29/08/2026
حشمت الله شاهدي: د رحمان الله ګربز په اړه وايى
ګربز یو طبیعي او خدای ورکړی وړکى استعداد دی. زه فکر نه کوم چې د افغانستان په کرکټ کې به بل څوک هم د هغه په څېر بل لوبغاړی پیدا شي.
゚viralシ
د نړي او کرکټ په اړه تازه معلومات
World and Cricket News
29/08/2026
حشمت الله شاهدي: د رحمان الله ګربز په اړه وايى
ګربز یو طبیعي او خدای ورکړی وړکى استعداد دی. زه فکر نه کوم چې د افغانستان په کرکټ کې به بل څوک هم د هغه په څېر بل لوبغاړی پیدا شي.
゚viralシ
29/08/2026
فضل حق په متحده اماراتو کې د هند پر وړاندې لوبو ته په چمتوالي بوخت دی
29/08/2026
دا سړی او دا لباس بلکل ځانګړی دی؛ ریښتیا ووایئ دا څووم ځل دی چې نجیب الله ځدراڼ په فرسټ کلاس(سور بال) کرېکټ کې وینئ؟
29/08/2026
کېنګ راشد خان له کرېکانفو سره په یوه مرکه کې وایي، چې مجیبالرحمن د نړۍ په کچه د فېنګر سپېنرانو له مینځه، تر ټولو بهترین او غوره توپ اچوونکی دی چې تر نن ورځې ما لیدلی دی.
واقعاً چې مجیب بې مثاله دی.
29/08/2026
لوبغالی نو دې ته وایی!
د متحده ایالتونو د لاس ویګاس په ښار کې دغه لوبغالی د "2$" میلیارده ډالرو په پانګونې سره جوړیږي .
دا لوبغالی به په 2028 ز کال کې بشپړ شي او د راتلونکي "MLB" فصل لپاره به پرانیستل شي .
لوبغالی به ۳۳۰۰۰ زره څوکۍ ولري او د لاس ویګاس په تر ټولو قیمتي او ارزښتمنه سیمه "لاس ویګاس سټریپ" کې یې د جوړېدو چارې پیل شویدي .
د لوبغالي لیندۍ ته ورته چت چې له اصیلو فولاد جوړیږي د استرالیا له Oper ودانۍ څخه په الهام اخیستل شوی دی .
زمونږ د کابل جان د کرکټ نړیوال لوبغالی دا 12 کاله کیږي نه جوړیږي ، څه موده وړاندې یې دوه هینو شګه له لوګره ور وړې وه او د کابل د دهسبز د خښتو له بټیو یې 5 هینو پخه دویم لمبر خښته هم ورته راوړې وه نږدې مې له خوشحالۍ زړه درېدلی وو چې دغه ده انټرنیشنل لوبغالی جوړ شو اوس یې بیا کارونه سره ورک دي .
😳😷😕😄🙏🌺🌾
Samad Musa Ahmadzai
29/08/2026
اتل رحمن الله ګربز په يوه مرکه کى وايى : "هر کله چى پوه شوم په لوبډله باندى بوج يم، نو له مخى سره استعفاء وړاندى کوم"....✅
نوټ : حقيقي اتلان وي همداسى که څوک د خپل ملک سره ريښتيني مينه لري، نو بايد ځوانانو ته موقع ورکړي، ځکه هغوۍ هم د لوبيدو حق لري...🙂
29/08/2026
د کرکټ په تاریخ کې یوه نههېرېدونکې ملګرتیا!🏏🤯
جان کمپبل او شای هوپ د ایرلنډ پر وړاندې په 2017 کال کې په یو ODI لوبه کې له 170 څخه زیاتې منډې وکړې او د اوپننګ په برخه کې یې یوه تاریخي ملګرتیا جوړه کړه دواړو بیټرانو د ډبل سلیزې پر لور چټک ګامونه واخیستل، خو له دوې څخه یو هم ونه توانېد چې خپله لومړۍ ډبل 200 سلیزه ووهې.! 😱💔
29/08/2026
هغه لوبغاړي چي نن د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو کي د لومړۍ ورځي تر پايه ښه وځلېدل:
— عبدالمالک: ۱۲۳ منډي
— محبوب تسکين: ۹۷ منډي
— ظاهر خان: ۳ ويکټي
— رحمن الله ځدران: ۸۴ منډي
— اعجاز احمدزی: ۵۱ منډي
— يمين احمدزی: ۴ ويکټي
— بشير احمد: ۳ ويکټي
— ابراهيم شريفي: ۳ ويکټي
29/08/2026
اتل حشمتالله شهیدي د ابراهیم ځدراڼ په اړه:
«کله چې زه لوبډلمشر شوم، په لومړۍ ورځ مې ابراهیم ځدراڼ ته مسیج وکړ.
هغه په انګلستان کې و او ځان ته یې د لوبو لپاره کوم کلب کاته.
ما ورته وویل:
زه لوبډلمشر شوم، زه پوره درسره ولاړ یم؛ تر هغې چې زه لوبډلمشر یم، ته به په لوبډله کې یې.
که ته په سلو لوبو کې یوه منډه هم ونه کړې، بیا به دې هم لوبوم؛ ځکه ماته د هغه استعداد معلوم و.»
د یادونې وړ ده چې ابراهیم ځدراڼ د خپلې لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وروسته د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې راپورته او لا ډېر وځلېد او د افغانستان د کرېکټ له مهمو ستورو څخه شو.🌟
همدا باور او د ځوانو استعدادونو ملاتړ دی چې حشمتالله شهیدي یې یو تاریخي او ویاړلی لوبډلمشر ګرځولی و.❤️
Hashmatullah Shahidi Ibrahim Zadran
#کرېکټ #افغانستان 🇦🇫🏏
29/08/2026
دا څه حال ده!😉
نن د فرسټ کلاس لوبو په لړ کې حسن عیساخېل، افسر خان ځاځی، خالد تڼیوال او نجیب الله ځدراڼ په صفر اوټ شول.