درملنه

درملنه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from درملنه, Sports League, Khost.

16/01/2025

بیړنۍ روغتیایي مرستې:

پیژندنه (تعریف) :

لومړني روغتیایي مرستې ھغه مرستو ته وایې چې د غیر روغتیایي اشخاصو په واسطه د ناروغ د
وضعیت د وخیم کیدلو د مخنیوي په خاطر تر روغتیایي مرکزه پوری ترسره کیږي تر څو ناروغ د مرګ
څخه وژغورل شي او یا ھم د مرګ ګواښ یې کم شي.
د معلوماتو پر اساس پیښه په ھر وخت او ھر ځای کې لکه سړک ، بازار، کوڅه، دوکان ، کور او ھر
ځای کې پیښیدلای شي نو اړینه ده چې د لومړنیو روغتیایي مرستو په اړه باید ھر څوک پوه شي.
د لومړنیو مرستو تر سره کوونکي کس باید لاندی ځانګړتیاوې ولري:
* زغم ولري او د پیښې په وخت کې اوتر نه شي.
*هڅه وکړي تر څو روغتیایي ګواښ لږ کړي.
*د ناروغ باور ډیر ژر باید تر لاسه کړي.
*متضرر شوي ځای باید ولټوی په داسې حال کې چې ناروغ ته کوم زیان و نه رسیږي.
*هڅه دې وکړي چې ځان ته ضرر و نه رسوي.
*د وخیم حالاتو پر وړاندې باید خپل جرئت د لاسه ورنکړي.
*باید باور ولري کوم کار چې ترسره کوي نو په درست شکل سره یې ترسره کړي.
دپیښې او ناروغ په اړه د پام وړ ټکې:
1 .مرسته کوونکی کس باید هڅه وکړي چې دپیښې ځای ته د ډاکټر تر رسیدو ، یا تر روغتیایی
مرکز پورې د ناروغ درسیدنې پورې د ناروغ باور تر لاسه کړي او ناروغ ته ډاډګیرنه ورکړي
، که ممکن وي خپل خپلوان یې خبر کړي او د ھغو خبرو او کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي کوم
چې په ناروغ منفې اثر کوی.
2 .د مرستې په وخت کې تل باید هڅه وشي چې ناروغ ته ډیر حرکت ورنکړل شي اوباید متضرر
ساحه غیري متحرک وساتل شي.
3 .د ناروغ حیاتي نښې لکه نبض تنفس او رنګ باید وکتل شي
4 .د ناروغ سره دی خبرې وشي او مخکې له دی چې ناروغ بی ھوشه شي ھڅه وکړي چې د
ناروغ ادرس ، موبایل شمیره یې، نوم او نور ځانګړتیاوې یې یاداشت کړی.
5 .د خوراکی توکو او مایعاتو د ورکړی څخه ډډه وکړي ، کله چې ناروغ بی ھوشه کیږي په دې
صورت کې باید د ناروغ د خولې څخه نسوار، سګرت او مصنوعي غاښونه واویستل شي.
6 .که چیرې ناروغ کانګې کوي او غاړه یې مات نه وي نو غاړه یی یوې خواته تاو کړئ او که
چیرې غاړه یې مات وي نو په دې صورت کې ټول بدن یې یوې خواته کش کړئ تر څو
ناروغ په آسانۍ سره کانګه وکولای شي.
دزغم لرل د مرسته کوونکې کس له عمده ځانګړنو څخه دی چې باید ورته ځیر شي.
انسانان پخپل ژوند کې د مختلفو پیښو شاھدان وي، ممکن ځینې له تاسې څخه پخپل ژوند کې
د داسې پیښو سره مخ شي چې که په خوب کې وګوري یا دپبښې کیسه تاسې ته څوک وکړي نو
تاسې به په ورځو ورځو ناراحت وی، نو دا تاسې یاست چې باید خپل ارامښت وساتۍ او
دناروغ سره مرسته کوی او که خپل ارامښت ونه ساتۍ نو ممکن ناروغ ته د مرستې پر ځای
به مو تاوان رسولی وي، دخپل ناروغ سره مھربان او زړه سواندې واوسئ او دناروغ اعتماد
ترلاسه کړی .
که چیرې تاسې له داسې پیښو سره مخ کیږي چې په ښار، کوڅه یا په داسې ځای کې چې
تاسې خلک نه پیژني نو هڅه وکړئ چې دډاکټر یونیفورم په تن کړی .
که مو یونیفورم ونه مونده نو یو سپین رنګه څادر له ځانه تاو کړی دا به ددې ښکارندویي
کوي چې تاسې دپیښې د لیدونکو څخه نه بلکې ھغه کس یاست چې له ناروغ سره مرستې ته
راغلی یاست نو په دی ډول به نور خلک ھم له تاسې پیروی کوي او تاسې سره به مرسته کوی
کله چې ناروغ ته نږدې کیږي نو ناروغ به په دوو حالتونوو کې مومې یابه په ھوش یابه بې هوشه وی
که چیرې ناروغ په ھوښ کې وو، ھڅه وکړئ چې دناروغ سره دمرستې په وخت کې د ناروغ
ادرس ، نوم ، او د خپلوانو ادرس یې له ځانه سره نوټ کړئ.
که چیرې دوه کسان په یوه وخت کې د ناروغ مرستې ته ورشي نو ښه به دا وي چې یو کس
دی له ناروغ سره مرسته وکړي او بل کس دی د ناروغ مالومات په یوکاغذ کې نوټ کړي.
که دمرستې په وخت کې نور کسان پخپله غوښتنه له تاسې سره مرسته کوي نو ښه خبره ده
ځکه په دی کار سره به ستاسې کار ھم اسانه شي اوھم دناروغ څخه تاسې واټن اخلی، ناروغ
به دازادې ھوا دتنفس کولو څخه ګټه پورته کوي.
کله چې دناروغ سره مخ کیږی نولاندې ټکي په نظرکې ونیسئ:
ایا ناروغ سرګرځیدنه لری؟
ساه بندي لری،کانکې لري؟
د وینې بهیدنه لري؟
که د وینې بهیدنه لري د بدن په کومو غړو کې واقع شوی دی
ھڅه وکړئ حیاتي نښې ( دناروغ دوینې فشار،تنفس،دزړه ضربان اونبض) یی وڅاري او
ورسره مرسته وکړی.
د لومړنیو مرستو داړتیا وړ توکې (وسایل):
داباید ھیره نه کړو چې پیښه په ھر ځای کې پیښیدلای شي دمرسته کوونکې کس یوه له غوره
ځانګړنو څخه دادی چې دپیښې له شته وسایلو او امکاناتو اعظمي ګټه پورته کړي ، ځکه
ممکن پیښه په داسې ځایونو کې لکه سړک ،کوڅه او بازار کې پیښ شي، نو ھلته د روغتایي
وسایلو نه شتون مو باید دکار ځنډ نه شي او باید له شته امکاناتو ګټه پورته کړی، که وغواړو
چې د لومړنی روغتیایی مرستې وسایل برابر کړو نو دھرځای لپاره توپیر کوي مګر وسایل یې
په لاندې ډول دی

مالوچ

په مختلفو اندازو پاک غاز

بنداژ

لکوپلاست

پنس

پینست

بیاتی (قیچي)

د ګرمو او سړو اوبو لوښې

ترمامتر( دبدن د حرارت داندازه ګیرۍ الا)

دستکشې

سرنج

پایوډین

ډیټول

صابون

ددرد ارام کوونکې درمل

دسوزیدنې ضد مرحم

غوړ کریمونه د سوزیدنې لپاره

د ځینو ناروغيو ښکاره نښې نښانې
د تسمم نښې: کانګه، اسھال، عمومي کمزورتیا او نور.
د مغزي سکتې نښې :د بدن فلج کیدل، د سترګو د کڅې نامساوات او د رنګ الوتل
د داخلي وینې بھیدنې نښې: د بدن سوړوالی، د نبض تیزوالی او الوتلی
رنګ
د جمجمې د ماتیدو نښې: د غوږ او پزې څخه د وینې بھیدل چې په ځینو حالاتو کې نه
لیدل کیږي.
1 .د بدن د مھرو ماتید نه: د پښو نه حرکت او درد.
2 .د غاړې د مھرو ماتید نه: د لاسونو نه حرکت البته په ھغه صورت کې چې لاسونه مات شوي نه وي
درانو لوستونکو پاڼه لایق او شیر کړي
ضرور مــــو فـــــالو کړي

13/01/2025

هايډروکورتيزون (Hydrocortisone)
یو مصنوعي درمل دی چې د ګلوکوکورټیکوایډونو (Glucocorticoids) له ډلې څخه دی. دا د بدن د طبیعي هورمون کورتیزول سره ورته والی لري، چې د اډرینال غدود لخوا تولیدېږي. هايډروکورتيزون د بدن په بېلابېلو حالتونو کې د التهاباتو، دردونو، او حساسیتونو د درملنې لپاره کارول کېږي.

---

د هايډروکورتيزون کارونې:

هايډروکورتيزون د لاندې ناروغیو او حالتونو لپاره کارول کېږي:

1. موضعي کارونې (Topical Use):

د پوستکي خارښت او التهاب (Dermatitis).

اکزما (Eczema).

سوریازس (Psoriasis).

د حشراتو چیچل.

د پوستکي حساسیت او الرجۍ.

2. سیسټمیک کارونې (Systemic Use):

د التهابي ناروغیو درملنه (Inflammatory diseases)، لکه د آرتریتس (Arthritis).

د اډرینال غدود اختلال، لکه اډیسن ناروغي (Addison's disease).

د الرجیک حالتونو درملنه، لکه انفلماټري الرژي.

د معافیت کمول د ټرانسپلانټ شویو غړو د رد کېدو مخنیوي لپاره.

---

د استعمال بڼه:

1. کریم یا مرهم: د پوستکي لپاره.

2. ګولۍ: د سیستمیک درملنې لپاره.

3. ستنه: د شدیدو حالتونو لپاره.

4. پوزه یا ستوني سپرې: د تنفسي الرژیو لپاره.

---

احتمالي جانبي عوارض:

1. د پوستکي نازک کېدل.

2. د بدن معافیت کمېدل.

3. د وینې فشار لوړېدل.

4. د شکر ناروغۍ کنټرول خرابېدل.

5. د وینې رګونو ښکاره کېدل (په موضعي استعمال کې).

---

احتیاطي تدابیر:

1. د ډاکټر له مشورې پرته یې د اوږدې مودې لپاره مه کاروئ.

2. د سترګو، خولې، یا خلاصو زخمونو سره نږدې مه استعمالوئ.

3. د ماشومانو لپاره د لږې اندازې استعمال سپارښتنه کېږي.

4. که تاسو د شکر ناروغۍ، لوړ فشار یا معافیتي ستونزې لرئ، له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

03/12/2024

!

له کولمو څخه په خپل وخت د فاضله موادو نه وتل، فبضیت ګڼل کېږي.
#اسباب: قبضیت بیلابېل اسباب لري لکه بېلابېلې تبې، د سختو او کثیفو خوړو خوړل، د ماحول او اب و هوا تغییر، د ځینو درملونو لکه د درد ضد، خوب راوستونکیو، ادرار زیاتوونکیو، ضد تیزابیت، د فولادو او کلیسم مرکبات لرونکیو دواګانو استعمال، د افیوم چای په کثرت سره کارول، د فبضیت سبب ګرځي.
د پردې سربېره بواسیر، د ځیګر کمزوری، پرمختللی پېچش، د وینې کموالی د کولمو ورم، نومورونه او داسې نور هم د قبض سبب ګڼل کیږي.
پخپل وخت اجابت ته نه راتلل، ګډوډ ماحول، پردې ځای او د مکمل سکون نشتوالی هم د قبضیت سبب جوړیږي.
#نـښـې: غایطه د مودو کلکوالی او له ډېر زور سره لږ لږ د بچکو په شکل خارجېدل په خېټه کې درد، د سر درد او د زړه راچګېدل د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.
#تـدبیـر: د قبضیت علاج له دواګانو څخه زیات د ځینو لارښوونو تدبیرونو په اساس صورت نیسي لکه
⑴ د قبضیت ناروغ ته هدایت وکړئ، چې په خواړو کې میوې او تازه سبزي ډېره وکاروي.
⑵ اوبه دې په کافي مقدار وڅښي.
⑶ سهار دې په نهاره یو ګلاس کوش کړی څښي.
⑷ په ټاکلی وخت دې اجابت ته د تللو عادت پېدا کړي.
⑸ که د ځینو درملونو له استعمال څخه ورته قبضیت رسېدلی وي هغه دې بند کړي.
⑺ کثیف او قابض خواړو لکه وریجې، آلو، هګۍ، باقلې او داسې نور دې نه استعمالوي.
#درمـلـنه: که د پورتنیو تدابیرو په ذریعه قبضیت ختم نه سي، لاندې درمل دې استعمال کړي.
Sol.Paranfin Lequid
یوه کاشوغه سهار یوه کاشوغه ماښام په خالص ډول یا له ګرمو شیدو سره خوړل کیږی سپېغول دوه کاشوغې له ګرمو اوبو شیدو سره د شپې له خوا خوړل کېږي.
په همدې توګه syp.Milkop Magnisia دوه کاشوغې سهار او ماښام، Sol.Costriol په شیدو کې حل کړئ ناروغ ته یې ورکړئ. C

02/12/2023
12/11/2023

که غواړئ چې روغ صحت ولرئ نو سهار وختي پاڅيږئ

12/11/2023

ورزش د صحت ضامن دی
ورزش وکړئ او روغ صحت ولرئ

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Khost
26000