KSL Kama Super League
دا صفحه د کامه سوپر لیګ رسمې صفحه ده او د کریکټ اړوند نور مهم تازه او ښکلی معلوماتو لپاره زموږ صفحه لایک او فالو کړئ.
25/08/2025
بارکزی ناصرې لیسټ ای لوبو کې د خپل ځان لپاره لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه.
بارکزی ناصری ته دی ډیر ډیر مبارک وی.
16/08/2025
د کامه سوپر لیګ په تاریخ کې بهترینه اننګز:
جلات خان موسی زی وشو کولای چې د کامه سوپر لیګ په سیمی فاینل لوبه کې په 67 بالونو 196 منډې جوړی او خپله لوبډله تر فاینله ورسوې.
14/08/2025
ستره نیمه پای لوبه راشئ او د لوبې څخه خوند واخلۍ.
14/08/2025
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو دوهمه ستره نیمه پای لوبه!
د جوش او ولولو ډکه سیالې د سوپر تندر او خدایدوست کریکټ لوبډلو ترمنځ سبا جمعه ماسپخین دوه بجې سنګر سرای میلی میدان.
راشئ او د خپلې خوښې لوبډله او لوبغاړی له نږدی تشویق کړئ.
نوټ: د تیرو لوبو پشان بیا هم موږ د ملی او داخلې لوبغاړو کوربتوب په غاړه لرو راشئ او خپل ملی اتلان له نږدی وګورئ.
KSL K**a Super League
14/08/2025
سوپر تندر کریکټ لوبډلې وشو کولای چې د لودین سټار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دوهم سیمی فاینل ته لاره پیدا کړې او ان شاالله سبا د جمعی ورځ به د خدایدوست لوبډلې پر وړاندی سیمی فاینل لوبه ترسره کړې.
12/08/2025
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو کوارټر فاینل لوبه!
د تیر کال اتله لوبډله سوپر تندر د لودین سټار پر وړاند سبا ماسپخین دوه بجې سنګر سرای میدان میله.
نوټ: د داخلې پیاوړو لوبغاړو ترڅنګ به ملې لوبغاړې هم شتون ولرې نن هم زبید اکبرې راغلی وو او ولوبید سبا هم ملې لوبغاړې شته راشۍ او د لوبې خوند واخلۍ.
12/08/2025
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو فری سیمی فاینل لوبه د خدایدوست کریکټ لوبډلې او مومند کریکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د لوبې پچه یا ټاس د مومند کریکټ لوبډلې وګټلو او د بیټینګ کولو پریکړه یی وکړه د وخت د کمښت له امله لوبه 15 اوره وټاکل شوه چې مومند کریکټ لوبډلې په ټاکلې 15 اورونو کې 224 منډی جوړی کړې او 225 منډی هدف یی وټاکلو چې تر ټولو زیاتی منډی قاری حدیث 114 منډې په 46 بالونو ترسره کړې.
او بالینګ کې د خدایدوست کریکټ لوبډلی لوبغاړی عابد محمدی 3 اورونو کې33 منډی ورکړې او 4 ویکټی یی ترلاسه کړې.
د خدایدوست کریکټ لوبډلی ونشو کولی یاد هدف پوره کړې او د ټولو اورونو په لوبولو سره یی 137 منډی جوړې او لوبه یی د 88 منډو په ستر توپیره سره وبایلله.د خدایدوست کریکټ لوبډلې لپاره تر ټول ډیر منډی حضرت ولی 40 په 29 بالونو ترسره کړې. او بالینګ کې د مومند کریکټ لوبډلی لوبغاړی ممتاز خان دوه اورونه ترسره کړل 20 منډې یی ورکړې او 2 مهمې ویکټې یی ترلاسه کړې د لوبی غوره لوبغاړی قاری حدیث ونومول شو .
11/08/2025
ستره نیمه پای لوبه!
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو فرې سیمې فاینل لوبه سبا ورځ سه شنبې د اګسټ میاشتې په دولسم تاریخ د ملې او داخلې لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږې راشې او خپل د خوښې لوبغاړې له نږدی وڅارئ.
د جوش او ولولو دغه سیالې د خدایدوست کریکټ لوبډلې او مومند کریکټ لوبډلې ترمنځ ترسره کیږې.
10/08/2025
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو تر ټولو کم عمره لوبغاړی!
د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو تر ټولو کم عمره لوبغاړی سید عمر پاچا د سید جعفر پاچا زوی چې نن یی خپله لومړنۍ لوبه کې سره ددی چې دری کیچونه یی وغورځیدل دوه ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره بالر وټاکل شو.
سید عمر پاچا چې د سید جعفر پاچا زوی دی سه کم دولس کاله عمر لری په ښې لاس لیګ بریک توپه اچونه کوې د ډیر عجیبه استعداد خاوند دی نوموړې پدی کم عمر کې چې هیس کومې رسمې اکاډمۍ ته ندی تللی څو قسمه توپ اچونه کولې شې د عمر پاچا په وینا چې پلار یی هره ورځ بالینګ ته تشویقوی او لومړنی کوچ یی پلار دی دا هر سه یی د پلار سید جعفر پاچا څخه زده کړې دی.
سید جعفر پاچا چې د کامی ولسوالۍ منتخبې لوبډلې کپتان او سیئنیر لوبغاړی دی خپله هم د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو کې لوبیږی او د کامه سوپر لیګ دوهم پړاو تر ټول د ډیر عمر لوبغاړو کې راځې خو بیا هم په ډیر جوش او ولولو سره لوبه کوې او با انرژې وی هره لوبه کې.
fans Khewa Zalmi Cricket Club ښېوه زلمي کرکټ کلب KSL K**a Super League Jalat Khan Mosazai Muhammad Azam Abid Wali Muhammad Meer Afghanistan Cricket Board
موږ سید عمر پاچا ته د ښه راتلوونکې غوښتونکې یو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
K**a