Fourth Umpire

Fourth Umpire

Share

🏏 Afghan Cricket Queen 👑
📰 Fastest Cricket Updates
🎥 Reaction & Analysis
🇦🇫 د افغانستان او نړۍ کرکټ
تازه خبرونه او جزییات

یوازې مونږ Follow کړه 🔥

08/05/2026

جانتن ټراټ د اروپا شل‌اووريز ليګ په لومړي پړاو کې د ګېنټ ګلډېټرز لوبډلې سره د مشر روزونکي دنده لري

دا ليګ د اګېسټ مياشتې په وروستيو کې پيلېږي

| |

08/05/2026

کرکټر د افغان زلمیو وروسته اوس د افغان پیغلو په رګونو کې هم ننوتی. ډیرې انجونې هم اوس د ډرامو او سندرو پر ځای کرکټ ګوري.

تاسې یې وجه څه ګڼۍ. حتماً یې کمنټ کې ولیکۍ.

08/05/2026

ټول نیوزیلنډ کې مې دغه یو لوبغاړی خوښ دی. بیخي ډیر زړور دی. فین الین نن د سلیزې پر مټ کلکتې ته لوبه وګټله.

نوټ: که د ۲۰۱۸ کال نولس کلنو اسیا جام لوبه کې، افغان لوبغاړو فین الین رن اوټ کړی نه وای؛ نو لوبه ګټل به ترې ډیر سخت وو.

پوښتنه: هغه لوبه کې فین الین کوم افغان لوبعاړي رن اوټ کړ؟ د هر چا ځواب چې سم وو، نوم او انځور یې له همدې پاڼه خپروم.

08/05/2026

سبا د خان صاحب لوبه ده. وړاندوینه وکړۍ، د هر چا اټکل چې سم وو؛ نوم او انځور یې له همدې پاڼه خپروم انشاءالله.

سبا ورځ به راشد خان څو لوبغاړي وسوځوي؟؟؟

03/05/2026

روتوراج ګېګواد:
نوراحمد په ځان کې ډیر تغیرات راوستي. هغه یو داسې بالر دی که ویکټ ترې وغواړي ویکټ راوړي او که میسینګ وغواړي، میسینګ راوړي.

02/05/2026

سبا شنبه ملي شل اوریز جام سیالۍ د سپین غر او بسټ لوبډلو په لوبې سره پیلیږي.
د سپین غر زون لوبډله ځوان اتل زبید اکبري رهبري کوي.
یادې سیالۍ سهار ۹ نیمې بجې شروع کېږي، چې ملي سپورت تلویزیون یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

02/05/2026

نن مو نور او غضنفر سره مخامخ دي. نور په څلورو اوورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او دوه کسان یې وسوځول. غوره توپ اچوونه یې وکړه.
وګورو جې غضنفر مو څه کا!

01/05/2026

کرکټ ښه او بده دواړه ورځې لري. هغه ډهلي لوبډله چې تېره ورځ یې په کرکټ ۷۵ منډې وکړې، نن یې له دوه سوو پورته هدف ترلاسه کړ.
ډهلي لوبډلې تیره لوبه کې د بنکلور خلاف پښه ښویه شوه جې ډیرو خلکو پسخند کړه.
Follow 🔥🔥

01/05/2026

د تک سپین نسیم شاه دوهم ورور حنین شاه نن تاریخ جوړ کړ. د اسلام آباد خلاف یې له شپږو منډو دفاع وکړه او خپله لوبډله حیدرآباد یې فاینل ته ورسوه. دا اول ځل دی چې حیدرآباد پي ایس ایل لوبوي.

30/04/2026

د ګلبدین نایب زوی د مجیب ځدران سره، ګلبدین لیکلي" مجیب ځدران د سوپر سټار سره" 😛

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in London?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Green Streat
London
E78LE