21/01/2022
هیوادوالو بریا مو مبارک شه!!!🇦🇫
ښکلي لوبه او خوندور شاټونو، کیچونو او سټاپونو د خلکو پر شونډو بیا ځلي موسکا راوستله ژوندي اوسۍ ملي اتلانو...!
مونز پیاوړي یو د نړۍ هر قوي ټیم ماتولۍ شو... خو د راشد خان په شتون کې.🇦🇫🏏🏆
21/01/2022
د ځاځيمیدان کریکټ برخې کلیوالي نماینده ګانو سره ناسته!
نن جمعه چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې له ۲۱ نیټې سره سمون خوري، د ځاځیمیدان ولسوالۍ د بیلا بیلو سیمو له نماینده ګانو سره ناسته ترسره شوه، چې لاندې مطالب پکې شامل و.
* په لنډول ډول، چې سپورت د صحت ضامن دی خبرې وشوې.
* کلیوالي یا د ولسوالۍ کریکټ څه ډول مسلکي کولای شو او همدرنګه څنګه کولای شو، چې د کریکټ په برخه کې وړاندې مزل وکړو؟ په اړه یې لنډ تشریخات ورکول شول.
* د هارډ بال لوبو لپاره څنګه کولای شو ځانونه اماده کړو؟ په اړه یې تفصیلي خبرې وشوې.
* د ټینس ټورنمنټ ترتیب کول او ورته د پیچ انتخابول: په دې اړه له ټولو نماینده ګانو څخه نظر واخیستل شو او اکثریت توافق د ځاځیمیدان ولسوالۍ قابیلو ښونځي ترڅنګ میدان باندې وشو، چې له هر اړخ څخه ورته لوبغاړي رسیداګي کولای شي، یعنې مرکزي لوبغالۍ ګڼل کیږي.
همدرنګه د ټورنمنټ ټول اصول ګډونوالو ته وړاندې شول، او د هغو ټیمونو چې دوی یې نماینده ګي کوله د هر ډول قانوني چلند منلو ډاډ ورکړ.
* له ټینس لوبو څخه د هارډ بال لوبو لپاره د سلیکشن کمیټې رامنځ ته کول: یاده کمیته مکالفه ده چې هغه استعدادونه د یاد ټورنمنټ څخه سلیکټ کړي چې معمولا له هارډ بال سره د لوبې کولو وړتیا ولري، چې په دې سره به د ټورنمنټ له پای ته رسیدو سره سم د هارډ بال لوبې شروع شي او وړتیا لروونکي کسان به د ولسوالی منتخابې او نولس کلنو لوبډلو ته جذب شي.
* تولو کلیوالي نماینده ګانو ته دنده ورکړل شوه چې زر تر زره باید د خپلو کلیوالي لوبډلو سکواډونه تیار او عمومي کمیټې ته وسپاري.
چې په دې سره به د ټینس لوبو لړۍ هم پیل شي.
یادونه: که د کوم کلي نماینده ګډون نه وي کړئ هغه دې له موږ سره په لاندې شمیرو اړیکې ونیسي.
0790758411
0702823669
17/01/2022
د ځاځیمیدان کریکټ په اړه بشپړ معلومات دلته