08/01/2026
وقار سلام خيل ښايي د افغانستان پر ځای بل هېواد لپاره ولوبېږي.
وقار چې په چپ لاس سپين بالينګ کوي، له څو کلونو راهيسې په سوداګريزو ليګونو کې لوبېږي او نوموړی تل د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې شامل وي.
خو سره له دې هم نوموړي ته افغان کوم کرکټ بورډ پام ندی کړی، نو اوس موږ داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د دوو بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو څخه نوموړي وړانديزونه ترلاسه کړي چې د هغوی لپاره ولوبېږي.
03/01/2026
یادې لوبې اماراتو کې ترسره کیږي
03/01/2026
د بنګله دېش د فوټبال پخوانی لوبډلمشر امین الحق وایي
28/12/2025
د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو په ټاکلو بوخته ده. د نوین الحق او فضلحق فاروقي تر څنګ که بل تېز بالر انتخابېږي، نو ضیا د خپل اوسني ښه ریدم له امله تر ټولو قوي نوم دی. هغه په وروستیو سیالیو کې ښه بالینګ کړی، ښه قد او ښه فیس لري او په خپل بالینګ بشپړ کنټرول لري. ضیا کولی شي د لوبډلې لپاره اغېزمن ثابت شي او د بالینګ کرښه لا پیاوړې کړي.
ICC - International Cricket Council
Afghanistan Cricket Board
22/12/2025
د سویلي افریقا ليګ د جمعې په ورځ پيليږي. ياد ليګ د مينهوالو او ښه کرکټ له درکه له ای پي ایل وروسته بهترین ليګ ګڼل کيږي.
22/12/2025
د عالم صیب له کورنۍ سره د بې انصافۍ په دوام:
له تېز توپ اچوونکي افتاب عالم یې ان کورنی کنټرک»قرارداد» هم اخیستی او اوس مهال له دومره ډېر خدمت و کرکټ سره له کرکټ بورډ هیڅ معاش نه لري.
مګر لسګونه داسې یو یو لوبغاړی درښایم چې نشنل کرکټ یې ندی کړی یا یې د ګوتو په شمار لوبې کړي خو له داسې کټګورۍ معاش اخلي چې له سینر لوبغاړو سره اوږه په اوږه روان دي.
ځینې یې د داخلي کرکټ تر ټولو کوچنۍ سیالۍ کړي، خو د کورني کرکټ داسې کنټرک نه برخمن دي چې تر ټولو عالي کټګورۍ وي.
22/12/2025
د آیپياېل د پنجاب کېنګز لوبډلې مرستيال مشر غواړي چې د آیپياېل ليګ لوبې لا ډېرې شي.
22/12/2025
سلامخيل لا هم مخکښ دی🤩
په روان څلورم پړاو انټرنیشنل ليګ کې افغان سپينر توپ اچونکی وقار سلامخيل په پنځلس ويکټو اخيستو سره لا هم مخکښ دی او د ډیرو ويکټو بېلټ ورسره دی🔥
22/12/2025
نوموړي په 35 توپونو سلیزه بشپړه کړې وه چې د هند لپاره چټکه سلیزه وه
22/12/2025
د سويلي افريقا شل اوريز ليګ پېلېږي.
د راشد خان، مجيب ځدراڼ، نور احمد او کريم جنت په ګډون يو شمېر نړيوال ستوري دغه هېواد ته رسېدلي دي.
22/12/2025
د کرکټ په 150 تاريخ کې مخکې داسې نه و شوي، چې د يوې ټیسټ لوبې په دواړو پاڼيو کې دې اوپنرانو سليزې وهلي وي.
خو دغه ريکارډ دوو نيوزيلنډي لوبغاړو ليتهم او کانوې د ويسټ پر وړاندې ټیسټ لوبه کې پخپل نوم ثبت کړ.
کانوې په لومړۍ پاڼۍ کې 227 او دويمه پاڼۍ کې 100 منډې وکړې او ليتهم بيا لومړۍ پاڼۍ کې 137 او دويمه کې 101 منډې وکړې.