Muhammad Sahaar Cricket and News

Muhammad Sahaar Cricket and News

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Muhammad Sahaar Cricket and News, Long Iceland City, Khost.

03/03/2026

پنټاګون تائید کړه چي پر ایران په تازه بریدونو کي له B-52 الوتکي څخه کار اخلي.

03/03/2026

امریکا په کویټ کي خپله هډه وتړل وروسته تر هغه چي پرون ایران د ډرون بریدونه پر وکړل.

02/03/2026

#تازه
په کویټ کي د امریکا یوه F-15 جیټ الوتکه د خپلو ځواکونو د تېروتني (Friendly Fire) له امله ویشتل سوې.

20/02/2026

بهلول دانا او مېلمه

15/02/2026

په کندهار کي د نن شپې له دوو بجو څخه په میوند ولسوالۍ کي د باران پیلېدو اټکل سته چي تر څلورو بجو به پر مکمل کندهار لاران پیل سي.
د باران دا څپه تېر اورښتونه او مختلفي څپې لري چي د نن شپې او سبا سهار وختي څپې کي یې تالنده او برېښنا هم اټکل سوې.
د دې څپې زور دا ځل پر مکمل ښار دی نو هیله ده د اوبو لاري خلاصي او له خطرونو ځان وژغورئ.
یادونه:
په دې څپه کي چي پر کم وخت تالنده او برېښنا وي نو د ژلۍ اټکل هم ور سره ملګری دی.

11/02/2026

د اوکراین د F–16 جیټ الوتکي له خوا د روسیې د شاهد نومي بې پیلوټه الوتکي نسکورولو صحنه.

09/02/2026

#تازه
د کندهار پر شمالي ولسوالیو او د هلمند پر سنګین ولسوالۍ د وریځي یوه څپه ولاړه او د باران سره تالنده او برېښنا هم ور سره ده.
یاده څپه اوس د کندهار غورک او خاکرېز ولسوالۍ ته داخله سوې د شاولیکوټ سربېره ښایي د ارغنداب پر لوړو سیمو هم اورښت ولري.

09/02/2026

Helmand Daily Weather Update Forecast|
په هلمند ولایت کي له اوس څخه د شپې تر یوې بجې د ښه اورښت اټکل سته.
په دې اورښت کي د هلمند شمالي یعني د لښکرګاه څخه لوړي سیمي شاملي دي.
د باران مختلفي څپې به له نیمروز څخه دې شمالي سیمو ته داخلیږي او اوس هم هلته پر شمالي سیمو ښه باراني وریځي ولاړي دي.

09/02/2026

Kandahar Daily Weather Update Forecast|
په کندهار کي نن ورځ دوشنبه اسمان شین، ځای ځای وریځ او د ورځي په جریان کي په ښاري سیمو او نژدې ولسوالیو کي د باران احتمال نسته.
یوازي په بولدک، ارغستان او معروف ولسوالۍ کي تر مازیګره د وقفه ئي کمزوري باران اټکل سته.
راتلونکې شپه له اووه نیمو بجو څخه د هلمند د سنګین ولسوالۍ څخه مخ پر کندهار یوه بله ښه راتلونکې باراني څپه اټکل سوې چي د ښاري سیمو په شمول به نژدې ټولي ولسوالۍ تر اورښت لاندي را ولي.
یاده څپه به د شپې ناوخته تر کندهار ښاره را ورسیږي.

08/02/2026

Kandahar Daily Weather Update Forecast|
په کندهار کي نن شپه د نهه نیمو بجو څخه د میوند ولسوالۍ سر ته باراني څپه را رسیږي او پر ١١ نیمه بجه پر مکملو ښاري او نژدې ولسوالیو باران پیلیږي.
دا باراني څپه د مخکنۍ باراني څپې په څېر ده چي اورښت یې میده او دوامداره دی.
د شپې اخیري ته یوه قوي څپه چي له جنوبي طرفه را پورته کیږي د کندهار ختیځو سیمو ته داخلیږي او د نن شپې د اخیر ساعتونو په شمول د سبا سهار تر څو ساعتونو پوري ارغستان، معروف، شاولیکوټ، دامان او تخته پل ولسوالیو پاتیږي.

05/02/2026

Kandahar Daily Weather Update Forecast|
په کندهار کي د نن شپې له اوومه بجو څخه سیمه پر سیمه د باران اورښت پیلیږي او د شپې تر ناوخته دوام کوي.
دا باراني څپه پر ټولو سیمو خصوصاً شمالي او لوېدیځو سیمو د ښه اورښت اټکل لري، اورښت یې نسبت تیري باراني څپې ته تېز دی نو هیله ده د خپلو سیمو د اوبو لاري خلاص کړئ.

31/01/2026

Weather Update Forecast|
په کندهار کي نن شپه د دوو نیمو بجو څخه بیا د سبا سهار تر ٧ بجو پوري د ښه اورښت اټکل سته.
د وریځو دا څپه به د هلمند څخه کندهار ته داخله سي، هلته د اورښت اټکل نه لري خو د کندهار په ټولو ښاري سیمو او نژدې ولسوالیو کي به ښه اورښت ولري.
ستاسو په موبایلونو کي چي د ١٢ او یوې بجې وروسته د باراني اورښت لوړه فیصدي تر سترګو کیږي هغه به پر دغو سیمو و اوریږي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Culinary Team

Attire

Website

Address


Long Iceland City
Khost
11101