د لوبډلې د ټاګلو ستونزې
یو له هغو اصلي ستونزو څخه چې موږ د یوولس کسیزې لوبډلې په انتخاب کې ورسره مخ یو، د لوبغاړو رول پر اساس نه ټاکل دي. د دې له امله، توپ وهنې ته د لوبغاړو راتګ بې ترتیبه او ګډوډ وي.
که موږ د یوولس کسیزې لوبډلې انتخاب د رولونو پر بنسټ وکړو، نو له یوې خوا به هر لوبغاړي ته په ډله کې د هغه مشخص مسوولیت په واضح ډول ښکاره شي، او له بلې خوا به د لوبې د بایللو پر وخت د کمزوریو ټکي په اسانۍ سره څرګند شي. دا کار به په راتلونکې کې د لوبډلې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د لوبغاړو رولونه او د هغوی تعداد:
الف: د سر توپوهونکي (۳ لوبغاړي)
۱. ګربز
۲. صدیق
۳. ابراهیم
ب: د منځ توپوهونکي (۵ لوبغاړي)
۴. اسحاق
۵. دروېش
ج: ټولچاري (۲ لوبغاړي)
• توپوهونکی چې چټکه توپ اچونه هم کولی شي (۱ لوبغاړی)
۶. عظمت
• ورو توپ اچوونکی چې د توپ وهنې وړتیا هم لري (۱ لوبغاړی)
۷. راشد
د: مسلکي ورو توپ اچوونکي (۲ لوبغاړي)
۸. نوراحمد
۹. مجیب / غظنفر
هـ: مسلکي چټک توپ اچوونکي (۲ لوبغاړي)
۱۰. فاروقي
۱۱. نوین / نوید / عبدالله احمدزی
که غواړو چې لوبډله منظمه او موثره وي، نو دا ډول د رول پر اساس ټاکنه بېخي ضروري ده. دا نه یوازې د لوبغاړو فعالیت ته نظم وربخښي، بلکې د ټیم د قوت او کمزوریو پېژندنه او اصلاح کې هم مرسته کوي.
Stump to Stump
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Stump to Stump, Sports, Kabul.
14/10/2024
د کرکټ قانون: ال بي ډبلیو (LBW)
د نن ورځې په پوسټ کې، موږ به د کرکټ یو مهم قانون تشریح کړو - ال بي ډبلیو یا لیګ بیفور ویکټ.
ال بي ډبلیو څه شی دی؟
ال بي ډبلیو هغه وخت پیښیږي کله چې:
توپ د بیټسمین په پښه یا بدن ولګیږي
دا لګیدل د بیټ سره د تماس نه مخکې وي
توپ به ویکټې وهلې وای که د بیټسمین بدن یې مخه نه وای نیولې
د ال بي ډبلیو پریکړه څنګه کیږي؟
امپایر باید څو فکتورونه په پام کې ونیسي:
آیا توپ سیده ویکټونو ته روان و؟
آیا توپ د بیټسمین له خوا وهل شوی و؟
آیا توپ د لیګ سایډ نه بهر لګیدلی و؟
که ټول شرایط پوره شي، امپایر به خپله ګوته پورته کړي او بیټسمین به آوټ اعلان شي.
په یاد ولرئ:
که توپ لومړی په بیټ ولګیږي، دا ال بي ډبلیو نه ګڼل کیږي.
که توپ د لیګ سایډ نه بهر ولګیږي، دا معمولاً ال بي ډبلیو نه ګڼل کیږي.
د کرکټ نور قوانین زده کولو لپاره زموږ سره ملګري اوسئ!
ویشتنځای د توپوهنې لپاره مناسب نه ښکاري، بال په بېټ نه راځي او بال ډېر تاویږي.
توپوهونکي باید له احتیاط کار واخلي.
لوبغاړو توره ونه کړه
امپایر لاس په کار شو
ښه دی چې په کریم جنت کې شرم نشته که نه په شرمونو به شرمېدلی وو
اسحاق یې لومړی لوبډله کې نه اخیست، بیا یې یوولس کسیز نوملړ کې نه اخیست اوس ورته د بېټېنګ فرصت څوک نه ورکوي
ابراهیم هم خپل نوبت تېر کړ
04/02/2024
بهترین سکواډ دی که څه هم په احتیاطي لوباړو کې یو قاچاقي کس شته خو خیر
27/01/2024
که د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر برحاله دنده لري او دا پوسټ یې کړی وي جرأت یې د ستایلو دی خو که له دندې ګوښه شوی وي او بیا یې پوسټ کړی وي نو له مسؤلیت ځان خلاصول دي او د جرم شریک دی.
هو که دا هرڅه یې له پیله په ډاګه کړي وی ډېر به غوره وای او ښايي په نړیوال جام کې د نولس کلنو لوبډلې پایلې هم بل ډول وای.
یوه لوبه دوه اړخه لري: ګټل او بایلل. کله چې دا اصل ومنو او په صحیح معنی پرې پوه شو، سوال نه پیدا کیږي چې د لوبې بایللو وروسته مو خپګان د افراط او ښکنځلو تر کچې ورسیږي.
ځینې وايي چې په ظاهر ګټلې لوبه مو وبایلله، چې دا خبره بیا په پورتني اصل د نه پوهېدو له وجې کيږي ځکه هره لوبه که ونه بایلل شي بیا خو ګټل کيږي چې پدې سره د لوبې یو اړخ چې بایلل دي له منځه ځي او پورتنی اصل نقض کیږي.
ځینې بیا ټوله پړه په یوه خانګړي لوبغاړي اچوي چې د فلان لوبغاړي د غلطۍ له وجې مو لوبه وبایلله چې دا بیا پخپل وار د پورتني اصل سره په ټکر کې دی ځکه کله چې ومنو د لوبې بایلل هم د لوبې یوه برخه ده دا بایلل خو دې معجزې په توګه نه پېښیږي بلکه د لوبغاړو د غلطیو له وجې رامنځته کیږي چې عادي خبره ده او د بېن سټوکس په څېر لوبغاړي هم د غلطۍ له وجې انګلستان، وېسټ انډیز ته د نړیوال جام پایلوبه بایللې ده او د همدې لوبغاړي د غوره بېټېنګ له وجې بیا انګلستان له نیوزلېنډ پایلوبه ګتلې.
23/10/2023
افغانستان د دې لوبې په ګتلو سره د جدول له وروستي مقام نه شپږم مقام ته پورته شو
ابراهیم رامېز راجا ته: زه مې د غوره لوبغاړي ایوارډ هغه افغانانو ته دالۍ کوم چې پدې وروستیو کې پاکستان افغانستان ته شړلي دي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul