Yaraan Cricket Club -YCC

Yaraan Cricket Club -YCC

Share

This is a professional cricket club in England

12/10/2025

یاران کرکټ کلب سږکال(۲۰۲۵) یو وار بیا د ټولو فارمټونو اتلولۍ وګټلې؛

د لندن غوره لیګ په ۴۰ اوریزو، شل اوریزو او سل بالیزو سیالیو کې یاران کرکټ کلب خپلو ټولو سیالانو ته په ماتولو ورکولو سره اتلولۍ وګټلې.
دې ویاړلي کلب تېرکال هم دغه اتلولۍ ګټلې وې.
یاران کرکټ کلب د خپلو ټولو لوبغاړو هڅې ستایي او مننه ترې کوي.
دغه راز ځانګړې مننه له ملي لوبغاړي عثمان غني څخه کوي چې په دې اتلولیو کې یې مهمه ونډه درلوده.
همدارنګه له بل ملي لوبغاړي او لوبډلمشر محب الله اوریاخیل هم منندوی یو چې په خپلې عالي او له روحیې ډکې مشرۍ یې لوبډله بریالۍ کړه.

وېلډن یارانو!

London Premier League LPLWaseel SafiHameed AhmadzaiKhalid SangarDawood AhmadzaiBakhtiar SahilFarhad Karim KhanJafar HaandWali HamdardHamayoon PachaSam Katie TjMohammad Wasil Wesal Afghanistan Cricket Board

09/09/2025

یارانو د سږکال اتلولي هم وګټله؛

یاران کرکټ کلب سږکال (۲۰۲۵) هم د لندن غوره لیګ د ۴۰ اوریزو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ وې چې ۱۸ اوونۍ یې دوام وکړ.
په پایلوبه کې یارانو افغان کرشرز لوبډلې ته تر یوې سختې لوبې وروسته د ۴ وېکټو په تفاوت ماتې ورکړه.
د څلوېښت اوریزو سیالیو په ټورنمنټ کې د افغانستان ملي لوبغاړي عثمان غني تر ټولو ډېرې ۵۸۷ منډې وکړې چې ۴ سلیزې او یوه نیمه سلیزه یې ووهله.
یاران د لندن غوره لیګ د شل اوریزو سیالیو نیمه پایلوبې او د سل بالیزه لیګ پایلوبې ته هم لار موندلې ده.

مبارک شه یارانو!

Photos from London Premier League LPL's post 25/08/2025

د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اګست میاشتې په ۲۷مه نېټه د برېټیش افغان کرکټ فیسټیول پینځم پړاو سیالۍ د انګلستان په لوټن ښار کې ترسره کېږي؛ سیالیو ته راشئ، لوبې به هم ننداره کړۍ او د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کالیزه به هم په ګډه ونمانځو.

Photos from London Premier League LPL's post 23/08/2025
08/07/2025

انالله واناالیه راجعون

بسم الله جانه الله ج دې جنت فردوس درکړي، کورنۍ او خواخوږو ته دې صبر غواړو.

امین ثم امین

26/05/2025

د افغانستان ستوري کرکټر عثمان غني د لندن غوره لیګ په سیالیو کې د سلطان کرکټ کلب پر وړاندې هم سلیزه ووهله او یارانو ته یې لوبه وګټله.
دا په روانو سیالیو کې د ښاغلي غني دویمه لوبه او دویمه سلیزه ده.




Photos from Yaraan Cricket Club -YCC's post 24/05/2025

یاران کرکټ کلب به په لندن غوره لیګ سیالیو کې خپله درېیمه ۴۰ اوریزه سیالي د سلطان کرکټ کلب پر وړاندې د یکشنبې په ورځ د می په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.



Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in London?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


496 Church Lane
London
NW98UA