د کرکټ بورډ ميډيا ټيم ملګرو ته څو مشورې:
- د افغان لوبډلې د لوبو ټيپيکل کوريج ورکولو حالت څخه راووځئ او نوښتونه رامنځته کړئ. دا يو پوسټر او ورسره ليکلې جمله څومره معناداره ده.
- نړيوالو رسنيو سره انګيجمنټ زيات کړئ. انځورونه او ويډيوګانې ورته وليږئ او له لوبغاړو سره ورته مرکې برابرې کړئ.
- د نړيوال جام په لوبو يوه ښکلې ډاکومنټري جوړه کړئ.
- د نړيوال جام کومينټيټرانو، د ټلويزوني چينلونو د کرکټ د برخې تجزيه کوونکو ته د لوبغاړو او بالخصوص د ځوانو لوبغاړو د لوببيز کيريير او ژوند په اړه مستند مالومات وليږئ.
- په ملي سطحه د کرکټ لوبې په تخنيکي اړخ په هيواد دننه او بهر له افغان مسلکي او تخنيکي خلکو سره تحليلي مرکې وکړئ.
- د افغان کرکټ په اړه د نړيوالو کرکټرانو، کومينټيټرانو او تخنيکي خلکو خبرې او بحثونه هايلايټ کړئ او ډيرو خلکو ته يې په رسولو کې مرسته وکړئ.
- په وطن کې د کرکټ ليدونکو خبرې او کليپونه راواخلئ او خپاره يې کړئ. د افغانستان د لوبو پر وخت د هيوادوالو احساسات په ښه شکل منعکس کړئ.
- په کابل او نورو مهمو ښارونو کې د تجارانو او د تجارتي ځايونو د مالکينو په مرسته د کرکټ اړوند پوسټرونو د نصبولو او يا هم د لويو سکړينونو په واسطه د لوبې ښودلو فرصتونه برابر کړئ.
- د کرکټ په اړه د ټولنيزو او ملي بحثونه رامنځته کولو لپاره د مختلفو پلټفارمونو په ايجاد او تقويه کې خپل ونډه روښانه کړئ. په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د لوبیدو او بيا د لوبو له ګټلو څخه د ملت جوړونې په برخه کې بايد ډيره استفاده وشي. خلکو ته هيلې ورکړئ، مثبته انګيزه توليد کړئ.
- د نړی د مختلفو ليګونو (په کومو کې چې افغان لوبغاړي لوبيږي) د رسنيو له برخې سره تماسونه جوړ کړئ، هغوی ته د لوبغاړو په اړه جالب مالومات ورکړئ او ترې وغواړئ چې خپاره يې کړي.
ځينې نور کارونه هم شته چې بايد ترسره شي خو دا پورته ياد شوي هغه دی چې ترسره کول يې ستاسې د وس خبره ده او لا هم وخت لری. لطفا لاس په کار شئ. پورته ذکر شوي موارد مشورې دي، هيله ده د چا خوا بده نشي.
يادونه: ستاسې کار بايد نوښتونه ولري. يواځې د لوبغاړو د رنزونو او ویکټو د پوسټرونو نشرولو باندې اکتفا مه کوئ.
#مشوره
حکمت حسن
Cricket Update News
All cricket news update
د کارابین پریمیر لیګ (CPL) پدې فصل کې به د هاکي او فوټبال په څیر د سور کارت سیسټم آزموینه ترسره شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د کارابین پریمیر لیګ (CPL) عملیاتي مشر مایکل هال وايي چې د T20 لوبې په دوامداره توګه له ټاکل شوي وخت څخه بهر پای ته رسیدلي، دا چې لوبې بايد په خپل ټاکلي وخت سره ترسره شي نو ددې لپاره ځینې مهم تصمیمونه نیول شوي دي.
د لیګ نوي اصول به څه وي؟
د پاڼۍ ۱۷م اوور باید په ۷۲ دقیقو او ۱۵ ثانیو کې، ۱۸م اوور په ۷۶ دقیقو او ۳۰ ثانیو کې او ۱۹م اوور په ۸۰ دقیقو او ۴۵ ثانیو کې او وروستی اوور باید په ۸۵ دقیقو کې بشپړ شي.
که چیرې د فیلډینګ اړخ د ۱۸م اوور په پیل کې د اړین اوور رېټ څخه شاته وي، نو یو اضافي لوبغاړی باید د فیلډینګ دايرې ته داخل شي (د دایرې دننه به پنځه لوبغاړي درېږي).
که چیرې د فیلډینګ اړخ د ۱۹م اوور په پیل کې د اوور رېټ څخه شاته وي، نو ۲ اضافي فیلډران به د فیلډینګ دايرې ته راشي، پدې معنی چې شپږ لوبغاړي به وي (د دایرې دننه) چې بیټینګ اړخ کولی شي لدې پوره ګټه پورته کړي.
همدا ډول که د ۲۰م اوورو په پیل کې هم د فیلډینګ اړخ د اړتیا وړ اوور رېټ څخه وروسته وي، نو کپتان به سور کارت ترلاسه کړي او هغه به مجبور وي چې به د خپلې لوبډلې څخه یو لوبغاړی وباسي پداسې حال کې چې شپږ فیلډران به په دايره کې لا هم پاتې شي.
له بلې خوا، د بېټینګ اړخ ته به د وخت ضایع کولو لپاره د امپايرانو لخوا اخطار ورکړل شي او که چیرې یو توپ وهونکی مجرم وپیژندل شي نو ټیم به ۵ منډې جریمه شي، البته هغه بېټرانو ته به استثنا وي کوم چې ريويو اخلي او يا هم د لوبې پر مهال ټپي شي.
اوور رېټ به د دریم امپاير لخوا څارل کیږي او د هر اوور په پای کې به د میدان امپايرانو له لارې کپتانانو ته ويل کېږي او د دې تر څنګ مینه والو او د تلویزیون لیدونکو سره به هم شريکيږي.
سي پي ايل به د روان کال اګست مياشتې په ۱۷مه نيټه پيل شي.
Saeed Noorzad
خبره د خدای لپاره ښه ده!!
ـ شفیق الله شفق د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال د بورډ د امر په اساس کډه جلال اباد ښار ته راوړه او د کرکټ اکاډمي یې پرانیسته خو دوه لوبغاړو د جمهوریت تر اخره دا امر ونه مانه.
د شفق موضوع چاسره ده؟
ـ کرکټ بورډ ویلي دوی شفق بخښلی خو قضیه یې له کرکټ نړیوالې شورا سره ده.
بلخوا د کرکټ بورډ د څو رییسانو له بدلون وروسته په ۲۰۲۱ کال د بورډ د رهبرۍ لخوا د ډسپلن کمېټې په توسط کرکټ نړیوالې شورا ته له عمومي عفوې سره هم مهاله د شفق د بخښلو تماس نیول کېږي.
د کرکټ شورا ځواب راځي، که د بورډ مشر شفق ته د بندیز د مودې تر بشپړېدو پورې د افغانستان ډومیسټک یا کورني کرکټ اجازه ورکوي، نو دوی کوم مخنیوی نه کوي، اما نړیوالو لوبو او د نورو هیوادونو کورنیو لیګونو نه به منع وي.
همداراز شورا د بندیزونو د نرمښت په اړه نور وړاندیزونه هم کوي، مګر د هغه وخت بورډ نه یوازې دا چې ایمیل او له شورا سره اړونده موضوع نه تعقیبوي، بلکې په مرموزو لاسونو دا ایمیل د کرکټ بورډ له رسمي ایمیلونو ډیلیټ کیږي خو یوه کاپي یې د آي ټي بخش کې د دردمنو کسانو لخوا خوندي او دا دی تر ما رارسیږي، چې په دې پوسټ کې یې نشروم.
پر شفق د خیانت او فساد تور:
ـ په دوبۍ کې د افغانستان کرکټ لیګ پر منیجمنټ قراردادونو کې د فساد او لیګ کې د هند او نړیوالې کرکټ قمار مافیا د ریښو غځولو د شکونو خبره رابرسېره کېږي او د افغانستان پر کرکټ منجمنټ د نړیوالې شورا د تحقیقاتو فشار راځي.
په دې ورځو کې د لیګ او بورډ منجمنټ د هر زورور غړي پښې ریږدي چې څه به کوي او څه به ورسره وشي؟
عین د لیګ پر مهال څو لوبغاړو ته د کرکټ قمار مافیا لخوا د نورو لوبغاړو اړوند میس لیډ کوونکي زنګونه هم راځي، شفق دلته بې عقلي کوي او د یو لوبغاړي په اړه ورته د راغلي زنګ له امله د هغه اتاق ته ورځي چې دا څه مسئله ده؟
لوبغاړی له ډاره دا مسئله رپوټ کوي، منجمنټ چې له ډیر فشار سره مخ دی، شفق کینوي، د کرکټ د محکمې پرته شفق سره خبرې کوي، ریکارډ کوي یې او یوازې یوه خاصه برخه یې نشروي چې په کې وایي، شفق په جرم اعتراف وکړ خو څه رقم اعتراف؟ په کومه کرکټ محکمه کې؟ ولې د ده د جرم اړوند کره ثبوتونه ولس ته روښانه نه کړای شول؟
شفق چې ډیر سواد هم نه لري او کورنۍ یې د ډیر ښه اقتصاد خاونده ده، د میچونو فکسنګ ته هیڅ مالي اړتیا نه لري، خوشباوره او ساده ټیپ سړی دی چې یو دم ټول ملت ته ډیر لوی خاین معرفي کېږي او هیڅ امید نه ورپاتې کېږي، وطن بیرته پریږدي او خورا ګوښه او د رحم وړ ژوند ته مجبوريږي.
د کرکټ د هغه وخت منجمنټ له آی سي سي نه د خلاصون لپاره کیسه ټوله په شفق خلاصه کوي او دومره دروند (شپږ کلن) بندیز لګوي، تر څو وښيي چې د فساد ټول راپور دا و او پر ضد یې دومره سخت اقدام هم وشو.
کرکټ بورډ له هغې وروسته د قمار مافیا او دننه فساد له ویرې تر ننه بیا د افغانستان بل پریمیرلیګ جوړ نه کړ او نه یې د هغو تحقیقاتو بشپړ راپور خپور کړ چې آی سي سي دغه لیګ کې د فساد د پلټنو په اړه غوښتنې کړې وې.
د شفق د بخښلو موضوع ولې مخته نه ځي؟
زما معلومات دا دي چې د بورډ اوسنۍ رهبري میرویس اشرف او نصیب خان غواړي، چې شفق سره همکاري وشي، خو لا هم هغوی ته د شفق د موضوع په اړه قصدا ناسم معلومات رسول کېږي او هغوی د دغې موضوع له تعقیب په ډېر مرموز ډول راګرځول کېږي، شفق ته د مرموزو کړیو لخوا د کرکټ بورډ تر دروازو د ورتګ اجازه هم نه ورکول کېږي او حتی هغوی د دغه ایمیل په اړه هم شاید ناخبره ساتل کېږي، چې تر ما رارسیدلی او تاسو سره یې شریکوم.
نتیجه:
دا یوازې شفق نه دی چې کرکټ، حیثیت او شخصیت یې برباد شو، بلکې نور لوبغاړي هم شته چې د چانس ورکولو په انتظار، ډول ـ ډول باثبوته ناسمو غوښتنو سره مخ، ځپل شوي او له رواني مشکلاتو کړېږي چې د هر یو اړوند به د وطني مصلحت له مخې دقیقې پلټنې درسره راتلونکي کې شریکې کړم.
سعيد شينواری
کرکټ
سریلنکا سره د لوبلړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبې له کبله نن بیا د کرکټ ورځ ده. زه به هم د نن ورځې په مناسبت د کرکټ یوې بلې اصطلاح شالید درسره شریک کړم.
ویکټ (Wicket) څه مانا؟
ویکټ په انګریزي ژبه کې هغه وړې دروازې ته وايي چې د کلا سترې دروازې په منځ کې وي او پلي تګ راتګ لپاره کاریږي. د کرکټ د پیل وختونو کې ویکټ دوه نیغ لرګي وو او په سر به یې یو بیل (Bail)- پروت لرګی- (جمع یې بیلز دي) وو. په دغه بڼه د کرکټ د سوځیدو لپاره کاریدونکو لرګیو بڼه د کلا سترې دروازې ته ورته وه. دا د دریو لرګیو ټولګه چې دوه یې نیغ ولاړ وو او یو لرګی د ولاړو په سر پروت وو داسې ښکاریده لکه د کلا هغه وړه دروازه یا wicket. د همدې ورته والي له کبله د کرکټ د لرګیو دا ټولګه ویکټ بلل کیده.
دا چې لکه زمونږ د ټینس بال ابتدايي کرکټ، کله به چې توپ د لرګیو/ویکټ منځ کې تیر شو نو لرګي به هیڅ نه خوځیدل او بیا به توپ اچونکي، وهونکي او لوبڅار ترمنځ لانجه وه. آوټ وو، آوټ نه وو، آوټ وو! د دې ستونزې د حل لپاره په ویکټ کې دریم نیغ لرګی ور زیات شو، ترڅو که توپ د لرګیو منځ کې تیریږي نو هرو مرو لرګي وښوروي او آوټ او ناټ آوټ پکې معلوم شي. که څه هم دې کار سره د کرکټ د ویکټ بڼه بدله شوه، خو نوم یې بیا هماغه د کلا دروازه پاتې شوه.
د کلونو په تیریدو د کرکټ ویشتنځای (Pitch) ته هم دوه اړخونو ته د ویکټو د شتون له کبله ویکټ ویل پیل شول او اوس هم ډیر لوبغاړي او مبصرین پیچ ته ویکټ وايي. همدا راز، په لوبه کې سوځیدلی لوبغاړی د ویکټ سره نسبت درلودلو له کبله ویکټ بلل کیږي.
مشتاق رحيم
د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ درېیمه لوبه.
له معالجې وروسته، ډاکټر راشد خان ته د ۷۲ ساعتونو د ارام سپارښتنه کړې وه، ۷۲ ساعتونه پوره شوي او هیله ده چې په درېیمې لوبې کې یې ووینو. د راشد موجودیت به د افغانستان په لوبې باندې مثبت اغیز ولري. په همدې اساس، درېیمې لوبې کې همدا یو بدلون ضرور دی. په همدې لوبغاړو مو له سري لانکا څخه لومړۍ لوبه هم ګټلې وه، هلته راشد خان هم نه و.
رحمان الله ګربز د افغانستان په لوبډلې کې یو مهم لوبغاړی دی. د بیټینګ تر څنګ بله عمده دنده ویکټ ساتنه کوي.
ګربز یو زړور او چابک لوبغاړی دی. هره لوبډله په سر کې همداسې یو یا دوو لوبغاړو ته اړتیا لري چې چټکه لوبه وکړي او لوبډلې ته د ښه پیل تهداب کېږدي, ګربز دا کمال لري. که هغه لس یا ۱۵ اورونه لوبه وکړي، د لوبې رخ بدلوي. ما چې تر دې دمه د افغانستان څومره اوپنران لیدلي، ګربز په کې زړور او د تخنیک او لوبې له پلوه جلا دی.
ګربز په دې وروستیو کې هاغسې چې تمه کېږي، توپ وهنه نشي کولای. کله ناکله ښه توپ وهنه نه کول او یا منډې نه کول د لوبې برخه وي او په لوبغاړي باندې دا حالت راځي. په داسې حالت کې لوبغاړی تر سخت رواني فشار لاندې وي، مرستې او ډاډ ته ضرورت لري. نور هېوادونه مجرب او لوی لوی روانشناسان لري چې په داسې وضعیت کې د لوبغاړو په روان باندې کار وکړي. له لوبو څخه یې کینول د حل لار نه ده. افغانستان دوو لویو سیالیو، اسیا کپ او نړیوال کپ ته روان دی، پرېږده چې د لوبډلې یو او ښه ترکیب ولري.
هو، که رښتیا هم داسې لوبغاړی وي چې مسلسل ښه لوبه نکوي، بیا باید د بدلولو فکر یې وشي، خو شرط دا دی چې تر هغه غوره لوبغاړی راوستل شي. دا څه موده مخکې د هند ویرات کوهلي په څه باندې یو کال کې تر څلور پنځو منډو ډېرې نشوې کولای، مګر مسلسل ولوبېده او بېرته خپل حالت ته راغی.
په هر حال، د سري لانکا ټوله هڅه به دا وي چې دا لوبه هم وګټي او د ۲۰۲۳ د غوراوي سیالیو ته له لوړ مورال سره ولاړ شي. سري لانکا باید په زمبابوې کې ددغوراوي سیالیو کې د ۱۰ لوبډلو په منځ کې په دوو غوره لوبډلو کې راشی چې د ۲۰۲۳ نړیوال کپ ته لار وکړي. افغانستان وار دمخه لار کړې ده.
میدان او پچ هماغه دی او دوې لوبې پرې شوې دي. افغانستان به هڅه کوي چې دا سیریز وګټي او موږ به د افغانستان د بري دوعاوې کوو.
هاند
🇦🇫
#کرکټ
#نظر
دا ځوان بیا مایوسه نکړئ نور بس دی!
میډیم فاسټ بالر ابراهیم عبدالرحیمزی چې د بال سوېنګ کولو ځانګړی مهارت لري چې د افغانستان په اوسنیو تېزو بالرانو کې ساری نلري کلونه وړاندې یې باید د افغانستان لپاره نړېوال ګرکټ کړی وای خو د سویلي افریقا الف اوبډلې خلاف سویلي افریقه کې د بهترینه لوبو وروسته چې په مټ یې باید افغان لوبډلې ته راغلی وای بدبختانه ټپي شو او له صحنې ووت.
داچې له ټپي لوبغاړو سره د ټپي کېدو وروسته څه کیږي ددې خپله ژوندی مثال اوسنی چیرمین میرویس اشرف صیب هم دی چې یوه اپنډېکس پرې د ملي لوبډلې دروازې د تل لپاره بندې کړې او هم ورته کوشش د تېز او نایابه قد لرونکي بالر وفادار خلاف هم روان دی، خو وفادار هم د ابراهیم عبدالرحیمزي په څېر ماته نه مني او په ټول توان په خپلې کارکردګۍ نه د ځینو په څېر په نوم نه د کم بېک هڅه کوي چې اوسنۍ کارکردګۍ او ضرورت ته په کتو اوس دا رارسېدلی چې باید دا حق ورکړل شي.
د افغانستان په ډېډ وېکټو د فاسټ بالر لپاره وېکټ اخیستل تقریبا داسې دي لکه په اسټرالیا،انګلستان او یا سویلي افریقه او نیوزیلېنډ کې له سپنر بالر غواړې چې مېچ راته وګټه او یا په ډېرو وېکټو ځان او وړتیا ثابته کړه، خو داچې سپنر کمالي وي لکه راشدخان نو هغه بیا د نړۍ په هرې وېکټ ځان برابروي کوم کار چې د وطن په وېکټو د یوه فاسټ بالر په توګه ابراهیم عبدالرحیمزي له تېرو ۲ سیزنو راهیسې کړی او لا یې هم کوي چې باید نور له پامه ونه غورځول شي.
راځم فکټ او شمېرو ته!
افغانستان تراوسه ۶ ټیست سیالۍ کړي چې ۳ یې ګټلي دي خو بدبختانه تراوسه د افغانستان هېڅ تېزبالر یوه اننګز کې ۵ یا لدې زیاتې وېکټې ندي اخیستي او نه کوم افغان فاسټ بالر د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې چې باید د یوه بشپړ غړي هېواد په توګه نور داسې نه اوسي.
افغانستان ته تېره FTP کې ۱۳ ټیسټ لوبې ورکړل شوې خو کرکټ بورډ کې د ناکامه مدیریتونو له کبله تېرو نېږدې ۶ کلونو کې یواځې ۶ ټیسټ سیالۍ وکړې او د حیرانتبا او فکر خبره داده چې د افغانستان څخه دغو ټیسټ سیالیو کې یواځې ۳ فاسټ بالرانو تراوسه بالېنګ کړی چې باید نور داسې ونشي.
لومړۍ او دوېمې ټیسټ لوبه کې وفادار او یامین او له هغې وروسته ۳ ټیسټ لوبو کې او بله یوه ټیسټ لوبه کې په حیرانوونکې توګه سیدشیرزاد ولوبول شو.
یامین چې ۵ ټیسټ لوبې یې لوبولي نېږدې ۹۰ اوره یې کړي خو یواځې ۱۱ وېکټې یې ترلاسهذکړي دي، چې ورپسې وفادار مومند چې د یوه فاسټ بالر ټول کمالات یې لرل د هند خلاف یې ۲۱ اورونو کې ۲ وېکټې ترلاسه کړې خو دایرلېنډ خلاف لوبه کې یې په ۸ ترسره شویو اورونو کې وېکټ وانخیسته او تر ننه له پامه وغورځول شو.
سید شیرزاد چې له کلونو راهیسې له ملي لوبډلو خوا او شا کې ګرځول کیږي د یوې پنځوس اوریزه لوبې او یوې وېکټ او ۴ شل اوریزه لویو کې د ۷ وېکټو وروسته ورته ۲۰۲۱ کې لومړنۍ ټیسټ لوبه کې چانس ورکړل شو چې۴۲ اورونه یې وکړل او ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې.
ددغه بالرانو کارکردګي د ولس،چیرمین،کپتان،او سېلېکټرانو په وړاندې ده او دا چې مونږ د ښه والي او بهبود لپاره حرکت کې یو باید په خپل وخت نور لوبغاړي هم وازمایو او له مېنځ یې د وطن د ګټې لپاره د نړۍ سیالان او په معیارونو برابر او د کارکردګیو په مټ مستحق لوبغاړي رامخکې کړو او ورته د ښه ځلېدو ثمره وښایو ترڅو د لوبغاړو او کرکټ راتلونکی خوندي شي.
ابراهیم عبدالرحیمزی ولې باید نور په افغان کرکټ ملي لوبډله کې ولوبیږي؟
نوموړی د فرسټ کلاس په تېر سیزن کې د لسګونه بالرانو مېنځ کې مخکښ تېز بالر وو چې زیاتې ۲۰ وېکټې یې ترلاسه کړې وې او باید د کورني کرکټ کارکردګي د سېلېکشن معیار اوسي.
ټولټال یې ۱۰ فرسټ کلاس لوبې کړي چې ۴۸ وېکټې لري چې پکښې په یوه لوبه کې یو ځل ان ۱۰، پنځه ځلې ۵ او ۱ ځل ۴ وېکټې هم شاملي دي.
نوموړې له هغې وړاندې سیزن کې هم په ۳ فرسټ کلاس لوبو کې لوبول شوی وو چې په ۱۵ وېکټو د سپنرانو ظهیب او حمزه وروسته خو د نجات او سلیم ترڅنګ دوېم مخکښ بالر وو چې په دې اساس یې وروستي دوه فرسټ کلاس ټورنامنټونه ټاپ کړي چې باید نور مایوسه نشي او د وطن لپاره را وړاندې شي.
د نوموړي او ورته د نورو بالرانو په انتخاب کې لومړی مسوولیت د غوراوۍ کمېټه ادا کړي او الله ته دا بنده غاړه نوره خلاصه کړي،چیرمین میرویس اشرف هم باید خپل کیریر ته په کتو د نورو لایقه لوبغاړو د کیریر احترام وکړي او انتخاب یې لاسلیک یې کړي او کپتان حشمت او بالېنګ روزونکی حمید حسن یې هم باید راتلونکي کې د مسلسل لوبولو ترڅنګ راتلونکي کې پنځوس اوریزه او شل اوریزه کرکټ لپاره په مهارتونو لا کار وکړي او د ښه والي په موخه نور ډاډ هم ورکړي.
نوټ:
ټاکل شوې ده نن او یاهم تر سبا پورې افغان کرکټ بورډ د بنګله دېش خلاف یواځینۍ ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړي چۍ ورته روزنیز او د سېلېکشن کمپ اوسمهال د څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې روان دی خو دا چې ددې کمپ مشري څوک کوي هېڅ معلومه نده.
ابراهیم مومند!
نوین الحق د لویو لوبو لوبغاړی دی. له ویرات کوهلي سره یې تر لفظي شخړې وروسته نن د ممبۍ په خلاف لوبې کې د څلورو کسانو اوټ کول د ده په استعداد او په ځان باندې باور کولو باندې دلالت کوي. د کوهلي مینه والو، رسنیو او ټولنیزو رسنیو به خامخا د نوین ذهن مغشوش کړی وي، خو نن یې خپل استعداد بیا ثابت کړ. د ممبۍ فوق العاده توپ وهونکي یې اوټ کړي.
په همدې مناسبت غوام د نوین الحق د کرکټ د پیل داستان بیا د هغه او د کرکت له مینه والو سره شریک کړم. دا داستان زما په كتاب: «درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاريخ» کې هم خپور شو دی. دلته به د یو خدايي خدمتګار «رحیم ګل څاروان» په اړه هم ولولئ چې په لومړي ځل یې نوین ته د مسلکي کرکټ مشوره ورکړې وه او هغه منلې وه، د څاروان یوه مشوره د نوین ژون بدل کړی.
د نوین الحق د کرکټ د پیل داستان:
حمید حسن پر خپلو اننګو د افغانستان سور، شین او زرغون بیرغ رسم کړی دی، پر سر یې سره پټه تړلې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره د ویسټ انډیز د برج ټاون په لوبغالي کې مخامخ ده. لمر ختلی او لوبغالی د نندارچیانو شورماشور په سر اخیستی دی. دا د ۲۰۱۰م کال په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان دویمه تاریخي لوبه ده. لومړۍ لوبه یې پر هند بایللې؛ خو بیا هم افغانستان ستایل شوی دی. د جنوبي افریقا یو مجرب الراونډر جایک کالیس بېټېنګ کوي، کالیس له ۱۹۵ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د جنوبي افریقا لپاره کرکټ وکړ، د افغانستان کپتان نوروز منګل حمید حسن راوغوښت، توپ یې ورکړ او غلي یې ورته وویل: «پر ځان باور ولره، ته ښه بالر یې او لوبغاړی اوټ کولی شي.»
حمید حسن بال په لاس کې واخیست، بال ته یې وکاته، میدان او نندارچیان يې له نظره تېر کړل او د نندارچیانو په شورماشور او ځوږ کې یې منډې وکړې او کالیس ته یې په ډېر سرعت بال ورګوزار کړ. کالیس هڅه کوله چې په میډ ویکټ شاټ ووهي؛ خو د حمید حسن بال ډېر تېز و، ښايي کالیس دا فکر نه کاوه چې افغانستان دې هم داسې بالر ولري چې د بال سرعت یې تر ۱۴۰ هم زیات وي. بال یې د بېټ په یوې څنډې ولګېده، شهزاد محمدي شا ته کېچ کړ، حمید حسن امپایر ته مخ کړ او لاسونه یې پورته وغورځول: «Howz That?»
لوبڅار ګوته پورته کړه او کالیس اوټ شو. د افغان لوبغاړو د خوښۍ چیغې د نندراچیانو په شورماشور کې ورکې شوې.
پر همدغه ورځ د کابل په نوي ښار کې د ډاکټر مرید حق ۱۱ کلن زوی تلویزیون ته ناست دی او کله چې حمید حسن کالیس اوټ کړ، دی په کوټه کې په ټوپونو شو او د خوشحالۍ چیغې یې وکړې. د ډاکټر مرید حق ټوله کورنۍ نن د افغانستان او د جنوبي افریقا د لوبې لیدو ته ناسته ده، دا لومړی ځل دی چې دوی د افغانستان د کرکټ لوبه پر تلویزیون ګوري.
یولس کلن نوین الحق په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه پر تلویزیون ولیدله او په لومړي ځل یې حمید حسن ولیده. حمید حسن په دې لوبه کې ډېر ښه وځلېده، ځکه د جنوبي افریقا درې لوبغاړي یې وسوځول. افغانستان د جنوبي افریقا د ۱۳۹ منډو په ځواب کې یوازې ۸۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله. خو ډېر کله یو شکست او ماتې د نورو ډېرو بریاوو لپاره دروازې پرانیزي. نوین الحق له دغه شکست وروسته ټوله شپه په خوب کې کرکټ کړی دی. ده خوب کې لیده چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی دی او په نړیوال میدان کې د ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او نورو هېوادونو د لوبډلو پر خلاف لوبې کوي او د حمید حسن غوندې مخالف لوبغاړي یو یو سوځوي او له ډېرې خوښۍ ژاړي. نوین الحق له جنوبي افریقا سره د افغانستان له دې لوبې وروسته بېټ، بال، ویکټ، میدان او کرکټ وپېژندل. د افغانستان د کرکټ دویم نسل همدغلته زرغون او وټوکېده. دا د ۲۰۱۰ کال د مۍ پنځمه ده.
نوین الحق د ۱۹۹۹م د سپتمبر پر ۲۳ په کابل کې زېږېدلی دی. مور یې ورته ویلي چې د زېږېدو پر شپه یې ښه باران وشو، د رحمت باران! د حمید حسن له لیدو وروسته د نوین الحق په زړه کې د کرکټ مینه دومره ننوتله چې کرکټ یې د ورځني ژوند مهمه برخه او مشغله شوه. ده د کابل ښار د نوي ښار له پارک څخه کرکټ پیل کړ. ده به چې له خپلو همزولو سره لوبې کولې، په ذهن او فکر کې به یې حمید حسن و او هڅه به یې کوله چې هماغسې تېز بال وکړي، هماغسې چیغې ووهي او هماغسې کسان اوټ کړي. د افغانستان د کرکټ لومړي نسل لوبغاړو دویم نسل ته انګېزه ورکړې ده. نوین به هره جمعه سهار له خپل مشر ورور سره د کابل حضوري چمن ته تللو چې کرکټ وکړي، دا هماغه چمن دی چې د کرکټ لومړي نسل لوبغاړو افغانستان ته له راتګ وروسته په کې لوبې وکړې. میدان ډېر دوړن، ګډوډ او یو څو سمینټي پچونه یې لرل. د کتاب د لومړي نسل په څپرکي کې به مو د افغانستان د پخواني لوبغاړي احمدشاه احمدي داستان لوستی وي چې د حضوري چمن په اړه یې ویلي وو: «دوړن میدان او سمینټي پچ و، ډېره ګډوډي وه.» خو له همدغه دوړن چمن او ځمکې څخه د افغانستان د کرکټ لعلونه تولید او نړۍ ته وړاندې شول.
نوین الحق یوه ورځ په حضوري چمن کې کرکټ کوي. هلته د نورو خلکو تر څنګ د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان هم ویني. هغه هم چمن کې له خپلو ملګرو سره په ټینس بال کرکټ کوي. نوین له څاروان سره مخامخ کېږي او همدغه لنډ ملاقات د نوین ژوند بدل او د افغانستان کرکټ ته یې یو ښه لوبغاړی ډالۍ کړ. څاروان چې د نوین لوبه ګوري، ورځي او ورته وايي: «ګوره ځوان يي، راتلونکی لرې، استعداد لرې او وخت هم، په دې ټینس توپ وخت مه ضایع کوه، ورشه سم مسلکي کرکټ پیل کړه، د هارډ بال کرکټ وکړه.»
نوین الحق په دې اړه ما (لیکوال) ته وویل: «زه په لومړي ځل رحیم ګل څاروان وهڅولم، هغه به خبر هم نه وي چې زه یې هارډ بال ته هڅولی یم، هغه به اوس ما په تلویزیون کې هم ګوري؛ خو نه به پوهېږي چې د هغه خبرو زما ژوند بدل کړ. هغه ما ته د خپل تیلیفون نمبر راکړې و او ویلي يې و که مرستې ته ضرورت پيدا شو، زنګ ورته ووهم. هغه به هم هلته کرکټ کاوه. د څاروان خبرو په لومړي ځل متوجه کړم چې ښايي استعداد ولرم، دغو خبرو د هاټ بال کرکټ ته زما پام واړاوه. زه کور ته ولاړم او خپل پلار ته مې وویل چې نور غواړم د هاټ بال کرکټ وکړم، خو د هغه ټینګار دا و چې تر کرکټ تعلیم ته ډېر وخت ورکړم؛ خو ما چېرې په دومره اسانه دا خبره منله. خپل مشر ورور ته مې وویل چې پلار قانع کړي. د جمعې پر ورځ یو سهار د پلار کوټې ته ورغلم او ورته مې وویل چې زه نور ټینس بال نه کوم، په هاټ بال کرکټ کوم او اکاډمي کې کرکټ شروع کوم. پلار راته وویل: "له کوټې څخه ووځه، هر څه چې کوې ویې کړه." په غوسه و، له خوبه مې پاڅولی و. زه ولاړم، په ملي اکاډمۍ کې مې درې ورځې پرکټس وکړ، څو ورځې وروسته د ۲۰۱۰م کال سیالیو ته د ۱۶ کلنو لوبډله جوړېدله، په اکاډمۍ کې یې له لوبغاړو ازموینه اخیستله. زه نه پوهېدم چې ټرایل یا ازموینه څه ته وايي. زه سید رحمن (کرکټ بورډ کار کوونکی) ولیدلم او ما ته یې وویل ته هم ټرایل ته راغلی يې؟ ما وویل هو. بال یې راکړ، ویل ورشه بال وکړه، بال مې وکړ، زه خبر هم نه وم چې غوره کړی يې وم. تقریباً ۲۰یا ۲۵ کسان یې انتخاب کړل. اسلام اباد ته د تمرین لپاره ولاړو او بیا مالیزیا ته ولاړو، هلته مې ښه باولېنګ ونه کړ، یو یا دوه کسان مې سوځولي وو. زړه مې مات و، ما فکر کاوه چې زه دا کار نه شم کولی. دا ډېر سخت کار دی. بیا مې د هاټ بال کرکټ پرېښود. بېرته مې ټینس بال شروع کړ، کله هاټ بال او کله ټینس بال. په ۲۰۱۲م کې بیا د ۱۶ کلنو لپاره ازموینه اخیستل کېده. بیا ورغلم او بیا یې غوره کړم، بیا تایلنډ ته د سیالیو لپاره ولاړو. په هغه ټورنمنټ کې مې نژدې ۱۶ کسان اوټ کړل، ډېر لوبغاړي مې بولډ اوټ کړل. بیا مې نو سم کرکټ شروع کړ، په ۲۰۱۴م کې د ۱۹ کلنو لوبډلې ته غوره شوم، د همدې لوبډلې کپتان شوم او بیا په ۲۰۱۶م کې ملي لوبډلې ته راغلم.»
هاند
#افغانستان
#کرکټ
#تاریخ
افغانستان له سري لانکا سره دربو یوې ورځنیو لوبو ته د لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړل. په سکواډ کې له عبدالرحمن رحماني او عظمت الله عمرزي پرته نور ټول هماغه لوبغاړي دي چې څو میاشتې مخکې له سري لانکا سره په یوې ورځنیو لوبو کې ولوبېدل. یانې، یوازې همدا دوه په سکواډ کې زیات شوي دي.
عمرزی، چې د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي لیګونو کې لوبېږي، هم توپ اچوونکی دی او هم توپ وهونکی [الراونډر] دی.
عبدالرحمن رحماني، چې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لومړی پشه يي لوبغاړی بلل کېږي، هم الراونډر دی. دی څو کاله مخکې د ۱۹ کلنو په هغې لوبډلې کې په نړیوال جام کې لوبېدلی و، چې فضل حق فاروقي او لکڼوال هم په کې وو.
د حشمت الله شهيدي په مشرۍ سکواډ کې ټاپ، مډل او لو ارډر بېټېنګ لاین په کې ښه ترتیب شوی دی. شپږ توپ وهونکي، څلور ورو توپ اچوونکي، دوه جینوین تېز بالران، دوه کیپران او څلور الراونډران په سکواډ کې شامل دي. البته د ورو توپ اچوونې تله لږه درنه ده، خو مثبته درنه ده. نړیوال جام او اسیا کپ سیالۍ په اسیا کې کېږي چې پچونه یې ورو توپ اچوونکو ته ښه برابر وي. څلور واړه افغان ورو توپ اچوونکي دا مهال د نړۍ غوره توپ اچوونکو کې شمېرل کېږي. ښه ترکیب دی.
کله چې شاوخوا دوه کاله مخکې حشمت الله شهيدي کپتان شو، په یوې مرکې کې یې راته وویل چې غواړي نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو یو ښه ترکیب برابر کړي، ښه ده چې نړیوال جام او اسیا کپ ته د لوبډلې یو ترکیب وساتل شي له ډېر ضرورت پرته په کې ډېر تغیرات راونه وستل شي. افغانستان مهمې لوبې په مخکې لري, باید ثابت سکواډ ولري. له سري لانکا سره لوبې د جون میاشتې په دویمه نېټه پیلېږي.
د افغانستان د بري په هیله!
#افغانستان
#کرکټ
#نظر
هاند
کرکټ
راشد په خپله تیره لوبه کې طوفان وکړ، دنیا یې ګوته په غاښ کړه. ما یې هم له لوبې خوند واخیست. خو هغه مهال چې ټولو د ده له لوبې خوند اخیستو، زه د راشد فټنس ته په تشویش وم. ما پخوا هم د راشد د فټنس او راتلونکي په اړه لیکل کړي، د کرکټ اړونده نږدې ملګرو سره مې خپله ویره شریکه کړې، یو وار بیا یې لیکم، ګوره که ورته ورسیږي. که تاسې پام کړی وي، راشد د لوبې په هره برخه کې له زړه لوبه کوي، توپوهنه، توپ اچونه او توپ نیونه کې تر وروستي بریده هڅه کوي. ډګر ساتنه کې ډیری وخت لرې سیمو کې ودریږي، او ډیره ډګر ساتنه په زنګنو ځان اچولو کوي. لوبو پورې تړلي ملګري پوهیږ چې ډیری لوبغاړي زنګنونو کې د تکلیف څخه کړیږي او د ډیرو لوبغاړو لوبیز ژوند د همدغه ځای څخه له وخته مخکې پای ته رسیدلی. بله خوا دوامدراه کرکټ، هغه هم دومره ډیر، د ده مړوند، اوږې او زنګونونه د ټپي کیدو خطر سره مخ کوي.
زما سلا به راشد ته دا وي چې فیلډینګ کې دې دایره کې فیلډ وکړي. هغه اوس یو افسانوي لوبغاړی دی او اړتیا نه لري چې ځان ثابت کړي. دې سره به په راشد د فیلډنګ فشار کم شي او اړ به نه وي چې لرې لرې ځان توپ پسې وغورځوي او ځان خطر سره مخامخ کړي. بله مشوره چې مې په وار وار ورکړې، هغه دا ده چې کرکټ دې کم کړي، کال کې دې محدود دوه یا درې ستر لیګونه وکړي، ترڅو له ستړیا او فټنس ستونزو خوندي پاتې شي. خلک وايي راشد سپنر دی او هغه د فټنس له ستونزو خوندي دی. د سپنرانو ډیرې بیلګې شته، زه به د پاکستان ثقلین را واخلم. هغه هم ورو توپ اچونکی وو، خو د زنګون د درد له کبله له وخته مخکې کرکټ پریښودو ته اړ شو. ثقلین خپل ډیر وخت د انګریزانو کورني کرکټ کې د سرې سره په لوبو کې تیرولو، هره ورځ به یې لوبې کولې، چې له کبله یې بدن مقاومت ونکړی شو او لوبیز ژوند یې لنډ شو.
حمید حسن د افغانستان هغه لوبغاړی دی چې ښايي یوې پیړۍ ته اړتیا وي چې بل دغسې لوبغاړی پیدا کړو. همدې ټپونو را څخه واخیست او هغه مهال چې باید حمید له نړیوال کرکټ خوند اخیستی وای، هغه له کرکټ وتلو ته اړ شو. راشد خان زمونږ د هیواد ویاړ، پیژندګلو او پانګه ده، نه باید لکه حمید یې لاسه ورکړو. راشد ډیر ستر لوبغاړی دی، ډیر کرکټ یې مخ ته پروت دی، خدای دې وکړي ځان ته پام وکړي او اوږد مهال د لنډ مهال قرباني نه کړي.
مشتاق رحيم
ولې افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ د نړیوالو شورا د راتلونکو څلور کلونو د عواېدو په ویش کې تر ټولو کمه برخه په نظر کې نیول شوې؟
د کرکټ د نړیوالې شورا د راتلونکو څلورو کلونو د
د عوایدو د ویش ماډل دا په ثبوت رسوي چې هند د کرکټ په نړۍ راج کوي او ددغې لوبې یواځینی غټ لوبغاړی دی.
د اې سي سي د نوي مالي ماډل له مخې د ټولو اټکل شویو 600 میلویونو ډالرو بودیجې، 230 میلیونه یې هندي کرکټ بورډ ته په نظر کې نیول شوي (38 سلنه)، د بشپړ غړو هیوادونو له جملې افغانستان به تر ټولو کم 2.8 سلنه یا 16.8 میلیونه ډالر برخه ولري. له هند وروسته به دوهمه ډیره حصه انګلینډ کرکټ بورډ ته تقریباً 7 سلنه یا 41 میلینوه ډالر مالي امتیاز ځانګړی شوی.
په انګلینډ پسې وروسته اسټرالیا او بیا پاکستان هغه هیوادونه دي چې تر 30 میلیونه ډالر زیاته ونډه ورته په نطر کې نیول شوې.
د نورو ټولو بشپړو غړو هیوادونو برخه د 5 سلنه فیصدۍ کمه ده. شاوخوا 67 میلیونه ډالر ټولو اسوسیټ یا دوهمه درجه هیوادونو ته ځانګړې شوې.
د ورکړل شویو توضیحاتو له مخې، د بورډونو مالي برخې/بودیجې ځانګړې کولو او درجه بندۍ کې یو شمېر معیارونه په نظر کې نیول شوي وو چې بعضې یې په لاندې ډول دي:
- په دغو هیوادونو کې د کرکټ سابقه/تاریخ
- په تیرو 16 کلونو کې د نارینه او ښځینه لوبډلو د کرکټ د نړیوالو شورا په ټورنمټونو کې لاس ته راوړنې او فعالیت
- د ICC تجارتي عوایدو کې ونډه او،
- د نورو بورډونو پرتله د یوه هیواد د بشپړ غړیتوب د موقف لپاره مساوي وزن
له دې معلومېږي چې د افغان کرکټ بورډ د کمې برخې عوامل د افغان لوبډلې نسبت نورو ته کم لوبیز تاریخ، د ښځینه لوبډلې نشتوالی، په تجارتي عوایدو کې کم رنګي او د نورو بورډونو پرتله د افغان کرکټ بورډ غښتلتیا او وړتیا، هغه نیمګړتیاوې دي چې افغان کرکټ بورډ د نوملړ په وروستۍ برخه کې قرار لري.
غروال
د زرغون افغانستان کپ سیالۍ او څو خبرې
د افغانستان کرکټ بورډ له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په خوست کې د «زرغون افغانستان کپ» په نوم یو لړ سیالۍ پیل کړې چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ د ۱۹ کلنو لوبډلې ته هم په کې ځای ورکړل شوی دی.
ولې دا لوبې؟
افغانستان په څو میاشتو کې اسیا کپ او نړیوال جام په مخکې لري. له سري لانکا، زمبابوې، بنګله دېش او نورو سره هم لوبې لري. سوپر سټارز لوبغاړي یې په آی پي ال کې بوخت دي او افغانستان له نورو سره لوبې نلري، ښه ده چې لوبغاړي بوخت وساتل شي.
لوبغاړو په کې ښه تمرینونه وکړل. نندارچیانو په کې لوبې ولیدلې، تجارتي شرکتونو په کې پانګونې وکړې او کرکټ بورډ په کې خپل یو بل پلان په عمل کې ثابت کړ.
په دغو لوبو کې ځینو لوبغاړو سنچریانې هم وکړې او ځینو په کې کم بګ هم وکړ. د ۱۹ کلنو لوبغاړو په لومړي ځل د ملي لوبډلې د لوبغاړو په خلاف لوبې وکړې او د لست آی لوبو امتیاز یې ترلاسه کړ. ممکن لوبغاړو ته مالي امتیازات هم ورکړل شوي وي. د فرید ملک کمنټري په کې خوندوره وه.. په دغو لوبو کې داخلي لوبڅارانو، مبصرینو، میچ ریفري او مطبوعاتو موجودیت ټول مثبت نقاط دي. په عمومي ډول د کرکت د ودې، تشهیر او تفریح لپاره دا سیالۍ ښه اقدام دی.
خو د اصلي ستونزو په حل کار وشو؟
د هرې لوبې او هرې سیالۍ هدف ټاکل مهم وي. د هرې لوبې لپاره ښه چمتوالی او ښه انتخاب د هر هېواد د لوبډلې مهم اساسات بلل کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له اولې ورځې په توپ وهنې کې ستونزه لري.
په تلویزون کې چې کله لوبې وي، ټولو ته ښکاري چې زموږ توپ وهونکي شارټ پچ بال (له ټټر څخه پورته کېدونکی) په اسانه لوبولی نشي، تر ۱۴۰ چې د بال سرعت زیات وي، تیندکونه په کې خوري او ځینې یې سپین بال لوبولای نشي.
بل عمده مشکل دا دی چې ځینې یې سټرایک بدلولای نشي، یوه او دوې منډې نشي کولای، او ډېر بالونه له منډو کولو پرته لوبوي.
فیلډینګ او فټنس هم هاغسې. ځینې نور یې بیا په سخت وخت کې تر فشار لاندې لوبه نشي کولای او د بیټنګ په ارډر او ترتیب باندې خو تل انتقادونه وي چې ثابت نه وي او نه دی.
نو، آیا د افغانستان په زرغون کپ کې د دغو ستونزو په حل باندې کار وشو؟ افغانستان نړیوالو جامونو ته کافي وخت درلوده، ایا له دغه وخت څخه ښه استفاده وشوه او تمرین او ښه انتخاب به وشي؟
د لوبغاړو په تخنیک او تکتیک باندې کار وشو؟
ډسپلین، فټنس او فیلډینګ او مهارتونو لوړولو ته پام وشو؟ او......
له دغو لوبو څخه کوم خاص لوبغاړی لاس ته درغی؟
د ۱۹ کلنو له لوبډلې پرته، په زرغون کپ کې نور ټول هغه لوبغاړي لوبېږي چې ملي لوبډلې کې دي او ټول یې پېژني. دا سمه ده چې دا لوبغاړي هم تمرین ته ضرورت لري، خو تر تمرین ډېر د شته ستونزو حل کول اشد ضرورت دی. که د ستونزو دایمي او مسلکي حل ته کار ونشي، دا ډول داخلي لوبې ډېرې ګټورې نشي تمامېدای! هو، دا سیالۍ لوبغاړو ته یو ښه سافټ تمرین و او ویې وکړ، سافټ تمرین او تفریح به وشي، خو د ستونزو اساسي حل به بیا هم ورک پاتې شي.
باید څه وشي؟
افغانستان د لست آې او فرسټ کلاس ښه ټورنمنټونه لري، باید دا هر کال او په خپل وخت سره وشي.لا معیاري کول یې په کار دي او د زون په کچه د دغو سیالیو لپاره د قوي لوبغاړو انتخاب کول په کار دي.
زرغون جام په خپل ځای، خو زموږ لست آې او فرسټ کلاس باید د پاکستان د قاید اعظم او هند د رنجي ټرافي په څېر معیاري، مسلکي، رقابتي او له هر پلوه پوره وي.
د ډېرو لوبو په ځای باید کم او با کیفیته لوبې وشي، د ډېر تمرین په ځای باید د سینر او جونیر لوبغاړو د موجوده ستونزو حل او مهارتونو لوړولو لپاره کمپونه ترتیب شي او په مهارت، فټنس، فیلډینګ، ډسپلین او تخنیکونو باندې ډېر کار وشي. د ملي لوبډلې مشکلات خو اظهر من الشمس دی، باید د هغو مشکلاتو حل ته لار ولټول شي.
بله خبره دا ده چې باید د لوبغاړو د پرمختګ او ارتقا لپاره په داخلي کرکټ کې یوه ښه نقشه او لار موجوده وي، چې یو لوبغاړی په ترتیب سره د کلب په کچې، ګریډ۲، ګریډ۱ او همداسې په ترتیب سره مخې ته ولاړ شي. که یو لوبغاړی را اخلئ او سمدستي یې لست آې سیالیو کې اچوئ، دا هم ښه ده او هم ښه نه ده: دوه نتایج لري، یا به وځلېږي او یا به نه. که وځلېږي، بیا لوبډلې ته یې انتخاب کوي؟ که ونه ځلېږي د لوبغاړي استعداد ضایعه شو.
په دغه کپ کې د ۱۹ کلنو د لوبډلې په ځای ښه به وای، چې د ۱۹ کلنو لوبغاړي په نورو لوبډلو وېشل شوي وای چې له مجربو لوبغاړو سره یو ځای کار، تمرین او لوبې کړې وای. داسې به تر دا اوسني ښه اغیزناک وای.
بله خبره دا ده چې هر هېواد او هرې سیمې کې چې لوبې وي، باید د هماغو سیمو میدان، آب او هوا ته په کتو تمرین او امادګي ونیول شي.
د داخلي کرکټ په جوړښت باندې مو مخکې هم خبرې کړې وې، تکرار یې خوند نه کا، په دې هیله چې د افغانستان کرکټ لا دېر مسلکي او معیاري شي او د کمیت په ځای کیفیت ته ډېر پام وشي.
🇦🇫
#کرکټ
#نظر
هاند
کرکټ
روان ای پي ایل کې نور احمد ډېر ښه اخته دی
دا هلک دې رب لري یو له راتلونکو ستورو دی خو ماته یې د کرکټ لمړنۍ ورځې رایادې شوې
دوه زره اتلسم کال و کندهار کې د فرسټ کلاس پای لوبه روانه وه چې زموږ د ډومسټیک مشر هستي ګل عابد ته وویل شول
د نولس کلنو لوبډله باید زر تر زره جوړه کړو
د پای لوبې دوران موږ درې ډومسټیک افیسران ( حیات عبدالرحیمزی + عبید حقیار + شاهین نیازی) له خپل منیجر هستي ګل عابد سره کیناستو
پریکړه وشوه چې زه باید عاجل پای لوبه پریږدم تر څو د مس عینک زون د نولس کلنو ټرایل نظارت ته راشم ځکه چې د هغه وخت د زون هېډ خوشال خان نیازی د عمرې اداکولو په نیت سعودي عربستان ته په سفر و
له کندهار څخه یې کابل ته زما عاجل ټکټ اوکې کړ د بوست زون مشر مسعود رحماني د هوایي میدان ملګرو ته زنګونه ووهل چې چیک پواینټو کې عاجل اجازه ورکړئ تر څو هوایي میدان ته په ټاکلي وخت ورسیږم
راغلم په سبا سهار د دولت خان احمدزي ډاکټر عبدالمنان مسعود او خالد سنګین سره د خوست په لوري روان شوم
ټرایل وشو دولت خان احمدزی سخت خوشال و ویل یې یو ماشوم چاینه مین په لاس راغی دا فیوچر سټار دی
د ټرایل څخه وروسته د کمپ میچونه وو زه بیا هم د نظارت دپاره ورغلم خو هلته ډیری شکایتونه وو
کابل ته په راتګ مې خپل ریپورټ منیجر هستي ګل عابد ته وسپارلو د ریپورټ نه وروسته پریکړه وشوه چې کمپ دې له سره وشي او مشري دې دولت خان احمدزي ته وسپارل شي
کمپ له سره وشو
دولت خان خپل اتلس کسیز سکواډ انتخاب کړی و د یوه کس چې نوم اخستل یې اخلاقاً ښه نه بولم په لاس سکواډ راولیږلو
ما چې وکوت سکواډ کې د دولت خان امضا نه وه
زنګ مې پسې ووهلو چې مشره سکواډ دې راورسید خو امضا نشته
دولت خان راته وایي چې زه دومره کوچنی کوچ یم چې دومره ستره تیروتنه وکړم؟
وایي عاجل د لوبغاړو نومونه راکړه سکواډ کې ګوتې وهل شوې دي
نومونه مې چې ورکړل یو دم یې په لوړ اواز وویل
زما چاینو چیرې دی؟ دا ولې نشته؟ هله چاینو راپیدا کړئ
خدای شته ما نه پیزندو عارف شاه پسې مې زنګ ووهلو چې چاینو راپیدا کړه
هغه چې زنګ پسې وکړ
چاینو ورته وایي د خوست ټکسي کې ناست یم اوس له کابل حرکت کوم
عارف شاه له ټکسي را کوز کړ هلک یې راوغوښت دولت خان ته یې وسپارلو
له همغې ورځې نه دولت خان ورسره خواري شروع کړه او د یوه فیوچر سټار کرییر یې را جوړ کړ
نو نن چې نور احمد هر څه دی د نورو کوچیز تر څنګ د دولت خان له برکته دی
شاهين نيازي
Click here to claim your Sponsored Listing.