Abdul Razaq

Abdul Razaq

Share

له ژوند سره وجنګیږه
هیڅ کله ماته مه منه

10/08/2023

‏ *حدیث شریف:*

ژباړه: هغه څوک چې خلکو باندې د خپلو نېکیو احسان کوي، او هغه څوک چې د خپل سامان د خرڅلاو لپاره قسم کوي الله تعالی به ور سره د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي.

(رواهُ مسلم ١٠٦)
ربه! مونږ داسې خلکو کې حساب مه کړې (امین).

07/08/2023

‏﷽
‏رســول الله ﷺ فـرمـایي:
الله ﷻ ته زیات محبوب هغه څوک دي،
چې همېشه یې د الله ﷻ په ذکر ژبه
لنده وي.
(رواه الترمذي: ۱۶۲)


💐💐💐💐💐

05/08/2023

*رسول الله ﷺ فرمايلې*:
*هوښیار هغه څوک دی چې د خپل ځان سره محاسبه وکړي، او د مرگ څخه وروسته وخت لپاره تیاری ونيسي.*
(ترمذي ج2ص72)

05/08/2023

🖋رسول الله ﷺ فرمایلی دی📖

ڪله چې تاسې د مريض پوښتني ته ورشی،
نوناروغ ته ووايه چې ماته دوعا وڪړه ځڪه چې د مريض دُعا دملائڪو د دعا په شان ده.

🍁‏(رواه ابن ماجه ۱۵۰۱)🍁

04/08/2023

*🌻🔹ظلم🔹🌻*

*ابوبکر صديق رضي الله عنه ویلي دي*

*ډير چي د انسان د زړه نه ايمان اوباسي هغه ظلم دی په بنده ګانو باندي*

*تنبيه الغافلين/1/380*

04/08/2023



‏رسول الله ﷺ فرمایي:

د انسان اکثره ګناهونه د هغه د ژبې له امله دي.

(رواه البخاري: ۱۲۰۱)

02/08/2023

*قبر*
یوازې خاورینه کوټه ده؛ دا چې ترې جنت او یا دوزخ جوړیږي هغه زموږ په اعمالو پورې اړه لري.
متعال رب دي دداسې اعمالو توفیق راکړي چې دغه خاورینه کوټه مو د جنت له باغچو څخه یوه باغچه جوړ شي.
*آمــــــیـــــــن*🤲

02/08/2023

*ای ربه*
*دهغی سجدې طاقت راڪړې چـې غږ یی*
*په عرش ڪې واوریدل شې.*

❤️❤️❤️

01/08/2023

ژوند دومره مصروف وساتئ چې،د نورو عیبونو لټولو ته وخت پیدا نکړئ ځکه دا کار مو د پرمختګ د ځنډ سبب ګرځي.
#اردوژباړه

01/08/2023

ترټولو...
ترټولو ځواکمنه جمله:(زه کولاى شم)
ترټولو غوره ډالۍ;(تشويق )
ترټولو ښه سرمايه:(ځواني)
ترټولو ښه خوب راوړونکي درمل:(ارام فکر)
ترټولو بده غريبي:(ناهيلي)
ترټولو ښه سينګار:(خندا)
ترټولو غوره شتمني:(پرځان باور)
ترټولو ښه وسيله:(له کار سره ليوالتيا)
ترټولو بې کاره خلک:(اوازه اچونکي)
ترټولو ارم بښونکى کار:(له نورو سره مرسته)
ترټولو بده ځانګړنه د شخصيت:(ځانغوښتنه)
ترټولو بد عادت:(اضطراب او انديښنه)

24/07/2023

آرواپوهان وایې:

اغیزمن شخصیتونه د خبر پر مهال بار بار د خلکو نومونه یادوي او دا طریقه د مقابل لوري پام ځانته د اړولو او د ښو اړیکو ساتلو هنر دی!

زما د استاد به هم د ټولو زده کوونکو نومونه یاد وو هر زده کوونکي ته به یې په خپل نوم (تخلص)غږ کاوه.
کله چې موږ یو شخص ته په خپل نوم (تخلص) غږ کوو نو پدې سره به هغوي زموږ پر وړاندې د ډاډ او ښه دوستۍ احساس وکړي..!!

24/07/2023

سر لوړی اوسه؛
د هغه چا لپاره چې ستا له ارزښت څخه انکار کوي.

بې تفاوته اوسه؛
د هغو کسانو لپاره چې ستاسو په هیلو ملنډې وهي

فاصله وساتئ؛
له بخیلانو څخه چې نغواړي ستا بریالیتوب وویني.

او صبر وکړئ؛
د هغه چا لپاره چې تاسو لا نه پیژني

دا مه هېروئ چې تاسو هره ستونزه له منځه وړلای شئ...
په ځان باور ولره!

ژباړه.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kandahar