CricLead Plus

CricLead Plus

Teilen

د کرېک‌ليډ دوهمه پاڼه - د کرېک‌ليډ اړوند ويډيوګانې او تازه مالومات له‌همدې آدرسه خپرېږي، ومو څارئ.

13/08/2026

سټيف سمېت وايي:
"ما غوښتل له لوبغالي ووځم (ځکه چې اوټ وم) خو تکنالوژۍ بچ کړم."

سمېت نن د بنګله‌دېش په وړاندې په دوه منډو ولاړ و چې بال ترېنه ايج شو، مګر لوبڅار اوټ ورنکړ. بنګله‌دېش ريويو واخيسته خو د سنېکو په نوم تکنالوژۍ وښوده چې ايج نشته، په داسې حال کې چې د ورځې په پای کې خپله سمېت وويل چې اوټ و خو تکنالوژۍ بچ کړو. سمېت بيا ټولې ۷۱ منډې وکړې.

13/08/2026

درويش رسولي وايي چې دی په کورنيو لوبو کې په ونډون او ټوډون پوزيشن راښکته کيږي خو ملي لوبډله کې په پنځم او شپږم پوزيشن توپ‌وهنه کوي نو لږ به وخت اخلي تر څو له دغه پوزيشن سره ځان برابر کړي. هغه زياتوي چې مشرانو لوبغاړو ډاډ ورکړی او ورته يې ويلي چې بايد دغه مهم پوزيشن ته پوره چمتو اووسي.

13/08/2026

بنګله‌دېش د استراليا سره په استراليا کې د سيريز د لومړۍ ټيسټ لوبې لومړۍ ورځ عالي پای ته ورسوله.
استراليا ټاس وګاټه او لومړی یې خپله توپ‌وهنه غوره کړه خو ټول لوبغاړي يې په ۱۹۸ منډو اوټ شول.
د استراليا لپاره تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې سټيف سمېت وکړې او د بنګله‌دېش لپاره حسن محمود ۶ ويکټې واخيستې.
بنګله‌دېش د استراليا د ۱۹۸ منډو په ځواب کې د نن ورځې تر پايه ۹۶ منډې وکړې او يوازې يو لوبغاړی يې اوټ شو.

13/08/2026

پر ايرلينډ د افغان ملي لوبډلې برلاسي!

13/08/2026

ياده لوبه کې د يوې لوبډلې کپتاني اعجاز احمدزی او د بلې عمران مير کوي او پر ملي سپورټس تلويزيون به هم خپره شي.

13/08/2026

بنګله‌دېش د استراليا ټول لوبغاړي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۹۸ منډو اوټ کړل.
فاسټ بالر حسن محمود د بنګله‌دېش لپاره شپږ ويکټې واخيستې.

13/08/2026

بنګله‌دېش د لومړۍ ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې په استراليا برلاسی دی.

12/08/2026

د صدیق او ابراهيم سليزې، د راشد او یمين ويکټې، په درويش نيوکې او د سيريز ګټل!

12/08/2026

"فکر کوم چې صدیق او ابراهیم ډېر ژر حالات درک کړل او ښه ولوبېدل. دلته له راتګ مخکې مو یو هدف ټاکلی و چې باید له ۳۰۰ څخه زیات منډې وکړو، او بالاخره مو دا هدف ترلاسه کړ.
عموماً زه ټاپ ارډر کې توپ‌وهنه کوم، خو فکر کوم دا د ټیم اړتیا وه، موږ یوازې غوښتل چې تر پایه مومينټم وساتو، ځکه نو زما د بیټینګ نمبر لږ ښکته شو.
لکه مخکې مې هم وویل، دوی شرایط ډېر ښه و ارزول. دوی غټو شاټونو پسې نه تلل، خپله طبیعي لوبه یې کوله، د خراب توپ انتظار یې ایسته او ورو ورو یې ملګرتيا جوړه کړه.
بلبیرني ډېر ښه لوبه وکړه او کيمفر هم ډېر ښه ولوبېد، په منځنۍ برخه کې موږ ژر ویکټې واخیستې."

رحمت شاه
افغان لوبډلمشر

12/08/2026

د يو بل ریکارډ:

Wollen Sie Ihr Service zum Top-Fitness-Studio in Frankfurt machen?

Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.

Lage

Kategorie

Adresse


KurgartenstraBe 54, Furth
Frankfurt