19/04/2026
جعفر هاند ایکلي!
‘’دا وطن چې همدا خړ پړ افغانان جوړ نه کا او له سیالانو سره یې سیال نه کا، پردي یې نه کوي. خبره مې دا کوله چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی ګمارل شوی روزونکی ریچارډ هم بېرته تللی دی. ده څو ورځې کابل کې تېرې کړې او په جلال اباد کې د لوبغاړو تازه پیل شوي تمرینونه یې زموږ خپلو داخلي روزونکو ته پرېښودل او خپله ولاړ. د دریو ورځو سفر او روزنه به څه وي؟ فکر نه کړم که دی په دې دریو ورځو کې زموږ د کرکټ په جوړښت لا پوه شوی وي.
زما دا تصور و چې دی به د افغانستان روانې درې ورځنۍ لوبې هم ګوري او داخلي کرکټ باندې به هم نظر ساتي؛ خو سفر یې ډېر لنډ و. دی یوازې تللی و، نه ورسره د توپ وهنې او نه هم د ډګر ساتنې بهرني روزونکي وو. نه فزیو و او نه نور بهرني مشاورین يي.
خبره بېرته زموږ خپلو داخلي روزونکو ته پاتې شوه. خدای دې دوی لري، همدوی به یې راجوړوي، همدوی راجوړ کړی او په همدوی باور او اعتماد لرو او اعتماد او باور پرې وکړئ. پردي راځي امتیازات اخلي او بېرته ځي. نور ترې تېر شئ.’’
Jafar Haand
18/04/2026
راشد خان پلار شو.
په زوی یې نوم اذلان ايښی دی.
اذلان دې هم د راشد په شان د وطن اتل او ویاړ شي.🙇♂️
14/04/2026
اِنّا لِلّٰهِ وَاِنّا اِلَیْهِ رَاجِعُونْ
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړي پیلیز توپوهونکي رحمان الله ګربز قدرمنه مور بي بي وفات شوې ده.
الله جل جلاله دې مرحومې ته جنت الفردوس نصیب کړي، او درنې کورنۍ ته دې صبرِ جمیل او اجر عظیم ورکړي. Rahmanullah Gurbaz
13/04/2026
تازه خبر
ویاړ❤️😍
د افغانستان او د نړۍ مشهور کرېکټ ستوری راشد خان د نړیوالو کرېکټ لوبغاړو د ټولنې (World Cricket Association) د مشورتي بورډ د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی.
یادې ټولنې د خپل مشورتي بورډ په جوړښت کې د وروستیو بدلونونو اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې په نړیوال کرېکټ کې به د مهمو پرېکړو په کولو کې د لوبغاړو رول نور هم پیاوړی شي.
Rashid Khan
13/04/2026
Four batters dismissed for ducks in this RR vs SRH match
05/04/2025
An altercation between Pakistan cricketer Khushdil Shah and spectators during the third ODI between New Zealand and Pakistan in Mount Maunganui led to the ejection of two spectators from the venue
😅😁😆😄