WADAN

WADAN

Share

The Welfare Association for the Development of Afghanistan is an indigenous, non-profit, non-governmen Department of State/INL through the Colombo Plan.

Vision
The Welfare Association for the Development of Afghanistan is an indigenous, nonprofit, nongovernmental organization that envisions a peaceful, drug free, democratic, developed and prosperous Afghanistan. Mission
To advance the spread of democratic principles, development, social justice, human rights and freedom in Afghanistan as well as to strengthen communities and local governance by pr

Photos from WADAN's post 13/09/2025

ودان په بادغیس کې!
بادغیس چې د هیواد یو د لرې پرتو ولایتونو له جملې څخه دی،د ژوند د نورو برخو ترڅنګ پکې زده کړو ته کمه توجو شوې ده.
ودان افغانستان په یاد ولایت کې د ECW برنامې تر چتر لاندې په مرکز قلعه نو او جووند ولسوالۍ کې (۸۰) د محلي زده کړو ټولګي لري.
د یادو ټولګیو فعالیت په ډېر منظم ډول مخته روان دی چې د زده کونکو د والدینو ترڅنګ ترې د ټولنې وګړي ډېر راضي دي، او په یاد ولایت کې د ورته برنامو د پلي کیدو په هیله دي ترڅو له دې طریقه یې د اولادونو د ښه ژوند بنسټ کیښودل شي.

Photos from WADAN's post 02/09/2025

ودان په کنړ کې
ودان موسسې تېره ورځ دکونړ ولایت مزاردرې ته خپل طبي پرسونل استولی، په ټیم کې نارینه او ښځینه ډاکټران ، نرسان او روغتیایی کارکوونکي شامل دي. یادټیم تردې دمه د ۳۳۱ ټپیانو درملنه کړې ده. همداشان دټپیانو دانتقال په برخه کې هم دودان طبي ټیم دهوايی ځواک سره د ۳۰ ټپیانو دانتقال همغږي کړې ده.
دیادولو وړده چې دودان ټیم خپلو ژغورونکو هڅو ته ادامه ورکوي ترڅو دزلزله ځپلیو کورنیو لاسنیوي وکړي.

Photos from WADAN's post 08/07/2025

تیره ورځ پکتيکا ولايت مرکز د شرنې په درې سيمو( سيد احمد بابا،شاکاريز،حنيفوال) محلي ټولګيو ته د Student kit,class kit, کتابونو او cooling سيستم توزیع شو.
نن ورځ هم په مرکز شرنه کې د پاتې صنفونو اړوند توکې توزیع شو.

07/06/2025

اختریز پیغام
د ودان مؤسسې مشرتابه
د نړۍ ټولو مسلمانانو او بلخصوص د ودان مؤسسې ټولو قدرمنو کارکوونکو ته د لوي اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وايي(اختر مو مبارک شه)خدای(ج)دې وکړي چې تیرکال مو پخیر اوخوشحالۍ تردې دمه رارسولی وي،د راتلونکي کال لپاره تاسې ټولو ته دخوشحالیو او ښه ژوند هیله مندیم.

20/05/2025

ودان د(WHO) په مالي مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزاد سرخرود اچین بهسود او سپین غر ولسوالیو کې اساسي روغتیايې مرکزونه پرانیستي دي
چې د عام ولس لپاره لاندې روغتیایې خدمات پکې تر سره کیږي
1: سر وپا ناروغانو خدمات (OPD)
3:د مورماشوم خدمات (MCH)
4:د واکسینو خدمات (EPI)
5:د سوی تغذي ماشومانو خدمات
او همدا رنګه په کلینیک او لرې پرتو سیمو کې د واکسین تطبیق ترڅنګ خلکو ته د روغتیاپه برخه کې عامه پوهاوی ورکول کیږي.

07/05/2025

شاهدالله د ودان مؤسسې د CBE ټولګي شاګرد دی د
ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې. ودان مؤسسې د نوموړې ولسوالۍ په مختلفوکلیو کې(29)بابه محلي ټولګي جوړ کړي دي،چې د شاهدالله په څیر یي(870)ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړې ده.

د پوره ویډیو د لیدو لپاره په لاندې لینک درسره کلیک وکړئ.
https://youtu.be/20fLuoK2vTE?si=akA7T7JGOBi5-x-d

Photos from WADAN's post 22/04/2025

د ولسي ونډې بریا – د لویی ترمۍ د امید څرک!

په یوه لرې پرته، خو زړوره او مهربانه سیمه کې، چې د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ لویی ترمۍ کلی نومېږي، خلک له کلونو راهیسې له هر ډول روغتیايي خدمتونو بې برخې وو،په ننګرهار ولایت کې، د ودان خېر ښېګڼې موسسې له‌خوا د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته، پنځو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه پرانستل شول. له دې جملې، د شیرزادو ولسوالۍ لویی ترمۍ کلی هم د لومړي ځل لپاره له روغتیايي خدماتو برخمن شو.
د یاد مرکز بنسټ د ولس په مینه، همکارۍ او قربانۍ کېښودل شو. یو ځوان، حفیظ الله د حاجي نورالله زوی، خپله دوه جریبه کلا د کلینیک لپاره ورکړه. د کلیوالو په مرسته د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره جلا انتظارځایونه جوړ شول، خونی ترمیم او د زیږنتون خونه کاشي شوه، انتاني وسایل برابر شول.
حاجي نورالله، چې له مدینې منورې دعاوې کوي، خپل بل کور د داکترانو د اوسېدو لپاره وقف کړ او د یو بل میلمستون ژمنه یې هم وکړه.
سیمه‌وال په وار سره د کلینیک اړینې برخې رغوي او له طبی پرسونل سره پوره همکاري کوي. دا بریا د ولسي ونډې، یووالي او همکارۍ ښکلی مثال دی
چیرې چې خلکو خپله ستونزه په فرصت بدله کړه.

Photos from WADAN's post 19/04/2025

ودان په طورخم کې!
ودان تیره چهار شنبی د کډوالو په برخه کې د ډیرو مرستو د راجلبولو او زیاتو خدمتونو د برابرلو په موخه،

په ختیځ زون کې د ودان مؤسسې مسؤل ډاکټرمحمد یحی ویاړ،د یونیسیار عمومي رئیس عرفات جمال،د یونیسیار د ختیځ زون مسؤل ښاغلی الماس،د ګډ لوړ پوړي پلاوي په ملتیا طورخم صفري نقطه کې د پاکستان هیواد څخه د راستنیدونکو کډوالو حالت ارزونې څخه لیدنه تر سره کړه.

په دې لیدنه کې د کډوالو حالت وپوښتل شو،ثبت شوي کیسونه ارزیابي شول،اوپه ختیځ زون کې د ودان له خدمتونو څخه قدردانی وشو.

Photos from WADAN's post 21/01/2025

ودان مؤسسې په ننګرهار، بادغیس او پکتیکا ولایتونو کې هغو زده کوونکو ته چې د دولتي ښونځیو څخه یي په لرې فاصله کې ژوند کاوه،او همدارنګه د طبیعي موانعو له امله یي نه شو کولی چې زده کړې تر سره کړي .
ودان د Education Can Not wait) ECW) په مالي مرسته (11,610) زده کوونکو ته (410)محلي ټولګي جوړکړي دي،او نوموړو ماشومانو ته يي د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

07/12/2024

ودان مؤسسې د
Afghanistan Humanitarian Fund
(AHF) په مالي ملاتړ،په ننګرهاراو کندز ولایتونو کې (۳۰۰) موقتي د تقویتي زده کړو ټولګي جوړ کړي دي.
پوره حال یې په دې ویډیو کې.

موسسه ودان به کمک مالی (Afghanistan Humanitarian Fund (AHF در ولایت های ننګرهار و کندز (۳۰۰) صنوف تقویتی موقتی ایجاد نموده است.
شرح بیشتر در ویدیو .

WADAN, with financial support from (AHF) has established 300 temporary resilient learning classes in Nangarhar and Kunduz
provinces
The full details are in this video

Photos from WADAN's post 06/11/2024

ودان
د AHF په مالي لګښت دننګرهار ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو (رودات، کوټ، کوزکنړ، بهسود، کامه، دره نور) کې د هغو زده کوونکو لپاره چې په دې وروستیو کې خپل هیواد ته راستانه شوي دي، د تعلیمي سویې د لوړولو لپاره د تقویتي زده کړو موقتي ټولګي جوړ کړي دي.
د یاد ولایت په ذکر شویو ساحو کې د(7000) زده کوونکو لپاره (233) ټولګي تاسیس شوي دي،چې عملآ په کې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د زده کړو د روان بهیر څخه ډیر خوښ دي.

ودان با کمک مالی AHF، در مرکز و شش ولسوالی ولایت ننگرهار (رودات، کوت، کوز کنر، بهسود، کامه، و دره نور)، برای دانش‌آموزانی که به تازگی به کشور بازگشته‌اند، صنف‌های تقویتی کوتاه مدت به منظور ارتقای سطح تعلیمی‌شان ایجاد نموده.
در مناطق ذکر شده، (۲۳۳) صنف برای (۷۰۰۰) دانش‌آموزان تأسیس گردیده که در حال حاضر شاگردان در این صنوف به اموزش مصروف‌اند و از جریان آموزشی بسیار خوشحال هستند.

Through the financial support from AHF, Temporary Learning Spaces have been established in the center of Nangarhar province and six of its districts (Rodat, Kot, Kuz Kunar, Behsud, K**a, and Dara Noor) for students who have recently returned to their homeland, aiming to improve their educational levels.

In these mentioned areas, 233 TLS have been set up for 7,000 students, who are actively engaged in their studies and are very pleased with the ongoing educational process.

Photos from WADAN's post 14/10/2024

(For pashto and Dari plese scroll down)

The Welfare Association for the Development of Afghanistan (WADAN)

We extend our sincere gratitude to the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) for their financial support, which facilitates our Greening the Community project in the Nangarhar and Laghman provinces.

This Project is designed to provide students with a healthy and tranquil learning environment, allowing them to focus on their education in a clean and peaceful setting.We are planting trees, enhancing the surroundings of schools, and placing trash bins in UNHCR-built facilities.

د افغانستان لپاره د خیر ښیګڼې مؤسسه

ودان د (UNHCR) په مالي مرسته په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د شین چاپیریال تر عنوان لاندې یوه پروژه تر سره کوي،
چې موخه یې د ښوونځیو شاګردانو ته د زده کړې صحي چاپیریال جوړول دي.
تر څو ذده کوونکي وکولی شي چې په ارامه او پاکه فضاء کې خپلې زده کړې تر سره کړي.
پدې پروژه کې د ونو کرل،زده کوونکو ته د صحي چاپیریال جوړول،عامه پوهاوي ورکول،او همدارنګه د UNHCR لخوا په جوړوشویو ښوونځیو کې د کثافت دانیو نصبول شامل دي.

ودان با کمک مالی کمیساری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان(UNHCR) یک پروژه را تحت عنوان محیط زیست سبز در ولایت های ننگرهار و لغمان به پیش می برد.
که هدف آن ایجاد فضای آموزشی سالم برای دانش آموزان مکاتب می باشد.
تا محصلان بتوانند در یک فضای آرام و پاک دروس شان را انجام دهند.
این پروژه شامل کاشتن درختان، ایجاد یک محیط سالم برای شاگردان و همچنان نصب کثافت دانی ها در مکاتب که توسط UNHCR ساخته شده است.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


House # 4 Street # 6, District # 6, Opp To Ministry Of Commerce And Industry, Dar-ul-Aman Road
Kabul