TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League

TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League

Share

Love Cricket 🏏 ❤.

19/11/2025

د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلی د هند ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلی ته سخته ماته ورکړه او د دری اړخیزه سریز پیل یی په بریا وکړه مبارک د وی

15/07/2025

د خدای بښلی تراب صاحب د مرګ وصیت راسره واوری د یوالی ارمانی غر ړنګ شو.

15/07/2025

اناالله واناالیه راجعون
کُلُّ نَفْسٍ ذَائقةُ الْمَوْتِ
د لوی افغانستان ارمانجن شاعره خدای دې وبښه الله دې جنت الفردوس نصیب کړه.
آمین ثمه آمین
د هیود لويه هستي مطیع الله تراب د زړه حملې له امله لوی رب ته خپل حق وسپاره.
چی کله مړ شی قدرمن شی.

08/07/2025

اِنّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُون
د افغانستان او نړيوال کرېکټ غوره لوبڅار حاجي بسم الله جان شينواری د ورپيښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته وسپاره چې نه شتون يې د کور د ننه او په نړيوال کرېکټ کې لويه تشه ده.
الله ج مرحوم ته ښکلي جنتونه په برخه کړي کورنۍ، دوستانو، او مينوالو ته د لوی رب د زړه صبر په ورکړي.

07/04/2025
Photos from TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League's post 09/02/2025

دری شپی او دری د کرکت نړي دري شل اوره تجارتی لیګونو پای لوبی چی په دری واړو بریالی لوبډلو کی افغانان خه وځليدل:
* لومړی بنګلديش ليګ د نبي په شتون کي ( فورټون باريشل لوبډله )
* دوهم د خان په مشري او عمرزي صديق اتل په شتون د جنوبي افريقا ليګ (ايم اي کيپ ټاون لوبډله )
او دريم د ګلبدين نجيب قيس په شتون د انترنشنل ليګ پاي لوبه ( دبي کپيتلز لوبډله )
.
🅠︎🅐︎🅓︎ 🅑︎🅐︎🅛︎🅐︎.

27/10/2024

افغان ځوانان مو د اسیا قهرمانان شول مبارک د وي.❤🏏🇦🇫
𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧𝐀𝐛𝐝𝐚𝐥𝐲𝐚𝐧 𝐚𝐫𝐞 𝐭𝐡𝐞 𝐂𝐡𝐚𝐦𝐩𝐢𝐨𝐧𝐬! 🏆
❤🏏🇦🇫

Photos from TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League's post 26/09/2024

وخت ناوخت ددې سړي په اړه د ځینو خلکو بېباکانه تبصرې ولولم؛ سم مې خفه کوي. ۲۰۲۱ م کې چې تېر جمهوري نظام سقوط شو. څه موده وروسته نړۍ وال جام ته افغان لوبډله تلله، وضعیت داسې و چې زمونږ لوبډلې هېڅ ډول مالي سپانسر نه لره. نه هم د مالي ملاتړ کوم بل ادرس و. پرېزېډینټ«محمدنبي» رامخکې شو او په خپله یې ملي لوبډله سپانسر کړه. ده نه غوښتل چې کریکټ بورډ او ملي ټیم بل چاته د مالي ملاتړ په پار لاس ونیسي. نه یې غوښتل چې د افغان لوبډلې ملي غرور، حیثیت او ملي ارزښت د خلکو پښو ته ولویږي. بیا یې لوبغالي کې د ملي سرود د اورېدو په وخت د خپل زړه درد او بې وسۍ اوښکې د وطن او وطنوالو په حال تویې کړې. ټول لوبغاړي زمونږ اتلان دي؛ خو دا ډېر د قدر وړ انسان دی. ده د افغانستان کریکټ دې سټیج ته را رسېدو کې خپله ځواني ولګوله. د سر او ږیرې ویښتان یې په کې سپین شول. ډېر ویاړونه یې راوړي او لا لګیا دی. غالباً د کریم صادق یوه مرکه مې څو کاله وړاندې لیدلې وه چې یې په کې ویل:«نیوجرسي ته چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبډله د لوبو لپاره لاړه. مونږ سره هلته د خوراک و څښاک لپاره پیسې نه وې. محمدنبي له خپل کور هلته څو زره ډالر زمونږ د ټیم مصارفو لپاره راوغوښتل؛ ترڅو پرې هلته وخت تېر کړو». دا ډېر عالي او ملي فکره انسان دی. لب یو پرېزېډینټ نبي جان❤️❤️❤️🇦🇫

18/08/2024

د خپلواکۍ بېرته اخیستلو 105 کلیزه مو مبارک شه .
Happy Independence Day .

Photos from TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League's post 22/06/2024

د تره خيل غوره ليګ دويم پړاو پاي غونډې معلومات!!!

تره خيل غوره ليګ دويم پړاو کې د تير په شان 8 لوبډلو شتون درلود (تره خيل اتلان, تره خيل سوپر کينګ, افغان بايس, تره خيل پړانګان, تره خيل بازان, تره خيل ساتونکي, تره خيل زلمي او تره خيل سوپر سکسر ) چې يادو لوبډلو خپل منځ کي سيالي تر سره کړي او د جدول 4 مخکښ لوبډلو (تره خيل اتلان, افغان بايس, تره خيل پړانګان او تره خيل سوپر سکسر) وکولي شو چي پلي اف پړاو ته لاره پيدا کړي.

د پلي اف پړاو دوه برياليو لوبډلو پاي(فاينل) لوبې ته لاره پيدا کړه.

فاينل لوبه د تره خيل پړانګانو او افغان بايس لوبډلو تر منځ تر سره شوه چې د تره خيل پړانګانو لوبډلې وکولی شول خپل سيال مات او د تره خيل غوره ليګ دويم پړاو اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

د ياد ليګ ډيرو منډو جوړونکی لوبغاړی قاري نعيم الله د تره خيل پړانګانو لوبډلې لوبغاړی شو.

د ياد ليګ ډيرو ويکيټو اخيستوونکی لوبغاړی احسان الله ميهن د افغان بايس لوبډلې لوبغاړی شو.

د ياد ليګ غوره اخلاق لروونکی لوبغاړی تسل د افغان بايس لوبډلې لوبغاړی شو.

د ياد ليګ بهترینه کيچ اخيستوونکی لوبغاړی محمد د تره خيل سوپر سکسر لوبډلې لوبغاړی شو.

د ياد ليګ اقتصادي توپ اچونکي کليم الله محمدي د تره خيل ساتونکي لوبغاړي لوبډلي لوبغاړي شو.

د تره خيل غوره ليګ دويم پړاو دريم مقام ګټوونکې لوبډله تره خيل اتلانو لوبډله شوه.

د تره خيل غوره ليګ دويم پړاو دوهم مقام ګټوونکې لوبډله افغان بايس لوبډله شوه.

تره خيل غوره ليګ دويم پړاو لومړۍ مقام ګټوونکې لوبډله تره خيل پړانګانو لوبډله شوه.

اميد چې دې ليګ څخه مو خوند اخيستې وی.

TPL Tarakhel Premier League & Tarakhel Peace League

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul

Opening Hours

Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00