د افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو کې د راشد خان چټکه نیمه سلیزه!
゚
Malik Khan Cricket
Sports Journalist, Analyst & Vlogger
د بنګلدېش په وړاندې د لړۍ دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د رحمان الله ګوربز د ۴۲ منډو لنډيز
゚
مولانا بجلیګر دې الله د جنتونو سردار کړي!
゚ #افغانستان #افغان
افغانانو ډیرو زبر قدرتونه په شا کړي دي.
゚ #افغانستان #افغان
16/03/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ ۖ
ژباړه: او که تاسو چا ته سزا ورکوئ، نو هماغسې سزا ورکړئ لکه څنګه چې تاسو ته درکړل شوې وي.
゚
15/03/2026
پټان جاڼې اور رمضان جاڼې
د ګاونډیانو تر څنګ خو دا نورو هم مرۍ تازه ساتلې😄
15/03/2026
د پاکستان د ماتو او بدبختیو د لړۍ دوام
له ناکام نړیوال جام وروسته یې بنګلدېش باندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله.
روژې یې وخوړلې، نو ماتې خوړل خو ورته هیڅ هم نه دي.
چې کرکټ بورډ به یې بیا څومره جریمه کوي؟😆
13/03/2026
کرکټ لوبه د له وړتیا سره سره د چټک ذهن لوبه هم ده.
دې لوبه کې به هر څه د ځان او لوبډلې په ګټه کوې.
نن پاکستان او بنګلدېش لوبه کې محمد رضوان مخامخ بال ولوباوه، بال ورو ولوبېد، د سلمان علي آغا او مهدي حسن خوا ته ورغی، سلمان بال پسې ټییټ شو، داسې حال کې چې دی له کریس نه بهر و، غوښتل یې بال د مرستې په پار مهدي ته ورکړي،مهدي بال واخیست او ژر یې سلمان علي آغا رن اوټ کړ.
09/03/2026
هند او مینوالو ته یې مبارک!
دوی د هر ټورنمنټ د ګټلو حقدار وي، په رښتیني ډول له پلوه ښه کرکټ کوي.
منظمه اداره لري، له یو میلیارد خلکو څخه بیا هم حق حقدار ته سپاري، هیڅ وخت پکې د بې انصافۍ خبرې نه وي. له روزونکي نیولې تر صفا کار پورې هر څوک پکې خپل موسولیت پېژني او په ښه توګه یې ترسره کوي.
دا دریم ځل دی چې د شل اوریز جام اتلولي خپلوي، لومړی ځل یې په کور ګټي او دوه سر پر سر ځلي یې ګټي.
08/03/2026
نیوزیلنډ او هندوستان نن شپه د ۲۰۲۶ کال شل اوریز جام پای لوبه ترسره کوي.
لوبه د هند په احمداباد کې ترسره کېږي، چې دغه لوبغالی له یو لک د ډېرو نندارچیانو ځای لري او نن به ټول ډک وي، ځکه ټیکټونه یې ټول پلورل شوي دي.
هند او نیوزیلنډ خپلو کې ۳۰ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۱۸ یې هند او ۱۱ یې نیوزیلنډ ګټلي.
په شل اوریز جام کې بیا دواړو لوبډلو ۳ لوبې کړي چې درېواړه نیوزیلنډ ګټلي.
او د آی سي سي ایونټونو پای لوبو کې ۳ ځلي سره مخ شوي چې دوه ځلي نیوزیلنډ او یو ځل هند بری خپل کړی.
هند د آی سي سي د ایونټونو په پای لوبو کې ۱۳ لوبې کړي چې ۶ یې ګټلي او ۷ یې بایللي.
نیوزیلنډ بیا ۷ لوبې کړي چې ۲ یې ګټلي او ۵ یې بایللي.
نننۍ پای لوبه به کومه لوبډله وګټي؟
06/03/2026
د افغانستان کرکټ او کرکټ بورډ اوس په کرکټ نړۍ کې ځانګړی ځای او نوم لري.
لومړیو کلونو کې افغان کرکټ له هر پلوه په نشت حساب ، خو اوس یې په هر لېول کې پرمختګ کړی.
اوس نو څنګه چې لوبغاړي په نړیوالو لیګونو او میدانونو ځلېږي، دغسې باید د بورډ اداره هم له هر حسابه برابره وي او سمه مخکې لاړه شي.
له مشر نیولې تر صفاکار پورې ټول باید خپل ځای، ځان او مسلک وپېژني.
دا ښاغالي چې پرون غږېدل، پر ځای موږ ټول شرمېدلو. نه یې دلیل ویلای ش، نه یې سم ځواب ویلای، خلاصه دا چې هیڅ د خبرو کولو په چل نه پوهېدل، چې د رسنیو په وړاندې یا داسې یو ځای کې باید څنګه خبرې وکړي؟
د افغانستان کرکټ بورډ په څېر یوې غټې ادارې کې باید داسې کسان واوسي؟ هغه هم په دومره لویه او مسولیت نه ډکه دنده کې؟
05/03/2026
هند په دویمه نیمه پای لوبه کې انګلنډ ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار وکړه.
د ممبیي نننۍ بیچ د توپ وهونکو لپاره سم جوړ و، دواړو خواوو ورباندې ډيرې منډې وکړې.
هند لپاره ډيرې منډې سمسون ۸۹ وکړې او انګلنډ لپاره بېټل پوره پوره هڅه وکړه، چې انګلنډ پای لوبې ته کش کړي، خو بریالی نشو.
پای لوبه به راتلونکې یکشنبه هند او نیوزیلنډ په احمداباد کې وکړي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Website
Address
London