Afghanistan Cricket

Afghanistan Cricket

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghanistan Cricket, Sports Team, Kabul.

27/11/2025

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

افغان اتلان د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلو سره ځای لري او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغان اتلانو د سیالیو بشپړ مهالوېش په لاندې انځور کې کتلی شئ.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
- - - - -
جدول زمانی مسابقات جام جهانی بیست آوره سال ۲۰۲۶ اعلام شد. ملی پوشان افغان در کنار تیم های افریقای جنوبی، زیلاند جدید، امارات متحده عربی و کانادا در گروه چهارم این مسابقات جاه دارد و بر اساس جدول زمانی این مسابقات در نخستین بازی خود، تاریخ ۸ فبروری سال آینده، به مصاف تیم زیلاند جدید خواهند رفت.

جزیات کامل بازی‌ های قهرمانان افغان در این مسابقات جالب و دیدنی را در تصویر زیر مشاهده کنید.

ملت سربلند، تیم پیروز!
- - - - -
𝐌𝐚𝐫𝐤 𝐲𝐨𝐮𝐫 𝐂𝐚𝐥𝐞𝐧𝐝𝐚𝐫𝐬 📆

The much-awaited fixtures for the ICC Men’s T20 World Cup 2026 are out and we will be playing our first game in this mega event on Sunday, Feb 8 against New Zealand in Chennai. 🤩

Here are Afghanistan’s complete fixtures in the Men’s T20 World Cup 2026, India & Sri Lanka ⬇️

|

Clinical Afghanistan Complete a 3-0 Sweep of Zimbabwe 03/11/2025

افغان اتلانو زمبابوې ته د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ۳-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د یوې خورا جالبې او په زړه پورې لوبې په پایله کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

بشپړ معلومات: https://t.ly/fWjZp
-----
Clinical Afghanistan Complete a 3-0 Sweep of Zimbabwe

Kabul – November 2, 2025: Afghanistan has put on a terrific performance to beat the hosts, Zimbabwe, by 9 runs in the third T20I match to complete a 3-0 sweep of the three-match T20I series.

Read More: https://t.ly/hlKi9

Clinical Afghanistan Complete a 3-0 Sweep of Zimbabwe Kabul – November 2, 2025: Afghanistan has put on a terrific performance to beat the hosts, Zimbabwe, by 9 runs in the third T20I match to complete a 3-0 sweep of the three-match T20I series.

03/11/2025

له راتلونکي نړیوال جام وروسته د جناتن ټراټ دنده پای ته رسیږي!

د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ دنده به د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته چې د فبرورۍ په میاشت کې ترسره کېږي، رسماً پای ته ورسېږي. دا پرېکړه د کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د راتلونکو پرمختګونو لپاره له اوږدمهاله ستراتیژیک پلان سره سمه پلې کیږي.

جناتن ټراټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و، په تېرو کلونو کې یې له لوبغاړو سره نږدې کار کړی او د لوبډلې د پرمختګ او نړیوالو لوبو کې د سیالۍ وړتیا لوړولو کې یې ارزښتناک رول لوبولی دی. د نوموړي تر روزنې لاندې، افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې یو شمېر سترې لاسته راوړنې ونمانځلې چې پکې د دوه اړخیزه لوبلړیو ګټل، نړیوالو جامونو کې د سترو لوبډلو په ماتولو تاریخي بریاوې ترلاسه کول او هغه لاسته راوړنې شاملې دي چې د افغانستان کرکټ نړیوال حیثیت یې لا لوړ کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ باور لري چې لکه څنګه چې ادلون بدلون یو اداري اصل دی، همداسې د روزونکو بدلون هم د نړیوال کرکټ د مخکې تګ یوه طبعي اړتیا ده. لکه څنګه چې لوبډلې وده کوي، همداسې د هغوی رهبري او ستراتیژیک اړتیاوې هم بدلېږي. هېڅ نړیواله لوبډله د تل لپاره د یوه روزونکي تر لارښوونې لاندې نه پاتې کېږي، په همدې بنسټ دا بدلون هم د افغانستان لپاره د یوه نوي فصل پیل دی، په داسې حال کې چې افغانستان کرکټ بورډ د خپل اوږدمهاله پرمختګ پر لور ګامونه اخلي.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف وویل: ((د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب، موږ د جناتن ټراټ له مخلص خدمت، مسلکي چلند او هڅو څخه د زړه له کومي مننه کوو. د نوموړې هڅې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ د یو مهم پړاو لپاره ډېرې ارزښتمنې وې، او موږ هیله کوو چې دی به راتلونکي کې بریالي اوسي.))

په همدې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم زیاته کړه: ((جناتن ټراټ زموږ د کرکټ په سفر کې مهم رول لوبولی دی، زموږ لوبغاړي یې هڅولي او د نړۍ له قوي لوبډلو سره یې د سیالیو وړ ګرځولي. ۲۰۲۶ او ورپسې کالونو لپاره یو شمېر بدلونونه زموږ د پراخه پلانونو برخه دي ترڅو مو هېواد په کرکټ کې د لا نویو پرمختګونو په لور ګامزن کړو. "

په پای کې جناتن ټراټ هم خپلې څرګندونې داسې کوي: ((د افغانستان د ملي لوبډلې سره کار کول زما لپاره یو ویاړ و. د دوی مینه، زړورتیا او د بریا لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې د ستاینې وړ دي. زه په ټولو هغو لاسته راوړنو ویاړم چې موږ په ګډ کار او خواریو ترلاسه کړې دي او زه به تل د افغان کرکټ ملاتړ کوم. زه افغان لوبډلې او مینه والو ته یې په راتلونکو کلونو کې د لا بریاوو هیله لرم.))

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له ملي لوبډلې سره د جناتن ټراټ د ژمنتیا، نظم او هڅو له امله د زړه له کومي مننه کوي او ورته راتلونکې کې د بریا هیله لري. د یادونې وړ ده چې د ملي لوبډلې لپاره به د نوي مشر روزونکي د ټاکلو پروسه د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سمه پیل شي.
------
ماموریت جناتن ترات بعد از جام جهانی آینده به پایان می رسد

ماموریت جناتن ترات سرمربی تیم ملی، پس از ختم جام جهانی بیست‌آوره ۲۰۲۶ که قرار است در ماه فبروری برگزار شود، رسماً به پایان می‌رسد. این تصمیم به اساس پلان درازمدت ستراتیژیک کرکت بورد افغانستان برای مرحله‌ی بعدی رشد تیم ملی اتخاذ شده است.

جناتن ترات که در سال ۲۰۲۲ به حیث سرمربی تیم ملی افغانستان تعیین شده بود، در این مدت همرای بازیکنان تیم ملی از نزدیک کار کرده و در پیشرفت تیم و بلند بردن ظرفیت رقابتی در صحنه‌ی بین‌المللی نقش ارزنده‌ای ایفا کرده است. تحت رهبری او، افغانستان دست اوردهای تاریخی متعددی در کارنامه‌ی کرکت خود رقم زد؛ از جمله پیروزی در سلسله‌ بازی‌های دوجانبه، کسب بردهای تاریخی در برابر تیم‌های بزرگ در جام‌های جهانی، و دیگر موفقیت‌هایی که جایگاه بین‌المللی کرکت افغانستان را بیشتر تقویت نمود.

کرکت بورد افغانستان باور دارد که همان‌گونه که تغییر و تحول یک اصل اداری است، تغییر در کادر مربیگری نیز یکی از نیازهای طبیعی در پیشرفت کرکت جهانی به‌شمار می‌رود. با رشد تیم‌ها، نیازهای رهبری و استراتیژیک آن‌ها نیز تغییر می‌کند. هیچ تیم بین‌المللی برای همیشه تحت هدایت یک مربی باقی نمی‌ماند؛ از همین‌رو، این تغییر برای افغانستان آغاز فصل تازه‌ای است، در حالی که کرکت بورد افغانستان به سوی اهداف درازمدت توسعه‌ی خود گام برمی‌دارد.

در این مورد، رئیس عمومی کرکت بورد افغانستان میرویس اشرف گفت: "به نماینده گی از کرکت بورد افغانستان، ما از خدمات صادقانه، برخورد مسلکی و تلاش‌های خستگی‌ناپذیر جناتن ترات صمیمانه سپاسگزاری می‌کنیم. تلاش‌های او در یکی از مهم‌ترین مراحل رشد کرکت افغانستان بسیار ارزشمند بوده و در آینده برایش آرزوی موفقیت داریم. "

درین مورد رئیس اجراییوی کرکت بورد افغانستان، محترم نصیب خان نیز افزود: "جناتن ترات در سفر کرکت افغانستان نقش مهمی ایفا کرده است. او بازیکنان ما را تشویق کرده و توانسته است تیم را در برابر تیم‌های بزرگ جهان رقابت‌پذیر سازد. تغییرات متعددی برای سال ۲۰۲۶ و پس از آن در پلان‌های ما شامل است تا کشور خود را در مسیر پیشرفت‌های جدید کرکت گام‌به‌گام پیش ببریم. "

در پایان، جوناتن ترات نیز اظهار داشته است: "انجام وظیفه با تیم ملی افغانستان برای مه مایه‌ی افتخار بوده. عشق، شجاعت و تلاش بی‌پایان آن‌ها برای پیروزی قابل ستایش است. من به تمام دستاوردهایی که با هم و با زحمت به‌دست آوردیم افتخار می‌کنم و همیشه پشتیبان کرکت افغانستان خواهم بود. برای تیم ملی افغانستان و هوادارانش در سال‌های آینده آرزوی موفقیت دارم."

کرکت بورد افغانستان همچنان بار دیگر از تعهد، انضباط و تلاش‌های جناتن ترات با صمیمیت قدردانی کرده و برایش در آینده آرزوی موفقیت دارد و قابل ذکر است که روند انتخاب سرمربی جدید تیم ملی پس از ختم جام جهانی ۲۰۲۶ آغاز خواهد شد.
------
ACB and Jonathan Trott to Part Ways After ICC T20 World Cup 2026, Marking the End of a Proud Chapter

The Afghanistan Cricket Board (ACB) announces that the tenure of Head Coach Jonathan Trott will officially conclude following the ICC T20 World Cup 2026, set to take place in February. This decision comes as part of ACB’s long-term strategic planning for the next phase of the national team’s growth.

Jonathan Trott, who took charge of the Afghanistan National Team in 2022, has worked closely with the players over the past few years, contributing to the team’s development and rising international competitiveness. During his tenure, Afghanistan celebrated some of its most memorable moments in recent cricket history, including major tournament successes, historic victories against top-ranked nations, and milestones that elevated the country’s global cricketing profile.

ACB recognizes that coaching transitions are a natural part of the global cricketing ecosystem. Just as teams evolve, so do their leadership and strategic needs. No international side remains under a single coach forever, and this change marks a new chapter for Afghanistan as the Board continues building toward long-term excellence.
ACB Chairman Mr. Mirwais Ashraf said: “On behalf of the Afghanistan Cricket Board, I extend our sincere gratitude to Jonathan Trott for his dedicated service and the professionalism he brought to our national team. His efforts have supported a crucial period in the development of Afghanistan cricket, and we wish him every success in his future endeavors.”

ACB CEO, Mr. Naseeb Khan added: “Jonathan has played an important role in our journey, helping our players grow in confidence and compete against the world’s strongest sides. As we look ahead to 2026 and beyond, this transition is part of our broader plan to take Afghanistan cricket to its next level.”

Coach Jonathan Trott also shared his sentiments: “It has been a privilege to work with the Afghanistan National Team and to witness their passion, resilience, and hunger to achieve greatness. I am proud of what we have accomplished together, and I will always remain a supporter of Afghan cricket. I wish the team and the Afghan people continued success in the years ahead.”

The Afghanistan Cricket Board expresses its heartfelt appreciation to Trott for his commitment, discipline, and contribution to the national team and extends its best wishes for the journey ahead. The process for appointing a new head coach will begin after the ICC T20 World Cup 2026.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Culinary Team

Attire

Telephone

Address


Kabul