Kajiri kalifootbal clubد کجیری کلی فوټبال کلب

Kajiri kalifootbal clubد کجیری کلی  فوټبال کلب Round about 60years

14/08/2026
� د SPL پنځم پړاو لیګ د پرانیستې لوبې خبرتیا ⚽وصال وفا فوټبال کلب په میدان ویاړي چې د SPL پنځم پړاو لیګ د پرانیستې (افتت...
30/07/2026

� د SPL پنځم پړاو لیګ د پرانیستې لوبې خبرتیا ⚽

وصال وفا فوټبال کلب په میدان ویاړي چې د SPL پنځم پړاو لیګ د پرانیستې (افتتاح) لوبه به سبا، د جمعې په ورځ، مازدیګر ترسره شي.

د لیګ د رسمي پرانیستې په دې ځانګړې سیالۍ کې به دوه مخکښ او پیاوړي کلبونه د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته شي:

🔵 کونډیو ځوانان فوټبال کلب 🆚 🔴 ایوبخیلو جبی فوټبال کلب

ټولو د فوټبال مینه‌والو ته په درناوي بلنه ورکول کېږي چې په خپل وخت تشریف راوړي، د لیګ په پرانیسته کې ګډون وکړي او د یوې په زړه پورې او سیالیزې لوبې ننداره وکړي.

وخت: سبا، د جمعې ورځ – مازدیګر
ځای: وصال وفا فوټبال کلب په میدان

راځئ چې د SPL پنځم پړاو لیګ په یووالي، ورورولۍ او سپورتي روحیه سره پرانیزو! ⚽

د کجیري کلي ځوانانو له لوري د قدرمن الحاج محمد والي جان سوما د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، د ځوانانو د یووالي، راټولېدو او ...
22/07/2026

د کجیري کلي ځوانانو له لوري د قدرمن الحاج محمد والي جان سوما د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، د ځوانانو د یووالي، راټولېدو او د ورورولۍ د پیاوړتیا په ویاړ د اعزاز لونګۍ ور په سر شوه.
الحاج محمد والي جان سوما تل د ځوانانو ترمنځ د اتفاق، همغږۍ او مینې د فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی. د هغه د اخلاص، ملاتړ او هڅو له برکته د ځوانانو خوښۍ لا څو چنده شوې او د ورورولۍ دا کاروان لا پیاوړی شوی دی.
الله تعالی دې ورته اوږد، له عزت او برکته ډک عمر ورکړي،
زموږ د یووالي کاروان دې تل همداسې روان وي

د کجیري کلي د فوټبال وروروالۍ جام یوازې یوه سیالي نه وه، بلکې د یووالي، مینې او ورورولۍ یو ښکلی مثال و. د دې جام د ښکلا ...
21/07/2026

د کجیري کلي د فوټبال وروروالۍ جام یوازې یوه سیالي نه وه، بلکې د یووالي، مینې او ورورولۍ یو ښکلی مثال و. د دې جام د ښکلا او بریا تر شا زموږ د کلي د هغو ځوانانو نه هېرېدونکي خدمتونه دي، چې د کمیټې په برخه کې یې په اخلاص، میړانې او بې غرضه ډول شپه او ورځ هڅې وکړې.

ستاسو هره هڅه، هره مشوره او هر زحمت زموږ د دې ښکلي پروګرام د بریا برخه وه. تاسو ثابته کړه چې کله ځوانان د خپل کلي لپاره په یووالي سره ودرېږي، نو لوی کارونه ترسره کېدای شي.

له ټولو درنو او قدرمنو ځوانانو څخه د زړه له کومې مننه کوو. ستاسو خدمتونه به تل د کجیري کلي په یادونو کې پاتې وي. الله دې ستاسو عزت، مینه او ورورولي نوره هم زیاته کړي. ❤️⚽


🎉 I earned the emerging talent badge this week, recognizing me for creating engaging content that sparks an interest amo...
20/07/2026

🎉 I earned the emerging talent badge this week, recognizing me for creating engaging content that sparks an interest among my fans!

د مننې او قدردانۍ پیغامپه ډېر درنښت او اخلاص سره د خپلو ټولو هغو کلیوالو وروڼو مننه کوو چې له هېواده بهر د نړۍ په بېلابې...
20/07/2026

د مننې او قدردانۍ پیغام

په ډېر درنښت او اخلاص سره د خپلو ټولو هغو کلیوالو وروڼو مننه کوو چې له هېواده بهر د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي، خو د خپل کلي، خپلو ځوانانو او د کجیري کلي ورورولۍ جام له ټورنمنټ سره یې خپله مینه او ملاتړ وښود.

ستاسو له مالي او معنوي مرستو څخه د زړه له کومې منندوی یو. ستاسو د همکارۍ په برکت مو دا ټورنمنټ په بریالیتوب ترسره کړ او زموږ د کلي د یووالي، ورورولۍ او سپورټ لپاره مو یو ښکلی یادګار پرېښود.

الله تعالی دې ستاسو روزي پراخه، ژوند مو له برکتونو ډک او هر قدم مو د خیر او کامیابۍ لامل وګرځوي. موږ به تل ستاسو دا احسان، مینه او ملاتړ په درنښت یاد ساتو.

په درنښت
د ورورولۍ جام تنظیموونکې کمېټه۰

�⚽ د اتل کوچ لپاره ځانګړې ستاینه ⚽🏆په هره بریا کې د هغو کسانو لاس وي چې په چوپتیا، اخلاص او مینې سره د بریا لاره هواروي....
19/07/2026

�⚽ د اتل کوچ لپاره ځانګړې ستاینه ⚽🏆

په هره بریا کې د هغو کسانو لاس وي چې په چوپتیا، اخلاص او مینې سره د بریا لاره هواروي.

عصام دین صیب!
ته زموږ د کلب لپاره یوازې یو کوچ نه وې، بلکې یو لارښود، یو هڅوونکی او د لوبغاړو د باور ملګری وې. ستا نه ستړې کېدونکې هڅې، سالمې مشورې او د ټیم لپاره قربانۍ تل د یادولو وړ دي.

د کجیري کلي ورورولۍ جام په دې سیالیو کې ستا خدمتونه او زحمتونه زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. موږ ستا له هرې هڅې مننه کوو او ویاړو چې زموږ تر څنګ دې د ټیم د بریا لپاره کار وکړ.

الله دې درته لا ډېر عزت، بریاوې او اوږد عمر درکړي.
👏⚽ مننه کوچ عصام دین صیب۰⚽️

18/07/2026

د کجیري کلې د وروروالۍ تر نامه لاندې فوټبال جام سیالیو فاینل لوبې مراسم
ویډیو اخېره پورې ووګورئ او خوند ترې واخلئ
اديب فرهنګي

Address

Khost

Telephone

+93774987620

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kajiri kalifootbal clubد کجیری کلی فوټبال کلب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Kajiri kalifootbal clubد کجیری کلی فوټبال کلب:

Shortcuts

Share

Category