22/11/2026
تېر کال نیازي ټایګرز د کابل په کچه د انټرکلب سیالیو اتلولي خپله کړه. پنځه لوبې مو وکړې او شپږمه لوبه پایلوبه وه چې موږ وګټله. د نیازي ټایګرز درې لوبغاړي وسیم منګل، زاهد سعیدي او محمدالله مشال غوره لوبغاړو کې راغلل بورډ وغوښتل یویو تېسټ کې بریالي شول خو مخکښ نه ول او ګرېډ ټو ته یې تلل امکان نه وه.
د ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارمندانو په شمول اکثریت سره یې زه بلدتیا لرم یا دوی پېژنم یا ما پېژني خو موږ تېر کال نه شکایت کړی ده نه مو چاته ویلې دي چې ولې داسې وشول ځکه هر ځه سم ول.
ولې سږ کال چې کورني کرکټ کوم قانون انټرکلب ته جوړ کړی وه ښه سم مطالعه کړ او لوبغاړو سره مو شریک کړ.
اول:
که کوم لوبغاړی ګرېډ ټو ته ځي کلب یې باید درې لوبې ګټلي وي کچېرته درې لوبې یې ګټلې نه وي چې هر څومره زیاتې ویکټې واخلې یا منډې جوړې کړي ګټه ورته نه کوي.
نیازي ټایګرز د دریو په ځای څلور لوبې ګټلې دي.
دادې شو دلته درخلاص
دوهم:
ډراپ کېچونه محاسبه کېږي. کچېرته کوم بالر ته اسانه کېچ ډراپ شو نو دوه ډراپ کېچونه په یوه وکټ محاسبه کېږي.
هر ډراپ کېچ باید امپایر لخوا اشاره وشي او محترم سکورر یې ولیکي بیا د لوبې اخر کې یوه پاڼه د امپایر او سکورر لخوا لاسلیک کېږي د لوبډلې لوبډلمشر هیڅ نه خبرېږي نه پکې لاسلیک کوي او بورډ ته لېږل کېږي.
نیازي ټایګرز پنځه لوبې کوي
د بورډ محترم لخوا معرفي شوي سکورر او امپایر لوبه منظم کوي. موږ د لوبغاړو منډې او ویکټې په کریک هیروز کې ګورو چې محمدالله مشال د نیازي ټایګرز لوبغاړی په رینکېنګ کې د شلو ویکټو په اخیستلو سره دریم مقام کې ده خو وروسته چې د ډراپ کېچونو موضوع راځي اتم مقام ته ځي. کله چې د علت پوښتنه کوه دلیل دا وایي چې مشال ډراپ کیچز نلري. سکورر او امپایر په شمول هر چا ته چې وایو وه وروره په پلاني مېچ کې هغه کېچ او هغه کېچ خو ځانونه تېر باسي. صبغت حمید چې وټساف کې یې ټایمر لګولی دوه ځلې مسېج کړی ده او ۲۴ ساعته وروسته چې ونه کتل شي خپله له منځه ځي ځواب رانکړ بیا مې چې کله جیدي ورته وویلې دا ټایمر لیرې کړه او زما خبره واوره خو فایده یې ونه کړه.
بورډ ته شکایت کوه هغوۍ ثبوت غواړي.
زما خبره زما لوبډله تر ټولو قوي ثبوت دي کنه ستا سکورر کوم ثبوت لري چې د یو کلب ټول بالران ډراپ کېچز نلري او بل لوبغاړی له لسو زیات ډراپ کیچز لري؟ شرعي نظام دی ته وکه قسم چې دا واقعیت لري.
اوس قضاوت تاسې وکړئ
او ډېره عجیبه نه ده
نیازي ټایګرز پنځه لوبې کوي په هیڅ بالر پسې یو ډراپ کېچ نشته حتا زما په ټول کلب پسې په پنځو لوبو کې یو ډراپ کېچ نشته خو بلخوا بل لوبغاړي ته له لسو (۱۰) زیات ډراپ کېچونه رسول کېږي نو ښکاره خبره ده چې زیاتی شوی ده او په همدې ځای کې موږ شکمن یو او وضاحت غواړو.
نوټ:
زه له ځینې امنیتي ادارو سره غږېدلی یمه او موضوع مې ورسره شریکه کړې ده که بورډ د خپل اعلان سره سم چې شنبه او یکشنبه شکایات ارزیابي کوي تر نن مازدیګر پورې ورته صبر کوه کچېرته یې زموږ ستونزه حل کړه کور یې ودان کنه مظاهره مې حق ده کوم یې مقننه قوه شته هغوۍ ته راجع کېږم او کولی شم چې تر ریس الوزرا او ان تر کندهار لاړ شمه.