07/07/2026
د افغان کرکټ دنګ چنار د ستورو له مداره پرېوت
افغانستان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د هغه مړینه له شک پرته ستره ضایعه بولي. شاپور ځدراڼ د افغان کرکټ د بنسټ ایښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو یې زموږ په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړی د هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرکټ د راولاړېدو او ودې لپاره یې ډېر کوښښونه وکړل او د هغو پلونو په رغونه کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې نړیوال پړاو ته ورساوه.
شاپورجان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ. د هغه هلې ځلې او لاسته راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.
له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه والو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه، ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ په راتلونکي باور ولري.
افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ کورنۍ، ملګرو، د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د افغان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي. د هغه مړینه له شک پرته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي چې یادونه به یې د افغانستان د خلکو او د کرکټ نړۍ په زړونو کې تل ژوندي وي.
اتله! روح دې ارام او د هغې دنیا له سکون ډک اوسه.
باید وویل شي چې د خدای بخښلي ځدراڼ د جنازې وخت او ځای به د نوموړي له کورنۍ سره له مشورې وروسته روښانه شي.
انا لله وانا الیه راجعون. الحکم لله
03/06/2025
25/06/2024
25/06/2024
16/06/2024
07/06/2024
21/05/2024