17/05/2026
خبرتيا 📢
قريشي کرکټ روزنيز مرکز د اکاډمي لپاره يو تن باتجربه او مسلکي روزنکی (کوچ) ته د روزنی په برخه کي ضرورت لري.هر ملګري چي غواړي زموږ سره د کوچینګ په برخه کي کار وکړي زموږ سره دي په لاندي شميره اړیکه ونيسي .
0700305658
16/03/2026
د نن دوشنبی شپی سیمی فاینل او فاینل لوبه 🔥🔥🔥
لمړی لوبه به اتحاد او فیضی درسره کوی او ګټونکی لوبډله به فاینل لوبه د خانزاده لوبډلی سره ترسره کړی .
12/01/2026
ددي غوره او کم قيمت لرونکو اجناسو څه ګټه واخلي .
د ټول افغانستان د اکاډمي د شاګردانو لپاره خاص تخفيف لري .
06/04/2025
د کرکټ مینه والو او د قريشي کرکټ اکاډمۍ زده کونکو.
قريشي کرکټ اکاډمۍ ټولو د کرکټ مینه والو ته خبر ورکوي چي د نن یکشنبي څه تمرينات پيل سويدي تاسو کولاي سي چي د سهار د لمانځه ورسته بيا تر ۱۱ بجو پوري او د ماپښين لخوا د ۳ بجو څه بيا د ماښام تر لمانځه پوري د هارډ بال او ټينس بال تمرينات د غوره روزونکي سعدالله لخوا تر سره کړي .
ادرس : کندهار دوهمه عينومينه د ۳۴ او ۳۵ سړک منځ کي راسته طرفته .
اړيکه : 0700763536
03/03/2025
د قریشي کرکټ اکاډمۍ خبرتيا !
قريشي کرکټ اکاډمۍ ټولو د کرکټ مينه والو ته خبر ورکوي چي تمرينات پيل سويدي تاسو کولاي سي چي هره ورځ د ماپښين د ۲ بجو څه بيا د مازيګر د ۵ نيمو بجو پوري د ليدر او ټيف بال تمرينات تر سره کړي .
23/01/2025
د قریشی کرکټ روزنیز مرکز د شاګردانو لپاره د خوښی خبر 😊
نور به د قریشی اکاډمی د روزنی په برخه کی سعدالله کاکړ زموږ همکار وی .
ښاغلی سعدالله کاکړ چی د افغانستان کرکټ بورډ سره د دوهم لیول
(لیول ټو) پوری کوچینګ ترسره کړی دی .
د کندهار , نیمروز او همداسی نورو ولایتو سره دافغانستان کرکټ بورډ په مشوره د مشر کوچ په صفت پاته سویدی.
کاکړ صاحب د افغانستان د مخکنی او باتجربه کرکټرانو د لیست څخه دی چی د کرکټ په ډګر کی د ۲۰ کالو څخه زیاته تجربه لری .
کاکړ صاحب یو د خوښ اخلاقو او دروند شخصیتو څخه دی .
کوم ملګری چی غواړی خپل د کرکټ په لوبه او تمرین کی مثبت تغیرات راولی نو د سعدالله سره دی خپل تمرین ترسره کړی او د تجریبو څه یی دی پوره ګټه واخلی .
یادونه: د قریشی اکاډمی اداره او ښاغلی کاکړ صاحب غوړای چی هغه لوبغاړو ته چی دایمی کرکټ کوی سپیشل کلاس چمتو کړی.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ د اداری یا هم په لاندی شمیره داړیکه ونیسی .
ادرس : کندهار دوهمه عینومینه ۳۴ سړک راسته طرفته
اړیکه :0703926331
0700763536
28/05/2024
د قریشی کرکټ روزنیز مرکز د شاګردانو تر منځ د روان سریز دوهمه لوبه تر سره سول👇 .
د لوبی اړوند معلومات په لاندی تصویر کی لیدلای سی .
د لوبی غوره لوبغاړی مصطفی ونومول سو .
26/05/2024
د قریشی کرکټ روزنیز مرکز د شاګردانو تر منځ د روان سریز لمړی لوبه تر سره سول👇 .
د لوبی اړوند معلومات په لاندی تصویر کی لیدلای سی .
د لوبی غوره لوبغاړی ځوان تاج محمد ونومول سو .