31/01/2025
په کندهار کې د لسګونه پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې مېله ترسره سوه.
نن جمعه د کندهار ښار په غازي محمدایوب خان (باغ عمومي) لوبغالي کې د لسګونه پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې مېله وشوه، چې ګڼ شمېر مینوالو، مشرانو، او ورزشي مسئولینو یې ننداره وکړه.
یاده سیالي د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري تنظیم سوې وه، چې پکې د بېلابېلو سیمو ځواکمنو پهلوانانو برخه اخیستې وه. د کندهار د سپورټ او بدني روزنې رئیس حافظ محمودآغا بشر وویل چې د دغو سیالیو هدف د پهلوانانو او مینوالو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د عامو خلکو لپاره سالمه تفریح برابرول دي.
د غېږنیونې دا مېله د کندهار د ورزشي دودونو د ژوندۍ ساتلو یوه هڅه وه، چې پکې ګډونوالو خپل مهارتونه وښودل او مینوالو یې له سیالیو خوند واخیست.
31/01/2025
کندهار کې د ۲۰ آسونو ترمنځ د آس ځغلونې سیالي ترسره سوه.
د کندهار د المپیک، بدني روزني او ورزش ریاست اړوند د آس ځغلونې فدراسیون له لوري د کندهار په دوهمه عینومېنه کې د ۲۰ آسونو ترمنځ د آس ځغلونې سیالي ترسره سوه.
په دې سیالیو کې د کندهار د المپیک، بدني روزني او ورزش رئیس حافظ محمودآغا بشر، د آس ځغلونې فدراسیون مسئول حاجي ګلالي، د فدراسیون مرستیال مدیر صاحب، ګڼ شمېر ورزشي مسئولین، د ښار او ولسوالیو څخه راغلي تماشاتیان او د آس ځغلونې مینهوال حضور درلود.
په دې سیالیو کې د غوره آسونو ترمنځ سخت رقابت وسو، چې په پایله کې لاندې درې آسونه بریالي سول:
لومړی مقام: د حاجي احمد شاه آس
دوهم مقام: د طالب آس
دریم مقام: د سپیشل آسانو سخه د تاج محمد آس (د دامان ولسوالۍ څخه)
یاده سیالي به یوه میاشت دوام وکړي، چې موخه یې د غوره آسونو موندل او هیوادوالو ته سالمه تفریح برابرول دي.
په پای کې لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو آس ځغلونکو ته کپونه او انعامونه ورکړل سول.
29/01/2025
خبرتیا
د آس ځغلونې سیالي
د کندهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د آس ځغلونې فدراسیون له لوري، د کندهار ښار او ولسوالیو د آسانو ترمنځ یوه ستره سیالي په لاره اچول سوې.
ټول د کندهار ښار او ولسوالیو د آس شوقیان او آس درلودونکي دی خبر وي او کولی سي په دې سیالۍ کې برخه واخلي.
نیټه: ۱۴۰۳ دلو ۱۲ – ۲۰۲۵ جنوري ۳۱
ورځ: راتلونکې جمعه
وخت: د سهار ۸:۳۰ بجې
ادرس: کندهار ښار، ۱۱ ناحیه، عینو مېنه، د باغ د پله لخوا، آعمار ساختماني شرکت شاته، د کندهار د آس ځغلونې عمومي میدان.
ستاسو د راتګ په هیله!
د کندهار ولایت د آس ځغلونې فدراسیون
25/12/2024
کندهار: د ټاپې تر نامه لاندې د ښوونځیو ترمنځ سیالۍ د تیمور شاهي لېسې په بریا سره پای ته ورسېدې
د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست اړوند د پوهنتونونو، ښوونځيو او مدرسو کي د ورزش د پراختیا د عمومي مدیریت لخوا او پوهني ریاست په همکاري د ټاپې تر نامه لاندې د ښوونځیو ترمنځ سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل سوي وې، نن د تیمور شاهي عالي لېسې د بریا سره پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د کندهار ۱۷ ښوونځیو ګډون کړی و. د پایلوبې سیالي د تیمور شاهي لېسې او احمدشاه بابا لېسې ترمنځ ترسره سوه، چې په زړه پورې سیالۍ کې تیمور شاهي لېسې د دوه پر صفر بریا خپله کړه.
د دې سیالیو د لیدلو لپاره د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس حافظ محمود آغا بشر، د ځوانانو چارو امر م حزب الله محمود، د لېسو مدیران، په پوهنتونونو، ښوونځیو او مدرسو کې د ورزش د پراختیا مدیر اکرام الله اسد، د المپیکي لوبو مدیر بسم الله اسد، د غیر المپیکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا او ګڼ شمېر مشران او د ورزش مینهوالو ګډون کړي وو.
په پای کې بریالیو لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل سول، چې د ورزشکارانو د هڅونې او ورزش د ودې لپاره یو غوره ګام ګڼل کېږي.
23/12/2024
په کندهار کي د بایسکل ځغلوونې سیالي ترسره سوه
په کندهار کې د بایسکل ځغلوونې سیالي د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست اړوند د المپیکي لوبو عمومي مدیریت په نوښت او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ تېره ورځ یکشنبه ترسره سوه.
یاده سیالي د تختهپُل ولسوالۍ څخه پیل سوه او تر ترنک پله پورې، چې شاوخوا ۵۰ کیلومتره مساحت لري، دوام درلود. په دې سیالیو کې د کندهار د بېلابېلو سیمو ۲۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړي و.
په یادو سیالیو کي د کندهار د سپورټ او بدني روزنې رئیس حافظ محمودآغا بشر، د روشن مخابراتي شرکت مسئول عبدالوارث احمدزی، د بایسکل ځغلونې فدارسیون مسول عبدالله، د المپیکي لوبو عمومي مدیر بسم الله اسد، د غیر المپیکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا، ګڼ شمېر مشران او د سپورټ مینوالو ګډون کړی و.
د دې سیالیو موخه د ځوانو استعدادونو موندل او د ورزشکارانو هڅول و. د سیالۍ په پای کې غوره ورزشکاران وټاکل سول چې په راتلونکو ملی سیالیو کې به د کندهار په استازیتوب ګډون کوي.
د سیالیو په وروستیو کي لومړي مقام ته لس زره افغانۍ، دوهم مقام ته پنځه زره افغانۍ او دريم مقام ته دوه نیم زره افغانۍ جایزه ورکړل سوه او پاته ورزشکارانو ته میډالونه او کپونه ورکړل سوه
21/12/2024
د کندهار جمناسټک منتخبه لوبډله کابل ته روانه سوه
د کندهار ولایت د جمناسټک پنځه کسیزه منتخبه لوبډله نن مرکز کابل ته د ملي سیالیو لپاره روانه سوه. دغه سیالۍ چي د افغانستان د جمناسټک فدراسیون له خوا تنظیم سوې، موخه یې د ملي لوبډلې لپاره د وړ او مستعدو لوبغاړو ټاکنه ده.
د کندهار جمناسټک فدراسیون مسئول نقیب الله فضلي وویل چي دوی د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او هیله لري چې لوبغاړي به د خپلې وړتیا او هڅې پر بنسټ د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.
دغه سیالۍ د افغانستان په کچه د جمناسټک لوبې د وده او پرمختګ لپاره خورا ارزښتمنې بلل کېږي. ټاکل سوې ده چي په دغو سیالیو کي د هېواد له بیلابیلو ولایتونو لوبډلې ګډون وکړي.
10/12/2024
په کندهار کي د ټاپي تر نامه لاندي د ښونځيو تر منځ سیالیو دوهم پړاوو ته اتو غوره لوبډلو لاره پیداکړه
د کندهار د سپورټ او بدني روزني ریاست له لوري د کندهار په غازي محمدایوب خان ورزشي لوبغالي «باغ عمومي» کي د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ راپيل سوي، چي د مسئولینو په وینا؛ دغه سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي، په یادو لوبو کي به د ښوونځیو زدهکوونکي یو د بل په وړاندي ولوبیږي او اوس د یادو سیالیو په دوام اتو غوره لوبډلو حاجي نیکه لیسه، میرویس خان نیکه لیسه، احمدشاه بابا لیسه، تجربوي لیسه، فاضل کندهار لیسه، تیمورشاهي لیسه، عبدالطیف لیسه او عبدالاحد کرزي لیسې لوبډلو دوهم پړاوو «کواټرپاینل» سیالیو ته لاره پیداکړه.
د همدي سیالیو په لړ کي نن د سې شنبه په ورځ د اتو غوره لوبډلو له منځه په لومړۍ لوبه کي حاجي نيکه عالي لېسه د عبدالاحد کرزی عالي لېسې پروړاندي د میدان ډګر ته کښته سوې، چي یاده لوبه یو د صفر په مقابل کي د حاجي نیکه عالي لېسې په ګټه تمامه سوه او سبا چهارشنبه په لومړۍ لوبه کي پر یوه نیمه بجه احمدشاه عالي لېسه د تجربوي عالي لېسې او په دوهمه لوبه کي ۳ بجې تيمور شاهي عالي لېسه د عبدالطيف عالي لېسې پروړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي.
29/10/2024
کندهار اوو ایچ اې لوبډلي د هلمند منتخب فوټسال لوبډلي ته په دوستانه لوبه کي ماتې ورکړه
نن سه شنبه د کندهار په لوبیستان ورزشي جمنازیوم کې د کندهار اوو ایچ اې او هلمند منتخب فوټسال لوبډلو تر منځ په زړه پورې او جذابه دوستانه لوبه ترسره سوه. دا لوبه د کندهار په کوربتوب ترسره سوه، چي په پایله کي د اوو ایچ اې لوبډلي د (۴-۲) په توپیر هلمند لوبډلي ته ماتې ورکړه.
یاده دوستانه سیالۍ ته د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست رئیس، محترم حافظ محمودآغا بشر، ګڼ شمیر مشرانو او په سلګونو مینوالو ګډون کړی و.
دغه ډول لوبي د ورزش پراختیا او د ولایتونو ترمنځ د ملګرتیا او ورورګلوۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبوي، او د ځوانانو لپاره د خوښۍ او تفریح ښه فرصتونه برابروي.
19/10/2024
٠٣
د کلبونو د نظارت دوام
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلبونو نظارت ترسره سوه
نېټه: ١٤٠٣/٧/٢٤
تېره سه شنبه د کندهار د بدني روزني ریاست له لوري په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ١٨ بېلابیلو ریشتو کلبونو، یو فوټبال میدان او یو د جمنازیوم میدان نظارت ترسره کړه. دا نظارت د کلبونو د فعالیتونو ارزولو او د هغو د قانوني جوازونو کتلو په موخه ترسره سو. د نظارت په دې پروسه کې د کندهار د بدني روزني مرستیال حافظ حیات الله عتیق او د المپيکي لوبو عمومي مدیر بسم الله اسد ګډون درلود.
د نظارت هدف د کندهار په ښار او ولسوالیو کې د کلبونو فعالیتونو ته کتنه او ډاډ ترلاسه کول دي چې دا کلبونه قانوني فعالیتونه ترسره کوي. په ځانګړې توګه، دا کتنه په هغو کلبونو باندې متمرکزه دي چې لا یې د خپلو جوازونو نوي کول یا ترلاسه کول یې نه وي ترسره کړي.
د نظارت په ترڅ کې کلبونو ته سپارښتنه وسوه چې په منظمه توګه خپل کلبونه د قانوني اصولو سره سم وساتي او د خپلو جوازونو نوي کولو ته لومړیتوب ورکړي. همدارنګه، مسوولین د کلبونو د نظافت او تنظیم په اړه هم اړونده لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سپورت لپاره یو خوندي او سالم چاپېریال رامنځته کړي.
پایله
په دې نظارت کې د کلبونو د فعالیتونو ارزونه په مثبته توګه ترسره سوه او د کندهار د بدني روزني ریاست مسوولینو د کلبونو د مسوولینو سره په همغږي کې د دوی فعالیتونو ته وده ورکولو او د قانوني اصولو پر ځای کولو لپاره ټینګار وکړ. د کندهار بدني روزني ریاست ژمن دی چې د کلبونو فعالیتونو ته په دوامداره توګه نظارت وکړي او د ورزش ودې او پراختیا لپاره لازم ګامونه واخلي.
12/09/2024
نن په کندهار کې د غازي محمدایوب خان لوبغالي (باغ عمومي) کې د الفت استقلال (کندهار) او عدالت (فراه) لوبډلو تر منځ پایلوبه ترسره کېږي. راسئ او له دې زړه پورې او جذابې لوبې څخه خوند واخلئ!
ورځ: پنجشنبه
وخت: مازدیګر 4:00 بجي
ځاي: ٢ ناحیه د مستوفیت ریاست مخته غازي محمدایوب خان لوبغالي ( باغ عمومي )