Afghan Refugees Cricket Tournament

Afghan Refugees Cricket Tournament

Share

Cricket

21/11/2023

دا هم د افغان کډوالو په ویاړ د ټورنمېنټ د لوبو عمومي مهالوېش!

19/11/2023

د محمدخان کریکټ لوبډلې نوملړ!
د کرېکټ ملي اتل مجیب ځدراڼ ترڅنګ دا لوبډله د کورني کرېکټ له ډېرو پیاوړو لوبغاړو جوړه شوې چې موږ تاسې به په خپلو ښکلو سیالیو خوښ وساتي.
یادونه:د افغان کډوالو په ویاړ ټورنمېنټ به ډېر ژر په خوست کې د ملي اتلانو په شتون کې پیل شي.

19/11/2023

دا هم د افضلي کرکټ لوبډلې نوملړ!
د ملي لوبډلې د پیاړو توپوهونکو رحمن الله ګربز او احسان جنت په شمول یې د کورني کرکټ غوره لوبغاړي برخه دي.
موږ باوري یو چې دا سیالۍ به ستاسو لپاره خورا خوندورې وي.
یادونه:د افغان کډوالو په ویاړ ټورنمېنټ به ډېر ژر په خوست کې د ملي اتلانو په شتون کې پیل شي.

19/11/2023

د جهاد سنګین کرکټ لوبډلې نوملړ!
په یاده لوبډله کې صابر ګربز،خلیل احمد، زیت الله شاهین،خالد تڼیوال،عرب مومند، نعمان شاه او نور پیاوړي لوبغاړي چې دې ټورنمېنټ کې به په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
دوی زموږ د راتلونکې کرکټ اینده تضمینوي.
د افغان کډوالو په ویاړ کېدونکی ټورنمېنټ به ډېر ژر په خوست کې د ملي لوبغاړو سربېره د کورني کرکټ مخکښو لوبغاړو په شتون کې پیل شي.

19/11/2023

دا هم د افغان کډوالو په ویاړ کېدونکي ټورنمېنټ کې د خوست اېلېون سټارز لوبډلې نوملړ دی.
شاهد کمال،نوید عبید،ایمل،باختر اتل او نور مخکښ لوبغاړي یې برخه دي،سیالۍ به ډېر ژر په خوست کې پیل شي.

19/11/2023

د "افغان کډوالو" په ویاړ کېدونکي ټورنمېنټ کې د ډېنجر کرکټ لوبډلې نوملړ!
دا لوبډله چې په خپل جوړښت کې د افغانستان ملي ستوري ابراهیم ځدراڼ،رحمن الله ځدراڼ،ضیاء شریفي،نوید ځدراڼ او نور مخکښ لوبغاړي لري، دې لوبو ته به ځانګړې ښکلا ور وبخښي.
ډېر ژر..

17/11/2023
12/11/2023

د افغان کډوالو د بېرته را ستنېدو په ویاړ د کریکټ په زړه پورې ټورنمېنټ!
یاد ټورنمېنټ به به ډېر ژر په ښکلي خوست کې د ملي،الف او ښکته لېول لوبغاړو په شتون کې د شل اورونو په بڼه ترسره شي.
Afghan Refugees Cricket Tournament

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kunduz?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kunduz
533078852