Afghan Combat Sambo افـغان کامبد سامبو

Afghan Combat Sambo افـغان کامبد سامبو

Share

ورزش د صحت ضامن دئ

16/11/2025

په افغان ورزشي کلب کي د سامبو یو ورځنی سیمنار دایر سو
د سیمنار نېټه: [۱۴۰۴/۸/۲۱]
ځای: [افغان د سامبو ورزشي کلب]
تنظیموونکی استاد: [نور الله افغان]
سیمنار ورکوونکی: [عبدالحی خیرخوا]

د ځوانانو د فزیکي او ذهني وړتیاوو د پیاوړتیا، د سپورتي ارزښتونو د ترویج، او د سالم ژوند د هڅونې په موخه، د [نورالله افغان] له لوري یو ورځنی ورزشي سیمنار د [۱۴۰۴/۸/۲۱] نېټې په ورځ په [افغان سامبو ورزشي کلب] کې ترسره سو.
ګډونوال:
په سیمنار کې د سامبو د فدراسیون استادان لکه(عزیز احمد عزیزی، شیر احمد نوري، ذبیراحمد افغان،منصور احمد معصوم، نور احمد احساس، نقیب الله مهتاب ،صدیق الله) او د ورزش مینه‌والو ګډون کړی و.

پروګرام او فعالیتونه:

سیمنار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. وروسته د سامبو فدراسیون مسول (عبدالحی خیرخوا) د ورزش د اهمیت او رغنده رول په ټولنه کي خپله ارزښتناکه وینا ترسره کړه.
د سمینار په دویمه برخه کې د سامبو په هکله تخنیکي معلومات وړاندي سوه.
د سیمنار په پای کې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د خپلو کلبو او ټولنو په کچه به د ورزش پروګرامونو ته زیات اهمیت ورکوي، د ځوانانو لپاره به د فزیکي روزنې فرصتونه برابرېږي، او د سالم ژوند د ترویج لپاره به ګډې هڅې ترسره کېږي.

نتیجه:

د یو ورځني ورزشي سیمنار پایلې مثبتې وې، ګډونوالو د سپورت په ارزښت ښه پوهاوی ترلاسه کړ، او سیمنار د همکارۍ، یووالي او مثبت فکر فضا رامنځته کړه.

Photos from ‎Afghan Combat Sambo افـغان کامبد سامبو‎'s post 25/10/2025

نوري افغان ورزشي کلب کمربندو د ارتقاء پروګرام

د پروګرام په پیل کي د قران کریم تلاوت وسو په یاد پروګرام کي د کندهار د سپوړټ او بدني روزني فني معاوین مدیر اغا او همدارنګه د کندهار د رزمي لوبو فدراسئون مسئولین او ګن شمیر لیدونکي ګډون درلود. د نوري افغان ورزشي کلب مسئول شیراحمد (نوري) ټولو راغلو فدراسئونو مسئولینو، استادانو او راغلو میلمونو ته ښه راغلاست وویل او ددوی په راتک سره یې خپله خوښي څرکنده کړه او په یاد پروګرام کي پنځه څلویښت تنو ورزشکارانو ګډون درلودئ او شل تنو ته د سپین کمربند څخه بیا تر سره کمربنده پوري ارتقاء ورړکړل سوه، له دي څخه وروسته د سامبو فداراسئون مسئول عبدالحی(خیرخواه) دورزش په هکله خپله ارزښناکه وینا ګډونوالو ته وویله همدارنګه یې کندهار د سپورټ او بدني روزني د ریاست څخه زیاته مننه وکړله چي د ورزش په ډګر کي یې د ځوانانو همکاري کړي او هغوی ته یې اسانتیاوي برابري کړي
نیټه:۱۴۰۴/۸/۲
نوري افغان ورزشي کلب

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kandahar