرکټ لوبغاړو لپاره مو د افغان ځوانان په نوم د کرکټ کلب جوړ کړ، چې ژر به یې رسمي پرانیسته ترسره شي.
زموږ موخه د لوبغاړو استعداد ته وده ورکول او د روښانه راتلونکي پر لور حرکت کول دي.
افغان ځوانان کرکټ کلب د نوې روحیې او نوي نسل استازی.
14/10/2025
د افغانستان بريا مو مبارک شه.
بلال سميع ته ۵ ويکټې
واقعا ښه وځليد
13/05/2025
خصوصي اکاډمیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ
ایوبي کرکټ لوبغالی
په روانو سیالیو کې اسلام ځاځي خپله نیمه سلیزه بشپړه کړه.
13/05/2025
امجد شینواري خپله نیمه سلبزه بشپړه کړه.
13/05/2025
کابل خصوصي کرکټ اکاډمیو ترمنځ سیالۍ
سلیم کاروان کرکټ لوبغالی
د خصوصي کرکټ اکاډمیو ترمنځ د سیالیو په ترڅ کې ایوبي کرکټ اکاډمۍ ب لوبډلې پچه ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.