08/08/2026
نن د اشکمیش اتلانو او خانآباد اتلانو ترمنځ د هارډبال ۲۵ آوریزه دوستانه لوبه د اشکمیش ولسوالۍ په کوربهتوب ترسره شوه.
د لوبې پچه د اشکمیش لوبډلې کپتان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د اشکمیش لوبډلې په ټاکل شویو ۲۵ آورونو کې د صدام حسین او احسان الله د غوره توپوهنې پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو ستر هدف وټاکه.
خانآباد لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د یاد هدف د تعقیب هڅه وکړه، خو د دادالله د ښې توپوهنې سربېره یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر اشکمیش لوبډلې ته وبایلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د اشکمیش لوبډلې بریدګر توپوهونکي صدام حسین ته ورکړل شوه.
د کرکټ مینه، ورورولي او سپورټي اخلاق د ټولنې د یووالي ښکلی پیغام دی. هیله ده چې د اشکمیش، خانآباد او د تخار د نورو ولسوالیو ترمنځ همداسې دوستانه لوبې لا ډېرې شي، څو ځوان استعدادونه وده وکړي او د کرکټ مینه نوره هم پیاوړې شي.
16/07/2026
امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دریم ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو سترې یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ – سوپرکولا سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دریم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.
بشپړ معلومات: https://t.ly/tYHBr
------
Amo Sharks Complete a Hat-Trick of the SCL Titles
Kabul – July 15, 2026: The Yamin Ahmadzai-led Amo Sharks delivered a dominant all-round performance to defeat the Speenghar Tigers by 7 wickets in the Grand Finale and complete a hat-trick of SCL Titles.
Read More: https://t.ly/xGSzr
12/07/2026
د تخار ولایت د مرکز د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د ابوعثمان لېسې د لوبډلې په اتلولۍ سره په بریالیتوب پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د مرکز د ۸ ښوونځیو لوبډلو ګډون کړی و او په خورا سیالیزه او دوستانه فضا کې یې خپلې لوبې ترسره کړې. دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورنی کرکټ څانګې په لارښوونې او د تخار د کرکټ آمریت د ۲۰۲۶ کال د کلني پلان له مخې، د ځوانو استعدادونو د ودې، د کرکټ د ودې او د غوره لوبغاړو د پېژندنې په موخه ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د ابوعثمان لېسې لوبډلې غوره لوبه وکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د انفرادي جایزو په برخه کې:
* عادل خان د ۱۴۴ منډو په ترسره کولو سره د سیالیو د غوره بېټسمین جایزه ترلاسه کړه.
* محمد طاووس د ۸ وېکټو په اخیستو سره د سیالیو د غوره بالر جایزه وګټله
09/07/2026
تخار د بدخشان پروړاندی
راتلونکی سه شنبه
07/07/2026
إِنَّا للّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
الله تعالیﷻ د جنت الـفـردوس ورته نصــیب کړی کـورنۍ او دوستـانو ته يې د الله تعالی ﷻ له لوی دربار څخه صبر جمــیل غــــواړم
01/06/2026
د تخار ولایت د انټرکلب سیالۍ چې د مې میاشتې په ۶مه نېټه پیل شوې وې، د زړهراښکونکو او په زړه پورې لوبو وروسته د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې ۷ لوبډلو ګډون کړی
د سیالیو په پای کې د هلال احمر کلب لوبډله د غوره کارکردګۍ له امله د اتلولۍ جام خپل کړ او د دې ټورنمنټ اتله وپېژندل شوه.
د دغو سیالیو اساسي موخه د وزیر محمد اکبر خان ولایتي سیالیو لپاره د تخار منتخبې لوبډلې جوړول او د غوره استعدادونو پېژندل وو، ترڅو ولایت ته یو قوي او پیاوړی ټیم چمتو شي.
د انفرادي جایزو په برخه کې:
* جاوید د ۴۳۰ منډو په جوړولو سره د ټورنمنټ غوره بېټسمېن وټاکل شو.
* فریدالله د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د ټورنمنټ غوره بالر ونومول شو
27/05/2026
هلال احمر کرکټ کلب وکولی شو الفاتح (اشکمش) ته په ماتی ورکولو سره د تخار انترکلب سیالیو اتلولی خپله کړی
24/05/2026
د تخار انترکلب سیالیو پایلوبه د لاندی لینک څخه تعقیب کړی
Live Score: Al-Fateh Eshkamish Atalan C C vs Helal Ahmer C C at Qazaq Ground, Takhar (22 Overs) Al-Fateh Eshkamish Atalan C C : 0/0 in (0.0 Ov). Toss: Al-Fateh Eshkamish Atalan C C opt to bat. Full Scorecard: https://cricheroes.com/scorecard/24981532/individual/Al-Fateh-Eshkamish-Atalan-C-C-vs-Helal-Ahmer-C-C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps