17/08/2026
مورخین لیکي چې خالد (رض) تر ډېره وخته هلته ودرېد او د دمشق لوري ته یې کتل. د هغه په وړاندې یوه زرخیزه، شنه او ښېرازه سیمه وه. د صحرا دا مجاهدین د داسې شنې او زړه راښکونکې سیمې په لیدو حیران وو. له دمشق څخه ۱۱-۱۲ میله لرې د "مرج راهط" په نوم یو ښار و، چې ټوله آبادي یې غسانیانو (عیسوي عربانو) جوړوله. د غسانیانو په پاچاهۍ کې ګډوډي وه؛ د هغوی پلازمینې "بصریٰ" ته خبر رسېدلی و چې مسلمانان په ډېر سرعت سره مخ په وړاندې را روان دي او عیسویان یې په وړاندې وسلې ږدي.
د غسانیانو پاچا، جبلہ بن الایہم، په غصه کې و. د فارسیانو په څېر ده هم بار بار ویل: "دې لږو مسلمانانو ته دا جرئت څنګه پیدا شو چې زما قلمرو ته داخل شي؟" هغه خپلو جاسوسانو ته امر وکړ چې د مسلمانانو لاره او شمېر معلوم کړي. وروستی خبر ورته دا ورسېد چې خالد بن ولید (رض) دمشق ته نږدې شوی او د مرج راهط له لارې به تیریږي.
جبلہ وپوښتل: "مرج راهط! ایا دا هغه ورځې نه دي چې هلته میله (میله) لګیږي؟" ځواب ورته ورکړل شو چې هو، میله پیل شوې ده. جبلہ سمدستي خپل جنرالان راوغوښتل او امر یې وکړ چې په دغه میله کې د خالد (رض) د لښکر لپاره یو جال وغوړوي. ده وویل: "هغه عیسویان به نور وو چې مسلمانانو ته تسلیم شول، موږ غسانیان به په مرج راهط کې د دوی کار تمام کړو."
خالد (رض) مرج راهط ته ورنږدې شو. هلته یوه لویه میله وه، زرګونه خلک راټول وو، لوبې، نڅاوې او سندرې روانې وې. نږدې ۲۰ زره کسان موجود وو. کله چې د مجاهدینو لښکر نږدې شو، نو دا نندارچیان ناڅاپه په منظمو فوځي دستو بدل شول. هر سړی په توره او نېزه سمبال و. ښځې او ماشومان ښار ته وتښتېدل او د دښمن لښکر داسې خپور شو چې مجاهدین محاصره کړي. له شا څخه هم د اسونو د منډو یو هیبتناکه غږ راغی؛ دا د جبلہ هغه سواره وو چې د مجاهدینو د ځپلو لپاره یې پټ کړي وو.
د مجاهدینو شمېر له ۹ زرو هم کم و او دښمن ترې درې برابره زیات و. مجاهدین د پنځه ورځني صحرايي سفر له امله ستړي هم وو. جبلہ فکر کاوه چې مسلمانان به په سفري ترتیب کې وي او د جنګي ترتیب لپاره به وخت ونه لري، خو هغه نه پوهېده چې خالد (رض) یو تجربه کاره سالار دی. خالد (رض) تل خپل لښکر داسې ساته چې د هر ناڅاپي برید ځواب ورکړي.
خالد (رض) د تکبیر نعره وکړه او مجاهدینو په رعد (تندر) غوندې اواز ځواب ورکړ. خالد (رض) وویل: "پر خدای قسم! موږ به دوی ته ماتې ورک