11/11/2025
راشد خان خپله دوهمی میرمنی سره نکاه تایید کړه
هغه،په خپل انستاګرام کی د ملاتړ پر مهال، د هغې د کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل:
“زما مېرمن یوه بریالۍ او مهربانه ښځه ده، ما په هغې کې هغه مینه، سوله او ملګرتیا وموندله چې تل مې خوب لیدلی و.”
نوموړي د اګست په دوهمه واده کړی و، چې نن یې دا خبر په رسمي ډول له خلکو سره شریک کړ
Rashid Khan
29/10/2025
ګربز او ابراهیم خو د لوبې په لومړیو شپږو اوورونو (پاور پلۍ) کې ډېره ښه لوبه وکړه؛ ۶۳ منډې.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه.
25/10/2025
که پوښتنه وشی چی په کرکت بهترینه بیتنګ جوړه څوک دی بیشکه چی د ټولو ځواب به دوی دواړه وی
27/02/2025
د کرکټ په ۲۵ کلن مزل کې د افغان لوبډلې په زړه پورې داستان؛
افغان لوبډله په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري یوه رسمي لوبډله وګڼل شوه، په ۲۰۰۳ کې یی د آسیایي شورا غړیتوب واخېست، په ۲۰۱۱ کې یی د نړیوالو یو ورځنیو لوبو اجازه ترلاسه کړه.
په ۲۰۱۲ کې یی د ټېسټ لوبو اجازه لرونکي لوبډلې(پاکستان) سره لومړۍ نړیواله یو ورځنی لوبه ترسره کړه، په ۲۰۱۴ کې یی د ټېسټ لوبو اجازه لرونکي لوبډلې(زمبابوی) سره د لوبلړۍ کولو اجازه ترلاسه کړه.
بیا نو څه وشول؟
افغان لوبډله په ۲۰۱۵ کال کې سمدستي د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په لس غوره لوبډلو کې راغله، په همدې کال کې یی د نړیوال جام په ډیبو(لومړی) لوبه کې ګډون وکړ، په همدې کال کې یی له زمبابوی څخه د خپل کرکټ د تاریخ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبلړۍ وګټله.
په ۲۰۱۸ کال کې یی له ویسټ انډیز څخه د نړیوال جام غوراوي سیالیو اتلولي وګټله، په ۲۰۲۱ کې یی د لومړي ځل لپاره ایرلینډۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې وایټ واش کړه(درې واړه لوبې یی ترې وګټلې).
ښه نو له ۲۰۲۳ را پدیخوا یی څه کړي؟
افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال شل اوریز نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره انګستان، پاکستان او سریلانکا ته ماتې ورکړه، په ۲۰۲۴ کې یی نیوزیلینډ او اسټرلیا هم ور اضافه کړل او دا دی اوس په چمپینس ټرافي یا د اتلانو جام کې هم لوبېږي.
د کرکټ د نړیوالې شورا شورا بشپړ غړیتوب، د ټېسټ لوبو اجازه او ځینې نورې لاسته راوړنې یی هم شته چې تفصيلي لیکل به یی لیکنه لا اوږده کړي.
ستاسو له آنده آیا دا سفر اسانه ؤ؟ نه! افغان لوبغاړو په دغه اوږد سفر کې بلا ستونزې ګاللي دي، او بالاخره یی زمونږ کرکټ تر دې ځایه رارسولی دی.
د لا نورو لاسته راوړنو او د ویاړونو ګټلو په هيله یی!
26/02/2025
افغان اتلانو انګلستان ته ماتې ورکړه!!!
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا عالي او په زړه پورې لوبې په پایله کې سیالې انګلستان لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې یې خپله لومړنۍ تاریخي بریا په خپل نوم کړه.
دا ستره بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
26/02/2025
افغانستان د لاهور په میدان کې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.
نن ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د توپ وهنې ښکلې ننداره وړاندې کړه او تاریخ ساز لوبغاړی شو. لا دې وځلېږي.
ابراهیم د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې هم په نړیوال جام او هم په چمپینز ټرافي کې سلیزې کوي، ۱۷۷ منډې یې وکړې.
په توپ وهنې کې زما په نظر یو عمده ټکی او ټرنینګ پواینټ د حشمت او ابراهیم د منډو ملګرتیا وه چې د انګلنډ د ښه بالینګ او ویکټ اخیستو بهیر یې ودروه.
هو د عظمت او نبي چټکو ۴۱ او ۴۰ منډو هدف تر ۳۰۰ ورپورته کړ.
اوس نو خبره زموږ توپ اچوونکو ته پاتې ده. د راشد خان، نور احمد او محمد نبي اوورونه به دا لوبه راګرځوي، هیله ده چې زموږ تېز توپ اچوونکي نن د ورو توپ اچوو ملا وتړي.
د لاهور دا پچ د توپ وهنې لپاره بیخي برابر دی.
مه یې هېروئ، چې انګلند د توپ وهونکو اوږد کتار لري. د دوی د توپ وهنې بڼه د خرپ او ترپ ده او ممکن په لومړیو اوورونو کې زموږ د توپ اچوونکو په وړاندې د «بازبال» تګلاره خپله کړي: چټکه او یرغلیزه لوبه.
د افغانستان د بري دوعا به کوو.
26/02/2025
واوووو مبارک شه!!
ابرهیم ځدراڼ په نړيوالو يورځنیو لوبو کې د 1500 منډو پوره کولو وروسته، نن د انګلستان خلاف 100 هم ترلاسه کړه .
وځليږې اتله!!
30/07/2023
ډیر کسان کله چې متن لیکي په (ي) ګانو کې ستونزه لري که غواړئ چې دغه ستونزه مو حل شي لیکنه ښه زیر سره ولولئ.
پښتو هغه ژبه ده چې په خپل جوړښت کې پنځه (ی) ګانې لري او د هرې (ی) استعمال په خپل ځای کې خورا مهم دی، خو ځیني کسان بیا (ی) ګانې دومره جدي نه نیسي، چې دا کړنه یې په لیکنه کې لویه تیروتنه ګڼل کیدای شي، که چیرې غواړئ چې لیکنه مو خلک په ښه ډول سره ولولي او غوره مفهوم ترې واخلي، نو پښتو (ی) ګانې زده کړئ او په خپلو لیکنو کې یې وکاروئ:
ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ
لومړی: نرمه یا بې ټکو (ی)
دغه (ی) ته نرمه (یا) وایي ځیني کسان ورته بې ټکیو (یا) هم وایي دغه (یا) په حقیقت کې له دوو غږونو څخه جوړه شوې ده چې یو خپلواک غږ او بل نیمه خپلواک غږ دی.
دغه (ی) د نارینه مفردو نومونو لپاره کارول کیږي لکه:
سړی، منګی، بچی، زمری، نری، لالی، خټکی، کابلی، بریالی، هراتی ګلالی، ننګیالی، لوی، زلمی، منی، پسرلی، ننګرهاری، کندهاری او داسی نور…
دویم: څرګنده یا معروفه (ي)
دې ته څرګنده یا معروفه (ي) وایي دا یو خپلواک غږ دی د نارینه جمع نومونو لپاره کارول کیږي لکه:
سړي، منګي، لرګي، بچي، احمدي، صمدي، زمري، ختګي، طبي، دوستي، خپلوي، نرسري، جنګي، نیالګي، لښتي، پردي، نظامي، عسکري، وطني، کفري، ځنګلي، حاجي، لازمي، باراني، جنګي، زلمي، جنګیالي، کلتوري، اجتماعي، ابادي، اسلامي، اجتماعي، اخلاقي، سمدستي ، کلتوري، قاچاقي، اقتصادي، منطقي، قوي، تهاجمي او داسې نور…
دریمه: اوږده (ې)
دې ته اوږده (یا) وایي. دا یو خپلواک غږ دی زیاتره هغه جمع ښځینه نومونه چې په زور پای ته رسیدلي وي کاریږي لکه:
شیدې، مستې، پاڼې، پلوشې، خورې، پستې، خوږې، وړانګې، ادې، ډیوې، حملې، کرې، نږدې، پردې، ترخې، کږې، سرې، داسې، مخکې، خاورې، فسلفې، لارې، چې، ستونزې، مناقشې، جګړې، مناظرې، خبرې، ورځې، شنبې، یکشنبې، غونډې، معدې، اغېزې، مېرمنې، وړاندې، ترانې او داسې نور…
څلورم: لکۍ لرونکې یا زورکۍ والا (یا) (ۍ).
دې ته لکۍ لرونکي یا زورکی والا (یا) وایي. دا هم له دوو غږونو څخه جوړه شوې، یو یې خپلواک واول او بل یې نیم واک واول. دا (ۍ) په زیاترو مفردو ښځینه نومونو کې راځي لکه:
هګۍ، سپوږمۍ، ډوډۍ، نجلۍ، ګلالۍ، جلبۍ، خولۍ، زمرۍ، هیلۍ، نتکۍ، خورکۍ، دیموکراسۍ، کابلۍ، هراتۍ، نرۍ، توتکۍ، سلګۍ، المارۍ، څوکۍ، ابوظبۍ، ودانۍ، ژوندۍ، لومړۍ، ماڼۍ، زارۍ، افغانۍ، وروستۍ، څپلۍ، پیړۍ، نرۍ، ولسوالۍ، تبۍ او داسې نور…
پنځم: همزه لرونکې (ئ).
دغه (ئ) د امر کولو په وخت کې کاریږي لکه:
دا کار مه کوئ، راځئ، مه کوئ، ورځئ، ګورئ، ولاړئ، پدې لاره مه ځئ، هڅه کوئ ، ویې ګورئ، والوزئ، ولاړئ، حساب ور کوئ، حساب اخلئ، حساب مه منئ، اورئ، راغئ او داسې نور…
تمرین یې کړئ، انشاءالله زده به مو شي او لیکل به مو پرې ښکلي شي.
29/07/2023
زما جانان ملي بیرغ ده،،
تور يي زلفان سره يي لبان شنه يی خالونه،،
کاپی