25/12/2023
تیره ورځ بست زون د ۶ ویکټو په توپیر بند امیر الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالیو په ۸مه لوبه کې تیره ورځ د خوست په تڼیوال پارک مس عینک کرکټ لوبغالي کې د بست او بند امیر زون لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې پایله کې یې بست زون لوبډلې د ۶ ویکتو په توپیر بریا خپله کړه.
عزیز احمد په دغه لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
24/12/2023
بست زون د ۶۳ منډو په توپیر بند امیر ب لوبډلې ته ماتې ورکړه
د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو سیالیو ۶مه لوبه نن د خوست په تڼیوال پارک مس عینک کرکټ لوبغالي کې د بست او بند امیر زون شپاړلس کلنو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې یې بست زون لوبډلې د ۶۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د بُست لوبډلی کفتان قاصد(رحمانی) په دغه لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۴ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
15/07/2023
د کندهار په روان انټرکلب کي نن د خپلواک د لوبډلي تېز توپ اچونکي جلیل خان د مقابلي لوبډلي ۷ لوبغاړي وسوځول او لوبي ته بدلون ورکونکی لوبغاړی ونومول سو.
مبارک دي وي Jalil Khan ته.
د لا بریا په هیله.
03/07/2023
خپلواک لوبډلې د۴ لوبغاړو په توپیر سره ستاره افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.
دلوبې پچه ستاره افغان لوبډلې ګټلي وه،خپله یي دتوپ وهنې فیصله کړی وه،دټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې داحسان الله د۳۳ جاوید احمد د۳۱ ،فرید احمد د۳۰ او رحمت الله د۲۰ منډو په جوړیدو سره سیالي لوبډلې ته ۱۶۱ منډي هدف وټاکه.
خپلواک لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کي قاصد رحماني ۵ صدیق الله باوري ۲ لوبغاړي وسوځول.
خپلواک لوبډلې دلوبې په ۲۱ اورکي داعجاز احمد د۷۸* او صدیق باوري د۶۸ منډو په مټ هدف ترلاسه کړ.
قاصد رحماني دغوره توپ اچوني پراساس دلوبې غوره لوبغاړی سو.
🏏👍
03/07/2023
کندهار کي دانټرکلب سیالیو په دوهمه لوبه کي؛ دخپلواک لوبډلې سپین توپ اچونکي قاصد رحماني دستاره افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.
27/04/2023
په راتلونکو څو ورځو کي به د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د شهید رحمت ولي مسرور په نوم د درویشت کلنو ملی لوبغاړو تر منځ لوبي به په کندهار ولایت کی را پیل سي.
په دغه لوبو کي به د افغانستان نوولس کلن، کورني کرکټ لوبغاړي او ځیني ملي لوبغاړي هم ګډون وکړی.
06/07/2021
په کندهار ولایت کی د څلورو مخکښه لوبډلو ترمنځ خپل منځنی څلور اړخیزه سیالی پیل سوی
خپلواک،ناصری کاروان،وطن،ښاروالی
دا سیالی چی دغه لوبډلو په خپل منځ کی سره شروع کړی دی مکمل یوه هفته وخټ نیسی
څلورمه لوبه
خپلواک او وطن کرکټ کلب
د څلورو لوبډلوترمنځ سريز څلورمه لوبه د خپلواک په بريا پای ته ورسېده!
خپلواک کرکټ کلب د وطن کرکټ کلبذپه وړاندي د لوبي ټاس وګټی لومړی يې د توپ وهنی انتخاب وکړی چي مکمل (٢٠)اوره کي يې د (۴)لوبغاړو په سوځیدو سره یی د(٢١٦) منډو هدف وطن لوبډلی ته وټاکی چي خپلواک ته په توپ وهنه کي بلال احمد (١١٧)نصيب الله (*٣٢)او عين الدين کاکړ (٢٤) منډي وکړې وطن ته په توپ اچونه کي علي احمد اغا (٢)او نجيب سليمان (١)لوبغاړی وسوی،وطن لوبډله په هدف پوره کولو کي پاتي راغله او ټول لوبغاړي يې په (١٤١)منډو وسوځيدل وطن ته په توپ وهنه کي نجيب الله (٣٧)سميع الله (٢٠)او علي احمد اغا (١٥ )منډي وکړې او خپلواک ته په توپ اچونه کي نقيب لالا (٤) قاصد رحمانی(٣) احمدالله (١)لوبغاړی وسوځوی, چي پدې سره وطن لوبډلي په (٧٤)منډو لوبه خپلواک ته وبايلل
دلوبی غوره لوبغاړی ځوان بلال احمد سو چی (۱۱۷)منډی یی جوړی کړی
04/07/2021
په کندهار ولایت کی د څلورو مخکښه لوبډلو ترمنځ خپل منځنی څلور اړخیزه سیالی پیل سوی
خپلواک،ناصری کاروان،وطن،ښاروالی
دا سیالی چی دغه لوبډلو په خپل منځ کی سره شروع کړی دی مکمل یوه هفته وخټ نیسی
دوهمه لوبه
خپلواک او ناصری کاروان
د څلورو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه هم د خپلواک په ګټه تمامه سوه!
خپلواک لوبډلي د ناصري کاروان په وړاندي لومړی ټاس وګټی توپ وهنه يې انتخاب کړی د (۷)لوبغاړو په سوځيدو سره د (١٥٧) منډو هدف وټاکی چي خپلواک لوبډلي ته بلال احمد(۳۲)خيال محمد او منيرکاکړ (٢٨-٢٨)منډي وکړې او ناصري کاروان ته په توپ اچونه کي مجيب الرحمن (٣) او حقمل,ياسر او فهيم (١-١-١)لوبغاړی وسوځوی ناصري کاروان په هدف پوره کولو کي پاته راغله او ټول لوبغاړي يې په (٨٤)منډو وسوځيده ناصري کاروان ته اعجاز (٤٣) او عبدالله (١١) منډي وکړې او خپلواک ته په توپ اچونه کي قاصد رحمانی او عبدالباقي پوپل (٢-٢ )جليل ,خيال محمد،احمد الله او منير (١-١ )لوبغاړی وسوځوی چي پدې سره خپلواک د سريز دوهمه لوبه د (٧٢) منډو په توپیر وګټل
دلوبی غوره لوبغاړی خیال محمد سو
03/07/2021
نن په کندهار ولایت کی د څلورو مخکښه لوبډلو ترمنځ خپل منځنی څلور اړخیزه سیالی پیل سوی
چی اوله لوبه د خپلواک او ښاروالی لوبډلو ترمنځ وسول
دا سیالی چی دغه لوبډلو په خپل منځ کی سره شروع کړی دی مکمل یوه هفته وخټ نیسی
خپلواک او ښاروالي
خپلواک لومړی توپ وهنه وکړ چی په مقرره (٢٠) اورونو کې يې (١٧٥)منډو هدف ښاروالۍ لوبډلي ته وټاکی چي خپلواک لوبډلي ته منيراحمدکاکړ (٥٤ )عين الدين کاکړ (٤٧ )او بلال احمد (٣٢)منډي وکړې ښاروالۍ لوبډلي ته په توپ اچونه کي شفيع الله او ذاکر احمد (٤-٤)لوبغاړي وسوځول خو ښاروالۍ لوبډله په هدف پوره کولو کي پاته راغله او ټول لوبغاړي يې په (٩٥) منډو وسوځیدل خپلواک لوبډلي ته قاصد رحمانی(٤)جليل (٢) نقيب (١)لوبغاړي وسوځول چي په دې سره خپلواک لوبډلي د(٧٩)منډو په توپیر لوبه وګټل د لوبي غوره
لوبغاړی قاصد احمد رحمانی سو.
نوټ! سبا ماپښین به دوهمه لوبه د خپلواک او ناصری کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره سی
27/02/2021
افرین اتله تا خپل وړتیا او دحوصلی استعداد نن یو ځل بیا د همیشه په څیر ثابت کړی
زمریه ته په اول ځل د بشپړه غړیتوب لرونکی هیواد سره مشکلو حلاتو کی مخامخ سوی
دافغانستان او زمبابوې ترمنځ د دریو وځنیو تمریناتی لوبه
#منیرکاکړ پکښی>( ۱۲۵ ♥)
03/02/2021
نوي پرمختګ
خپلواک کرکټ لوبډله چی د کندهار ولایت د سابقه لرونکی لوبډلی څخه ده
د کندهار ولایت مخکښه او دا 24 کله کیږی چی همدا کلب د کندهار په کرکټ کی مهم رول لری
په کندهار کی اول خپلواک،ارین او بیا کندهارپوهنتون لوبډلی وی،دهغه وخت څخه خپلواک لوبډله مخکښه او د اکسرو لوبو او ټورنمینټونو اتله پاته سوی ده
او یو ځل بیا د نوی سفانسر یا مالی ملاتړ کوونکی د کندهار یو مجهزه روغتون سره قرارداد وکړی، الفرهاد روغتون به د خپلواک لوبډلی مالی ملاتړ یا سفانسر وی خپلواک لوبډله به نور د الفرهاد روغتون په نامه لوبی تر سره کوی
الفرهاد روغتون د مالی ملاتړ او نور اسانتیاؤ ترڅنګ د دغه کلب لوبغاړو ته په دغه روغتون کی د علاج 50% تخفیف هم کوی
او تر څنګ یی د کوم لوبغاړی د لوبی په جریان کی د زخمی کیدو مکمل علاج وړیا یعنی مفت سره کوی
#دلوبډلی نوملړ
1/منیراحمد(کاکړ)
2/عبدالباقی(پوپل)
3/بلال احمد
4/عین الدین(کاکړ)
5/عبدالرازق(هوتک)
6/فرهاد(عثمانی)
7/نصیب الله(نصیب)
8/کبیرخان
9/محمدابراهیم
10/نقیب الله(پوپل)
11/خیال محمد
12/عبدالجبار خان
13/وثیق الله (شادان)
14/یاسر خان(مجددی)
15/جلیل احمد
16/احمدالله (پوپل)
17/محمدقاصد
18/مسعود(رحمانی)
#نوټ! د لوبډلی نوی لباسونه چی رنګه او سپین لباسونه دی
25/12/2020
خپل د خوښی یو لوبغاړی د دی شپږو لینو څخه انتخاب کړی
دهر لین څخه یو لوبغاړی