Mufti Fazal Hammad مفتي فضل حماد

Mufti Fazal Hammad مفتي فضل حماد

Share

مقصد مو فقط د اسلامي امت رابيدارول دي 💡
او د دي کار لپاره تر نسلونو جنګیږو او کار کوو 🗡️

19/06/2026

الله تر ټولو ښه کار ساز دی❗️

کله ناکله الله تعالی منزل ته رسېدل ځنډوي، څو د توکل ښکلا در وښيي؛ ځکه هر خیر په چټکۍ کې نه وي.
پر الله باور وکړه، هغه ستا لپاره تر تا ښه تدبیر کوونکی دی.

17/06/2026

همدا نن ورځ په یو سپین کاغذ ( ۱۱۳ ) کرته بسم الله الرحمن الرحیم ولیکئ ان شاالله چې راتلونکی کال به مو د خوښۍ او خوشحالیو ډک وي.
مجرب عمل دی
📚 : جواهر الفقه ج ۲ ص ۱۸۷
📚 : بکهرے موتی ص ۳۱۸

16/06/2026

د تکـ.ـلیف د لرې کولو ناأشنا وظیفه

16/06/2026

هغه استاد هېڅکله د شاګرد په زړه کې ځای نه شي موندلای، چې تل تروش مخی وي، ځان تر نورو لوړ ګڼي او له تواضع او نرمۍ څخه لرې وي؛ ځکه علم د ښو اخلاقو او عاجزۍ په وسیله زړونو ته لاره پیدا کوي.

16/06/2026

سبحان الله څومره خوږ رب لرو 🥹 داسې یې ونه فرمایل: چې
یا فاسیقین “ او نه هم “ یا غافلین
بلکې په ډیر محبت یې وه فرمایل:
یَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ «ای زما هغو بندګانو! چې پر خپلو ځانونو مو زیاتی کړی دی…»

15/06/2026

( الله اکبر 🥹) د ګناهونو له لویو عواقبو دا هم ده چې د انسان له زړه څخه د الله تعالی عظمت، هیبت او وقار کمیږي.
او هغه ځکه چې کله د الله تعالی درناوی په زړه کې کمزوری شي، انسان د ګناه جرأت پیدا کوي. که د الله تعالی عظمت په رښتیا په زړه کې ځای ولري، نو بنده به د نافرمانۍ جرأت هیڅکله هم ونه کړي.

14/06/2026

د یو غافله ځوان عجېبه قیصه
👇

14/06/2026

مدینه منوره او د فاروق اعظم رضی الله عنه یادګار

په دې وروستیو کې په مدینه منوره کې یوه ډبره د پام وړ ګرځېدلې ده، ویل کیږي چې دا لیکنه یا پخپله حضرت عمر کړې ده او یا هم دا لیکنه د حضرت عمر د زمانې ده البته دقیقه څیړنه یې روانه ده. پر دې ډبره داسې عبارت لوستل کېږي:
«الله ولي عمر بن الخطاب في الدنيا والآخرة»
او هم: «لا إله إلا الله»
ژباړه:«الله په دنیا او آخرت کې د عمر بن خطاب ساتونکی او دوست دی» او «له الله پرته بل معبود نشته »
یقین وکړئ کله چې انسان دې ډبرې ته ګوري، نو د تاریخ اوسنۍ او تېرې زمانې ترمنځ واټن له منځه ځي. داسې احساس کېږي لکه د فاروق اعظم رضي الله عنه د عدالت، فتوحاتو او ایمان زمانه چې زموږ د سترګو مخې ته ولاړه وي.
عمر هغه ستر شخصیت وو چې رسول الله ﷺ یې په اړه فرمایلي وو: «إِنَّ اللَّهَ جَعَلَ الْحَقَّ عَلَى لِسَانِ عُمَرَ وَقَلْبِهِ»
(الله تعالی حق د عمر پر ژبه او زړه جاري کړی دی)
دا لیکل یوازې څو کرښې نه دي؛ بلکې د هغه نسل یادګار دی چې نړۍ یې د «لا إله إلا الله» په رڼا منوره کړه. هغه نسل چې مشري یې عمر فاروق رضي الله عنه کوله؛ هغه شخصیت چې عدالت یې د تاریخ مثال شو او نوم یې تر قیامته د عزت او عظمت نښه پاتې دی.
الله مو دې په جنت کې د فاروق اعظم ملګرتیا نصیب کړي.

13/06/2026

سفیان ثوري رحمه الله فرمایي:

خپل ملګری او مجلسي هغه څوک وګرځوه چې له دنیا سره دې بې‌رغبته کړي او د آخرت شوق درکې پیدا کړي.

12/06/2026

نرمو چوکیو، لوړو منصبونه، او د دنیا بې کچې محبت ډیر خلک د خپل رب نه غافله کړي.

الله تعالی دې موږ د دنیا له فریب او د آخرت له شرمندګۍ څخه محفوظ وساتي. آمین

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in London?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


11 DEAN
London