تفسیرالله زاهدي

تفسیرالله زاهدي

Share

خپلو هیلو ته د رسيدو لپاره نه ستړي کیدوونکي هڅې جاري وساته

26/01/2025

یو هوښیار مي پکار دی چي راته ووایي پدې سورة اخلاص کي کوم ځای غلط لیکل شوی دی؟🤔🤔 هرچا که پیداکړ نو جایزه لری😐

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ {۱} اللَّهُ الصَّمَدُ {۲} لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ {۳} وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ {۴} )
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ {۱} اللَّهُ الصَّمَدُ {۲} لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ {۳} وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ {۴} )
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ( قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ {۱} اللَّهُ الصَّمَدُ {۲} لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ {۳} وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ {۴} )





بس دی نور پسي مه ګرځه هیڅ غلطي نه لري
صرف تا د قرانکریم دیوه ختم ثواب ترلاسه کړ
اوماته دخوشحالی ځای دادی چي زه هم ستاپه ثوابو کي مستقل شریک شوم 🥰
که غواړئ نور هم له دې ثواب برخمن شئ او ستااو زما په ثوابو کي نور هم زیاتوالی راشی نو ملګرو سره یې شریک کړئ.
کاپي

25/01/2025
02/10/2024

هر بریالی کس یوه درد ناکه کیسه لري، هره درد ناکه کیسه بریالی پایلې لري، درد قبول کړه او بریالېتوب ته په تمه اوسه.

15/01/2023

د ملګري په خرڅولو کې
هېڅوک نه دي میلیونر شوي، له هر چا سره صفا ملګرتیا وکړئ✌

30/10/2022

ژوند په دې نه ارزي!
چې زړه ورته وخورې شکایتونه ترې وکړې
او هره ورځ نوي ګیلې ترې وکړې،
بلکې له ژونده د خوند اخیستلو هنر زده کړه
یو یې زه درته ښایم،
هر سهار راپورته شه او د لمر د زړه راښکونکو وړانګو ننداره وکه،
بیا به پوه شې چې ژوند یوازې ګیلې او شکایتونه نه
بلکې ښکلاګانې هم لري،
کنه تجربه یې کړه!

29/10/2022

دحضرت بلال رض دردونکې کیسه

کله چي رسول ﷺ رحلت وکړ بلال رض ابوبکر صدیق رض ته راغی او ورته ویې ویل:
ماله نبي کریم ﷺ نه اوریدلي د مومن لپاره تر ټولو غوره عمل د الله ج په لاره کې جهاد کول دي.
حضرت ابوبکر صدیق رض ورته وفرمایل:
هو نو ستا څنگه خوښه ده؟
بلال: غواړم چې د خداي ج په لاره کې د جهاد لپاره ووځم تر څو شهید شم.
حضرت ابوبکر صدیق رض: نو موږ ته به اذان څوک کوي؟
حضرت بلال رض چي سترگې یې له اوښکو ډکې وې ویې ویل:
زه له رسول ﷺ څخه پرته بل چا ته اذان نشم کولای😰
حضرت ابوبکر صدیق رض ورته وویل:
نه ته زموږ سره پاتې شه موږ ته اذان کوه.
حضرت بلال رض ورته وویل:
که زه دې ددې لپاره آزاد کړی وم چې له تا سره واوسم نو بیا چې دې څنگه خوښه وي هغسي به وکړم او که دې د الله ج لپاره آزاد کړی وم نو بیا مې پریږده چې د الله ج په لاره کي ووځم، بیا شام ته ولاړ پاتې وخت یې په جهاد کې تیر کړ.
حضرت بلال رض به د ځان په باره کې ویل چې زه د رسول الله ﷺ له وفات وروسته په مدینه کې نشم اوسیدلی ځکه هلته یې فراق زیات زور راباندې کوي.
او کوم وخت چې یې اذان کولو او أشهد أن محمد رسولﷺ ته به ورسیده نو غږ به یي گنگوړه شو او وبه یې ژړل، څو کاله وروسته یې رسول الله ﷺ په خوب ولید چې ورته وایي:
ای بلاله دومره جفا؟
دا دومره وخت کې یو ځل زما زیارت ته هم
را نغلې؟
کله چې رابیدار شو سمدستي یې د سفر تیاري وکړه او د مدینې منورې په لور روان شو چې ورسیده د رسول الله مبارک ﷺ پر قبر یې سلام وکړ ډیر زیات یې وژړل بیا یې حسن او حسین رض په غیږه کي واخیستل ښکل یې کړل او مینه یې ورسره وکړه.
دواړو (حسن او حسین) وغوښتل تر څو د سهار اذان وکړي د مسجد بأم ته وخوت چې کله یي الله اکبر، الله اکبر وویل په مدینه کې شور او ځوږ شو! چی کله یې اشهد آن لأ إله إلا الله وویل شور په ژړا وو او چغارو بدل شو!
چې کله یې اشهد آن محمد رسول الله ویل ښځې له خپلو کورونو او کوڅو را ووتلې دوی فکر کاوو چې رسول الله ﷺ را ژوندی شویدی.
په دغه ورځ د مدینې ټولو خلکو بیخي زیات وژړل چې شاید د نبی کریم ﷺ له رحلت وروسته یې دومره زیات نه وو ژړلي، حضرت بلال رض د منبر نه را پریوته بیهوشه شو.
او کله چی امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رض د شام په سفر ولاړ نو هغه وخت چې مجاهدینو زیات فتوحات کړي وو.
حضرت عمر رض ورته وویل تاسې له مانه چیشی غواړئ
دوۍ په ځواب کې ورته وویل چې په دې خوشحالی کې دې حضرت بلال رض یو اذان رأته وکړي.
نو له حضرت بلال رض څخه یې هیله وکړه چې نن ورته په خپل غږ کې اذان وکړي
کله چې د لمانځه وخت شو او اذان یې شروع کړ ناستو ټولو صحابه کرامو چا چې رسول الله ﷺ لیدلی و په چیغو چیغو ورته ژړل پخپله حضرت بلال رض هم دومره زیات وژړل چې کله یې هم په ژوند کې دومره نه وو ژړلي تر ډیره پوري هیچا هم خپله ژړا نشوای قابو کولای هر چا ته د خوږ رسول الله ﷺ ژوند او له هغه سره برکتي ناستي پاستي وریادې شوې.
خو بیا چې کله اشهد آن محمد ته ورسید

26/07/2022

مه خپه کيږه ۔۔ 😔

ځينې خلک تعليم په ۲۲ کلنۍ کې پوره کړي، خو پنځه کاله بيکاره ګرځي او د خوښې وظيفه يا کاروبار په لاس نه ورځي.

ځينې خلک په ۲۵ کلنۍ کې د ښو کمپنيانو مالکين او يا عمومي رئيسان شي ليکن چې مونږ خبريږو هغوى بيا د ۵۰ کلنۍ په عمر له دغه فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي.

مګر ځينې خلک بيا برعکس په ۵۰ کلنۍ کې د کمپنيو مالکان او يا رئيسان شي خو بيا ۹۰ کاله ژوند وکړي.

ځينې خلک له دولت او کاروبار سره سره بياهم بې ژونده او مجرد ګرځي مګر ځينې خلک له غربت او بيکاري سره سره بياهم د کور او ژوند څښتنان وي او له خپلو اولادونو سره خوشحاله ژوند کوي.

اوبامه ۵۵ کلنۍ کې تقاعد شو؛ مګر ټرمپ بيا په ۷۰ کلنۍ کې د خپل سياسي ژوند پيل وکړ.

ځينې نامي خلک کله کله په مهم امتحان کې ناکام شي،خو بيا هم خاندي او په خوشحالي خپل ژوند مخته وړي ترڅو د بياځل لپاره ځان تيار کړي؛ مګر ځينې بيا د يوې نومرې په کميدو هم ژاړي.

ځينې خلکو ته الله تعالى له کوششونو بغير ډير څه ورکړي مګر ځينې بيا ټول ژوند لالهانده وي خو څه په لاس ورنشي.

دغه نړۍ کې هر کس د خپل time zone په اساس ژوند کوي؛ کله نا کله مونږ ته داسې ښکاري چې پلانى له ما څخه ډير مخکې او يا وروسته دى خو نه حقيقت داسې نه دى؛ دلته هر کس په خپل ځاى درست دى او بايد شکر ادا کړي؛ له چاسره حسد مه کوئ؛ غرور مه کوئ او مه کفران د نعمتونو کوئ بلکې بهتره دا ده چې هر کس په خپل time zone کې د اطمينان او خوشحالي ژوند وکړي.

انتظار وکړه؛ کوښښ وکړه او مطمئين ژوند وکړه.

نه تراوسه په تاسو ناوخته شوى دى او نه مو له وخته مخکې څه لاسته راوړي دي.

الله تعالى زمونږ ژوند داسې جوړ او عياروی تر کومه حده يې چې توان او برداشت لرو. هغه ذات ښه پوهيږي چې چاته څه او په کوم وخت کې ورکړي. کوشش وکړئ چې خپل رضايت د الله تعالى رضا پورې وتړئ؛ يقين وکړئ کومې فيصلې چې له پاسه راځي هغه کې زمونږ او ستاسو ټولو خير دى. 💗
شیر یی کړی

09/08/2021


Benjab

21/03/2021

نوی کال مو مبارک!!

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Khost