Mangal Cricket Super League - MSL

Mangal Cricket Super League - MSL

Share

🏏Join us for thrilling matches, player highlights, and exclusive league updates.

Follow us for live scores, schedules, and behind-the-scenes action.
#MSL #Cricket #GameOn #MangalCricketSuperLeague

16/02/2026

منګل کرېکټ سوپر لیګ، چې هر کال د کوچني اختر په ویاړ د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ترسره کیږي، سږ کال ورته لوبغاړي د بولۍ له لارې غوره شول.

دغه لیګ ته ټولټال ۱۱۲۳ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې له دې ډلې ۷ لوبډلو ته ټول ۱۱۶ لوبغاړي واخیستل شول.

منګل کرېکټ غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې پر ۱۰مه نېټه پیلیږي.
#ملي‌سپورټ
#ملی‌تلویزیون

16/02/2026

د خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ له مسؤلینو څخه حمیدالله ستایلي د نهم پړاو بولۍ مراسمو کې وویل، دا لیګ په ۲۰۱۸ کال کې د څلورو لوبډلو په ګډون پیل شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې منګل ځوانانو لوبډله وګټله.
نوموړي زیاته کړه، د لیګ اساسي موخه د ځوانو استعدادونو روزنه او د سیمې په کچه د کرکټ پیاوړتیا ده. هغه ټینګار وکړ چې دا سیالۍ هر کال پراخېږي او مهمې لاسته راوړنې لري.

16/02/2026

د خان محمد منګل کرکټ سوپر لیګ د نهم پړاو بولۍ مراسمو کې، رئیس نعمت الله زهیر په خپله وینا کې د لیګ له ټولو مسوولینو څخه ځانګړې مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې دا ستر ورزشي بهیر تر دې مرحلې ورساوه.
نوموړي وویل، سره له دې چې ګڼې ستونزې او محدودیتونه موجود وو، خو د لیګ تنظیموونکو په قوي اراده، ژمنتیا او منظم کار سره وتوانېدل چې سیالۍ په ښه او منظم ډول ترسره کړي او ځوانانو ته د لوبېدو او ځلیدو فرصت برابر کړي.
هغه همداراز د خان محمد پولی خدمتونو شرکت رئیس، خان محمد سرفراز باز منګل څخه د زړه له کومې مننه وکړه او ویې ویل چې نوموړی تل د ځوانانو ملاتړ کوي او د کرکټ له لارې یې د استعدادونو د روزنې او ودې لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.
رئیس نعمت الله زهیر زیاته کړه چې دا ډول ملاتړ د ټولنې لپاره یو مثبت پیغام لري او ثابتوي چې د خصوصي سکتور همکاري کولی شي ورزش ته نوی قوت او انګېزه ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې دا لیګ به لا پیاوړی شي او په راتلونکو پړاوونو کې به نورې بریاوې هم خپلې کړي.

16/02/2026

د خان محمد منګل کرکټ سوپر لیګ نهم پړاو بولۍ مراسمو ته له تشریف راوړونکو درنو میلمنو، سپانسرانو، لوبډلو استازو او ورزشي شخصیتونو څخه ځانګړې مننه کوو.
ستاسو حضور زموږ د دې ستر ورزشي بهیر وقار، ارزښت او بریا لا پسې زیات کړه. ستاسو ملاتړ او همکاري نه یوازې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی، بلکې د ځوانو استعدادونو د هڅونې او ودې لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.
موږ باور لرو چې ستاسو په دوامداره ملاتړ او لارښوونه به دا لیګ لا پیاوړی شي او راتلونکې سیالۍ به د لا ډېرو لاسته راوړنو او بریاوو زېری ولري.
یو ځل بیا له ټولو هغو درنو میلمنو څخه چې زموږ بلنه یې ومنله او مراسمو ته یې ښکلا او رنګ ور وبخښه، د زړه له کومې مننه کوو.
په درنښت
Haji Khan Mohammad Exchange & MSP Co

15/02/2026

د ویاړ، جذبې او نوې هیلو یوه ځانګړې شېبه!
د نهم پړاو بولۍ مراسم په شانداره او منظم ډول ترسره شول، چیرې چې لوبډلو د خپلو پیاوړو لوبغاړو د ټاکلو لپاره په لیوالتیا سیالي وکړه.
دا مراسم یوازې د استعدادونو د راټولېدو پړاو نه و، بلکې د یووالي، باور او راتلونکو بریاوو د پیل ښکلی پیغام هم و.

15/02/2026

خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ نهم پړاؤ بولۍ مراسم
د خان محمد پولي خدمتونو شرکت مسؤل، هېواد باز منګل، د کرکټ اړوند ارزښتناکه وینا وړاندې کړه. نوموړي د لیګ د مسؤلینو کړنې وستایلې، د افغانستان د کرکټ تاریخچې ته یې اشاره وکړه، او لوبغاړو ته یې وویل چې که زیار وباسې او همت وکړې، کولای شې د افغانستان استازولي وکړې او په راتلونکي کې د راشید خان او محمد نبي په څېر مخکښ لوبغاړی وګرځې. هېواد باز منګل هم ډاډ ورکړ چې شرکت به د لیګ مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

Photos from Kabul Cricket's post 15/02/2026
15/02/2026

خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ نهم پړاو
منګل زلمی لوبډلې نوملړ
🔨 2️⃣0️⃣2️⃣6️⃣

15/02/2026

خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ نهم پړاو
منګل بازان لوبډلې نوملړ
🔨 2️⃣0️⃣2️⃣6️⃣

15/02/2026

خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ نهم پړاو
منګل ویاړ لوبډلې نوملړ
🔨 2️⃣0️⃣2️⃣6️⃣

15/02/2026

خان محمد منګل کرکټ سوپر ليګ نهم پړاو
منګل پړانګان لوبډلې نوملړ
🔨 2️⃣0️⃣2️⃣6️⃣

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kabul