آمریت ورزشی ولایت لغمان

آمریت ورزشی ولایت لغمان Official Page of Laghman Provincial Sports Directorate 🇦🇫 | Sports News | Tournaments | Athletes
Follow us for the latest sports news and updates from Laghman.
(1)

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ له ورزشي کلبونو سره د ورزشي وسایلو مرسته وشوهد لغمان ولایت بدني روزنې او ورزش ادارې په همکار...
21/09/2026

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ له ورزشي کلبونو سره د ورزشي وسایلو مرسته وشوه

د لغمان ولایت بدني روزنې او ورزش ادارې په همکارۍ او د ځلانده ستورو پلورنځي د بنسټګر استاد محمد شعیب ځلاند له لوري، د قرغیو ولسوالۍ اړوند یو شمېر ورزشي کلبونو ته د اړتیا وړ ورزشي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې ورزشي لباسونه او یو شمېر نور اړین ورزشي وسایل شامل وو، چې د لغمان ولایت د ورزشي ادارې د ولسوالیو ورزشي مدیر استاد پهلوان سمسور افضلي او د ځلانده ستورو پلورنځي بنسټګر استاد محمد شعیب ځلاند له لوري په رسمي ډول اړوندو ورزشي کلبونو ته ووېشل شول.

د ځلانده ستورو پلورنځي بنسټګر استاد محمد شعیب ځلاند د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ورزشي کلبونو او ورزشکارانو د ملاتړ دا لړۍ به تر ډېره دوام ولري.

د لغمان ولایت ورزشي اداره د ځلانده ستورو پلورنځي له مشرتابه او بنسټګر استاد محمد شعیب ځلاند څخه د دې ارزښتمنې مرستې او د ورزشکارانو د ملاتړ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني کوي او په راتلونکي کې د لا ډېرو همکاریو او ملاتړ هیله لري.

په درنښت
د لغمان ولایت بدني روزنې او ورزش اداره

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ ميل دره کې د فوټبال سيالۍ د نيچا تيلي لوبډلې په بريا سره پای ته ورسیدې.جمعه / د وږي ۲۰ مهپه...
12/09/2026

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ ميل دره کې د فوټبال سيالۍ د نيچا تيلي لوبډلې په بريا سره پای ته ورسیدې.

جمعه / د وږي ۲۰ مه

په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ۱۳ ټيمونو تر منځ د فوټبال سيالۍ د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ، ميل دري ميدان کې پيل شوي وي . چې (۱۸) ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو سالمه روزنه، د ځوانانو اتفاق او يووالي، د اسلامي امارت او ځواکونو څخه ملاتړ او سالم مصروفیت وه.

پای لوبه د نيچا تيلي او ميل دري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د نيچا تيلي لوبډلې د ميل درې لوبډلې ته يو په مقابل د صفر کې ستره ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

په پای کې د ورزشي اداري او فوټبال فدراسيون مشرتابه له لورې دواړو ټيمونو ته کپونه، مډالونه، تقدير نامې او يو شمير نورې جايزي ورکړل شوي.
په درنښت

په لغمان ولایت کې د موی تای دوستانه سيالۍ پای ته ورسيدي . سه شنبه/ د وږي ۱۷مهد لغمان ولايت بدنی روزنی او ورزش آمريت په ه...
10/09/2026

په لغمان ولایت کې د موی تای دوستانه سيالۍ پای ته ورسيدي .

سه شنبه/ د وږي ۱۷مه

د لغمان ولايت بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د موی تای فدراسيون له لورې د لغمان ولايت کلبونو ترمنځ د استاد حجت الله ساحل په کلپ کې د ۵۰ تنو لوبغاړو په ګډون دوستانه سيالی جوړي شوي وي چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

ديادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت، راتلونکو سياليو ته اماده ګي او موی تای فدراسيون ته وده ورکول وه.

په پای کې د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت له لورې او د موی تای فدراسيون استازو له لورې ټولو قهرمانانو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ سندونه ورکړل شو.
په درنښت

د لغمان ولايت علینګار ولسوالۍ دړين کلي واليبال ټورنمنټ د ادهار منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.دوشنبه – د وږي ۱۶مهد...
08/09/2026

د لغمان ولايت علینګار ولسوالۍ دړين کلي واليبال ټورنمنټ د ادهار منتخب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

دوشنبه – د وږي ۱۶مه

د لغمان ولايت بدني روزنې او ورزش آمريت په لارښوونه او د لغمان ولايت د واليبال فدراسيون په همغږۍ او د دړين ځوانانو لخوا د واليبال ټورنمنټ د دړين کلي په ورزشي ميدان کې پيل شوي وي.

په دې ټورنمنټ کې (۳۲) لوبډلو ګډون کړی وه چې د سياليو موخه د ځوانانو سالمه تفريح، د ورزش دود پياوړتيا او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ روحيې لا پياوړې کول وو.
او ياد ټورنمنټ ۲۸ ورځې دوام وکړ.

د ټورنمنټ پای لوبه د ادهار منتخب او دړين منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې ادهار منتخب لوبډلې په زړه پورې لوبه وړاندې کړه او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۳ – ۱ په پايله ماتې ورکړه، او بريا يې په خپل نوم کړه.
په درنښت

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ قلعه نجيل کلي واليبال ټورنمنټ د اسلام آباد منتخب لوبډلې په اتلولۍ پيل شوي.يکشنبه – د وږي 15...
06/09/2026

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ قلعه نجيل کلي واليبال ټورنمنټ د اسلام آباد منتخب لوبډلې په اتلولۍ پيل شوي.

يکشنبه – د وږي 15مه

د لغمان ولايت بدني روزنې او ورزش آمريت په لارښوونه او د لغمان ولايت د واليبال فدراسيون په همغږۍ او د قلعه نجيل ځوانانو لخوا د واليبال ټورنمنټ د قلعه نجيل په ورزشي ميدان کې پيل شو.

په دې ټورنمنټ کې (14) لوبډلو ګډون کړی. د سياليو موخه د ځوانانو سالمه تفريح، د ورزش دود پياوړتيا او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ روحيې لا پياوړې کول وو.
او ياد ټورنمنټ به 12 ورځې دوام وکړي.

د ټورنمنټ پرانيستې لوبه د راهين منتخب او اسلام آباد منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اسلام آباد لوبډلې په زړه پورې لوبه وړاندې کړه او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۲ – ۰ په پايله ماتې ورکړه، او بريا يې په خپل نوم کړه.
په درنښت

د لغمان ولايت ورزشي اداري اړوند د ټيب بال منتخبه لوبډله د شاهان کرکټ ټورنمنټ لپاره مرکز کابل ته روانه شوه.
02/09/2026

د لغمان ولايت ورزشي اداري اړوند د ټيب بال منتخبه لوبډله د شاهان کرکټ ټورنمنټ لپاره مرکز کابل ته روانه شوه.

لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ نلو کلي کې د ټيب بال پسه جام سيالۍ د جمشيد اباد منتخب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدي.شنبه / د و...
31/08/2026

لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ نلو کلي کې د ټيب بال پسه جام سيالۍ د جمشيد اباد منتخب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدي.

شنبه / د وږي 7مه

په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د ټيب بال فدراسيون په همغږۍ د ۲۲ ټيمونو تر منځ د ټيب بال کرکټ سيالۍ د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ نلو کلي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوي وي . چې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو موخه د فتحې ورځې لمانځل، د ځوانانو اتفاق او یووالی او ټيب بال کرکټ ته وده ورکول وه.

د ياد ټورنمنټ پای لوبه د جمشيد اباد B او جمشيد اباد منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې جمشيد اباد ب لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۲۳ منډو هدف وټاکه او خپل ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل. یاد هدف په تعقیب کې جمشيد اباد منتخب لوبډلې د دوه لوبغاړو په زيان د لوبې په ۷ اور کې ياد هدف پوره او بريا يې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ضياء الله ونومول شو.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړي هم ضياء الله ونومول شو.

په پای کې د لغمان ولايت ورزشي اداري او د نلو کلي مشرانو له لورې لومړي مقام ته يو دانه پسه او سيرلي او دوهم مقام ته پسه او يو شمير نورې جايزي لوبغاړو ته ورکړل شوي.
په درنښت

لغمان ولايت مرکز  محمدخيلو کلي کې د ټيب بال بايسکل جام سيالۍ د نالاوي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدي.په لغمان ولايت کې د ب...
26/08/2026

لغمان ولايت مرکز محمدخيلو کلي کې د ټيب بال بايسکل جام سيالۍ د نالاوي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدي.

په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د ټيب بال فدراسيون په همغږۍ د 52 ټيمونو تر منځ د ټيب بال کرکټ سيالۍ د لغمان ولايت مرکز محمدخيلو کلي په ورزشي لوبغالي کې د ملک خالد محمد خيل په مالي ملاتړ پيل شوي وي . چې 40 ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو موخه د فتحې ورځې لمانځل، د ځوانانو اتفاق او یووالی او ټيب بال کرکټ ته وده ورکول دي.

د ياد ټورنمنټ پای لوبه د زرقاوي او نالاوي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې زرقاوي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۷۸ منډو هدف وټاکه او خپل ۴ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل. یاد هدف په تعقیب کې نالاوي لوبډلې د دوه لوبغاړو په زيان د لوبې په ۹ اور کې ياد هدف پوره او بريا يې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی نظيف اميري ونومول شو.
د ټورنمنټ غوره توپ وهونکی اسدالله محمد خيل ونومول شو.
د ټورنمنټ غوره توپ اچوونکی عطاء الله ونومول شو.

په پای کې د لغمان ولايت ورزشي اداري او د محمد خيلو کلي مشرانو له لورې لومړي مقام ته بايسکل او دوهم مقام ته کپ او يو شمير نورې جايزي لوبغاړو ته ورکړل شوي.
په درنښت

په لغمان ولایت کې د پهلواني فدراسيون اړوند يو نوي کلپ افتتاح شو.شنبه / د زمري 31مه د لغمان ولايت د المپيک، بدنی روزنی او...
23/08/2026

په لغمان ولایت کې د پهلواني فدراسيون اړوند يو نوي کلپ افتتاح شو.

شنبه / د زمري 31مه

د لغمان ولايت د المپيک، بدنی روزنی او ورزش آمريت اړوند د پهلواني فدراسيون يو نوي کلپ د استاد عبدالله ساحل تر نظر لاندې رسماً د لغمان ولايت بدنې روزنې او ورزش آمر الحاج مجيب الرحمن رحماني او د ولسوالیو ورزشي مدير او پهلواني فدراسيون مسؤل استاد پهلوان سمسور افضلي لخوا افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. نوموړي استاد چې يو باتجربه او قهرمان استاد دي چې بار بار يې په ملي او ولايتي مسابقاتو کې ښه مقامونه ترلاسه کړي. اوس غواړي چې له همدې لاري خپلو ورزشکارانو ته ريښتيني خدمت وړاندې کړي.

ياد کلپ شاوخوا د ۵۰ تنو شاګردانو ظرفيت لري چې په دريو کټګوريو کې به ځوانان په نوی او عصري بڼه وروزې.نوی جوړ شوی کلپ به د ځوانانو د روزنې، د ورزش د ودې او د پهلوانۍ د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
په درنښت

22/08/2026

゚viralシ
په لغمان ولايت کې د پهلواني فدراسيون ولایتي سيالۍ پای ته ورسېدي

Adresse

Mainhardt

Telefon

+93771200870

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von آمریت ورزشی ولایت لغمان erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an آمریت ورزشی ولایت لغمان senden:

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie