13/01/2026
فقط دوه ورځي وروسته.
نولس کلنو نړيوال جام راتلونکې پنجشنبه د زمبابوې او نمیبیا په کوربتوب د شپاړلس هېوادونو په ګډون پيليږي.
افغانستان په لومړۍ تمریني لوبه کي د اسټراليا خلاف له بریا وروسته، سبا په دوهمه لوبه کي سريلانکا سره مخ کيږي
ICC Men's U19 World Cup to kick off on January 15, 2026!
13/01/2026
د افغانستان او ویسټنډیز
تر منځ درې شل اوریزې لوبې په ژوندۍ او قانوني بڼه له لمر ټلویزیون څخه درته خپروو.
د سیالیو پیل راتلونکې دوشنبه ماښام ۶:۳۰
وېسټانډیز د افغانستان پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه چې مشري به یې برنډن کېنګ کوي.
الېک اتانېز، کیسي کارټي، جانسن چارلس، مېتیو فورډ، جسټن ګرېوز، شېمرون هېټمایر، امیر جانګو، شمر جوزف، ایون لوېس، ګوډاکېش موټي، خاري پېر، کوېنټین سمپسن، جېډن سیلز، رامون سیمونډز او شمر سپرېنګر شامل وي.
لوبډله ډېره پیاوړې نښکاري، ځکه ویسټنډیز خپل ځیني پیاوړو لوبغاړو ته دمه ورکړې، انشاله چې افغان لوبډله ۲۰۲۶م کال په بریا پیل کړي او نړیوال جام ته له بریا سره ورشي
د دواړو هیوادنو تر منځ به دا شل اوریزه لوبلړۍ د جنوري ۱۹مه راتلونکې دوشنبه پیل شي.
13/01/2026
کرکټ بورډ:
د افغانستان پخوانی چپ لاسی چټک توپ آچوونکی شاپور ځدران به د درملنې لپاره هند ته وليږو
شاپور ځدران مو مریض ده، له ټولو قدرمنو هیوادوالو نه هیله کوو چې شاپور جان لپاره دعا وکړي.
شاپور جانه، الله دې بې درده او ژر تر ژره روغ رمټ کړه.
31/12/2025
نړيوال جام ته د افغان لوبډلې سکواډ
څنګه لوبډله ټاکل شوې؟
د چا په شتون خوشحاله او د چا په نشتون خفه یاست ؟
08/11/2025
غوړ خبر درواخلی
افغانستان د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کوربه توب کوي
افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ومومي.
07/11/2025
افغانستان الف لوبدله په قطر کی دقطر لوبډلې خلاف درې شل اوريزي لوبې ترسره کړي او اوله لوبه يی سبا شروع کیگی.
29/10/2025
افغان اتلانو په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خپل ۱۸۱ منډو هدف په دفاع کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي د غوره توپ اچونې پرمټ یې سیاله لوبډله په ۱۲۷ منډو له ډګره بهر کړه او د ۵۳ منډو په توپیر بریا سره یې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
𝐀𝐅𝐆𝐇𝐀𝐍𝐈𝐒𝐓𝐀𝐍 𝐖𝐈𝐍! 🙌
29/10/2025
افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې
لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه
تاس مو ګټلی او توپ وهنه به کوو
افغانستان په لومړۍ لوبه کې د کوربه زمبابوې
لوبډلې پر وړاندې
د بریا په هیله
19/10/2025
!نوی کرکټ فارمټ، ټېسټ ټې ټونټې!
نړېوال کرکټ ته یو نوی بڼه ورزیاته شوه! د «ټېسټ ټې ټونټې» په نوم نوی فارمټ رامنځ ته شوی، چې پکې به هره لوبډله دوه ځلې شل شل اورونه لوبوي او ټول میچ به په یوه ورځ کې پای ته رسېږي.
په دې ډول به د لومړۍ او دوهمې پاڼۍ ترڅنګ درېمه او څلورمه پاڼۍ هم ترسره شي، او د ۸۰ اورونو وروسته به ګټونکې لوبډله معلومه شي.
دا نوښت د ټېسټ او شل اوریز کرکټ ګډه تجربه ګڼل کېږي، چې د لوبغاړو زغم او تکتیک دواړه به ازمويي.
18/10/2025
پوښتنه : لاندی انځور کی څوک د او د شرټ نمبر یی څو وه نقل بند
زموږ د لومړنيو لوبغاړو د ټيم کپټان د هغه په کپټانۍ کې مو د لومړي ځل لپاره د يو ورځنيو لوبو حیثیت ترلاسه کړاو نړيوالې فرسټ کلاس لوبې ته مو لار پيدا کړه. له ٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٠ پورې کپټان وو