10/05/2026
راشدخان: کله چې زما ورځ وي بیا د توپ وهوونکو بچ کیدل ناممکن وي.
افغان لوبغاړی راشد خان وایي کله چې زما ورځ وي بیا د توپ وهوونکو بچ کیدل ناممکن وي، هغه بیګاه په د راجستان خلاف څلور اورونو کې څلور ویکتې واخیستې او ۳۳ منډې یې ورکړې.
راشد وویل د الله شکر ادا کوم چې نن په یو مهمه لوبه کې غوره ولوبیدم او ویکټې مې واخیسته راشد وویل له خپلې تجربې مې ګټه واخیسته او ویکټ هم لږ څه کومک راسره وکړ.
هغه وای کله چې زما ورځ وی نو حتمی خپلی لوبډلی ته ښه بالینګ کوم او بیا د بالرانو بچ کیدل ناممکن وي
09/05/2026
د پاکستان کرکټ د PSL لیګ له مالکانو پیسې پټي کړي او لانجه یې روانه ده.
د PTI خبري اژانس، هندوستان ټایمز او یو شمیر نورو خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د پاکستان سوپر لیګ کې یوه لویه لانجه رامنځته شوې، راپورونه وایي د پاکستان کرکټ بورډ د PSL د لوبډلو د مالکانو ګټلې پیسې نه ورکوي او له هغوی سره حساب کتاب ته نه حاضریږي.
د لوبډلو مالکان وایي روزوونکو، لوبغاړو، لوبډلو، پلانونو او په نورو برخو یې ډیر لګښتونه کړي دي خو کرکټ بورډ ورته تراوسه پیسې نه دي ورکړي.
بل لور ته د پاکستان کرکټ بورډ ویلي د لوبډلو مالکانو ورته د قرارداد له مخې ټاکل شوې پیسې په وخت نه ورکوي ځکه یې د هغوی د ګټې پیسې نیولي دي.
08/05/2026
د ملي شل اوریز جام ټرافي نندارې ته وړاندې شو!
د افغانستان کرېکټبورډ له لوري د ملي شل اوریز جام ټرافي نن جمعه د کندوز ولایت په ښایسته سیمو کې نندارې ته وړاندې شوه.
06/05/2026
له ځنډ وروسته بیګ مین حضرت ځاځې په ملې شل اوریزه لوبو کې په 43 بالونو سلیزه ووهله😍❤️❤️💪
06/05/2026
چینای لوبډلې د سنجو سمسون د غوره توپ وهنې پرمټ ډهلي لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه
سمسون په ۵۲ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
06/05/2026
دېته وایي ویاړونه٫ استعداد او د کرکټ پر نړۍ راج.
راشد خان د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو د بالرانو په تازه درجه بندۍ کې اول.«عظمت الله» د پنځوس اوریزو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې اول مقام او «ابراهیم ځدراڼ» په پنځوس اوریزو لوبو کې دریم مقام ګټلی دی.
05/05/2026
حضرت ځاځی تر دې مهاله په روانو ملي شل اوریزو لوبو کې پوره ناکامه دی، هغه په لومړۍ لوبه کې په ۴ بالونو ۱ منډه، په دويمه لوبه کې په ۱۶ بالونو ۱۸ منډې او په دريمه لوبه کې په ۱۶ بالونو ۱۴ منډې جوړې کړې دي.
05/05/2026
رحمن الله ګربز په تازه نشر شوې مرکه کې وایي:
"د نړۍ تقریباً ټول لیګونه مې لوبولي؛ خو له دې وروسته به هغه لیګ ته لومړیتوب ورکوم، چېرته چې زما د وطن او زما نوم لا ځلیږي او نړیوال یې ستاینې کوي"
04/05/2026
د افغاني کریم جنت نوی سټایل له زیاتې مودې وروسته را څرګند شو
04/05/2026
ګربز: تکړه ډریور یم خو افغانستان کې موټر نه چلوم
د افغانستان کرکټ پیلیز توپ وهوونکي رحمن الله ګربز له طلوع تلویزیون سره په یوې تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان کې هیڅکله موټر نه چلوي.
هغه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وایي موټر چلولو کې ډیر تیز یم، خو افغانستان کې ډراوینګ نه کوم ددې په خطر چې کوم افغان بچي ته زیان ونه رسوم او ددې له امله هم ډراوینګ نه کوم چې د افغانستان لوی هیلې راپسې تړلي خدای مکړه ترافیکي پیښه ونه شي.
04/05/2026
وفي الله تره خېل له ملي شل اوریز جام سیالیو څخه بهر شو!
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، چې د تمریناتو پرمهال د وفي الله ګوته ژوبله شوې او هغه نه شي کولای چې په یادو سیالیو کې ولوبېږي.
نوموړی زیاتوي چې ډاکټرانو ورته د استراحت سپارښتنه کړې.