Pashto Viral News

Pashto Viral News

Share

تازه او کره خبرونه | افغانستان او نړۍ
هر مهم خبر، پر خپل وخت.

03/01/2026

نړیوال خبر | وینزویلا

د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو وروسته د هغه لومړنی انځور خپور شوی، چې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې بشپړ جزیات لا نه دي څرګند شوي، خو نړیوالو رسنیو یې پراخ پوښښ کړی دی.

03/01/2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا پر وړاندې د امریکا د برید پر مهال د دې هېواد ولسمشر او د هغه مېرمن ژوندي نیول شوي دي.

تر اوسه د وینزویلا حکومت او نړیوالو رسمي سرچینو د دې ادعا پخلی نه دی کړی. نور جزیات به وروسته شریک شي.

03/01/2026

ويډيو درسره شریک کړۍ

01/01/2026

په پاکستان کې د روان کال پر مهال د بېلابېلو امنیتي پېښو له امله ۶۶۴ سرتېري وژل شوي دي.
راپورونه وایي، دغه تلفات د وسله‌ والو بریدونو، نښتو او ناامنیو پر مهال اوښتي، چې ورسره د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

چارواکي وایي، د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم په ځینو سیمو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

31/12/2025

د ننګرهار په یوه روغتون کې د بریالۍ جراحي پر مهال د ۳۰ کلن ناروغ له پښتورګو ۸۹ کوچنۍ ډبرې ایستل شوې دي.
ډاکتران وایي، ناروغ تر عملیاتو وروسته د ښه روغتیایي حالت لرونکی دی او تر څارنې لاندې ساتل کېږي.

د ډاکترانو په وینا، د اوبو کم څښاک او ناسمه تغذیه د پښتورګو د ډبرو له مهمو لاملونو څخه دي.

31/12/2025

الرمصاد رسنۍ ادعا کوي چې د جنرال سریع د وژنې تر شا د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) لاس لري.
د راپور له مخې، دا ادعا د ځینو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ مطرح شوې، خو تر اوسه یې رسمي تأیید نه دی شوی.

31/12/2025

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶ سلنه زیات شوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو نښه بلل کېږي.

چارواکي وایي، د غنمو د صادراتو زیاتوالی به د افغانستان د خوړو د بازار په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

30/12/2025

ایران | د اسعارو سقوط او پراخ لاریونونه
په ایران کې د پیسو ارزښت د کمېدو په سبب پراخ لاریونونه او مظاهرې پيل شوي دي.

عوام د اقتصادي ستونزو، لوړ قیمتونو او د ژوند د معیار د خرابېدو په اعتراض کوی.

وضعیت په ځینو ښارونو کې له کنټرول څخه بهر بلل شوی او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي.

30/12/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،
که ایران خپل توغندیز او اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، نو امریکا به سمدستي اقدام وکړي.

دا څرګندونې د ایران د اټومي فعالیتونو او د سیمې د امنیت په تړاو شوې دي او د نړیوالو رسنیو پراخ پام یې ځانته اړولی دی.

30/12/2025

د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي،
ایرانیان د داسې یوه حکومت وړ دي چې د خلکو د ګټو استازولي وکړي، نه د ملایانو.

دا څرګندونې د ایران د کورني وضعیت او نړیوالو سیاسي بحثونو په تړاو شوې دي او د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته اړولی دی.

30/12/2025

ټرمپ ایران ته سخت خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر امریکا یا د هغې پر ګټو بل برید وشي، ځواب به یې تر پخوا ډېر سخت وي.

ټرمپ ویلي، امریکا د خپل امنیت او خپلو متحدینو د ساتنې لپاره هر ډول اقدام ته چمتو ده او ایران باید د خپلو کړنو پایلې په پام کې ونیسي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

30/12/2025

د نړيوالې کرکټ شورا (ICC) له لوري د افغان کرکټ بورډ د بوديجې د ګرځولو په اړه خپرې شوې اوازې بې‌ بنسټه او ناسمې دي.

باوري سرچينې وايي، د افغان کرکټ بورډ مالي ملاتړ پر خپل حال پاتې دی او د بوديجې د بندېدو يا ګرځولو په تړاو کوم رسمي تصميم نه دی شوی.

افغان کرکټ بورډ خپل فعاليتونه د معمول په څېر روان ساتلي او مينه‌ وال دې د اوازو پر ځای رسمي معلوماتو ته پاملرنه وکړي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


United Kingdom
Kabul
1001