Arman Khan

Arman Khan

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Arman Khan, Cricket Ground, KOLKATA.

27/04/2023

دافغانستان (40) ولسمشران په
275 کلنو کې
دپنځو لومړنیو ولسمشران په واکمنی کی دافغانستان نوم خراسان و لکه
(1) میرویس نیکه
(٢)عبدالعزیزخان دمیرویس نیکه ورور
(3) شاه محمود دمیرویس نیکه مشرزوی
(4)شاه اشرف دعبدالعزیزخان زوی
(5)شاه حسین دمیرویس نیکه کشرزوی
دافغانستان پنځه زره 5000
کلن تاریخ
دافغانستان لومړنی نوم اریانا و چه دانوم
3600 کاله دوام وکړ له اریانا وروسته داسلام دسپیڅلی دین له راتګ سره دافغانستان نوم خراسان سو چه دی نوم
1100 کاله دوام وکړ دخراسان دنوم ورستی ولسمشر شاه حسین دمیرویس نیکه کشر زوی و
اوپه کال 1747 م کی داحمدشاه بابا له واکمنیدوسره سم دافغانستان نوم له خراسان څخه افغانستان ته واوښت دافغانستان دواکمنانو تاریخونه واک ته رسیدل او اودواکمنی پای ته رسیدل په لاندی ډه ول دی
له ١٧٤٧ څخه تر٢٠٢٢ میلادی او ١١٢٥ هجری لمریزکال څخه تر ۱۴۰۰ هجري لمريز کال پورې
۱- میرویس خان ۱۷۰۷ - ۱۷۱۵ پورې ۸ کاله.
۲- عبدالعزیز خان ۱۷۱۵ - ۱۷۱۶ پورې ۱ کال.
۳- شاه محمود ۱۷۱۶- ۱۷۲۴ پورې ۸ کاله.
۴- شاه اشرف ۱۷۲۴ - ۱۷۲۸ پورې ۵ کاله او ۸ مياستې.
۵- شاه حسین ۱۷۲۹ - ۱۷۳۷ پورې ۸ کاله.
۶- احمدشاه ابدالي ۱۷۴۷ - ۱۷۷۲ پورې ۲۶ کاله.
۷- شهزاده سلیمان ۱۷۷۲ - ۱۷۷۲ پورې يو څو ورځې.
۸- تیمور شاه ۱۷۷۲ - ۱۷۹۲پورې ۲۹ کاله.
۹- شاه زمان ۱۷۹۲ - ۱۸۰۱ پورې ۹ کاله.
۱۰- شاه محمود ۱۸۰۱ - ۱۸۰۳ پورې ۲ کاله.
۱۱- شاه شجاع ۱۸۰۳ - ۱۸۱۱ پورې ۸ کاله.
۱۲- شاه محمود دويم ځل ۱۸۱۱ - ۱۸۲۹ پورې ۱۸ کاله.
۱۳- د بارکزيو وروڼو ګډه واکمني ۱۸۲۹ - ۱۸۳۵ پورې ۶ کاله.
۱۴- امیر محمد عظیم خان ۱۸۳۵ - ۱۸۳۹ پورې ۴ کاله.
۱۵- شاه شجاع دويم ځل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ پورې ۳ کاله.
۱۶- امیر دوست محمد خان ۱۸۴۳ - ۱۸۶۳ پورې ۲۰ کاله.
۱۷- امیر شیر علي خان ۱۸۶۳ - ۱۸۶۶پورې ۳ کاله.
۱۸- امیر محمد افضل خان۱۸۶۶ - ۱۸۶۷ پورې ۱ کال.
۱۹- امیر محمد عظیم خان۱8۶۷ - ۱۸۶۸پورې ۱ کال.
۲۰- شیر علي خان بار دويم ځل ۱۸۶۸ - ۱۸۷۹ پورې ۱۱ کاله.
۲۱- امیر محمد یعقوب خان ۱۸۷۹ - ۱۸۸۰ پورې ۱ کال.
۲۲- امیر عبدالرحمن خان ۱۸۸۰ - ۱۹۰۱ پورې ۲۱ کاله.
۲۳- امیر حبیب الله خان ۱۹۰۱ - ۱۹۱۸ پورې ۱۸ کاله.
۲۴- امیر آمان الله خان۱۹۱۸ - ۱۹۲۸پورې ۱۰ کاله.
۲۵- سردار عنایت الله خان۱۹۲۸ - ۱۹۲۸پورې څو ورځې.
۲۶- امیرحبیب الله کلکاني ( سقاو زوی)۱۹۲۸ - ۱۹۲۹پورې ۹مياستې.
۲۷- محمد نادر شاه۱۹۲۹ - ۱۹۳۳ پورې ۴کاله او ۱ مياست.
۲۸- محمد ظاهرشاه۱۹۳۳ - ۱۹۷۳پورې ۳۹کاله او ۸ مياستې.
۲۹- سردار محمد داود خان۱۹۷۳ - ۱۹۷۸پورې ۴کاله او ۹ مياستې.
۳۰- نور محمد تره کی۱۹۷۸ - ۱۹۷۹پورې ۱ کال او ۴ مياشتې.
۳۱- حفیظ الله امین۱۹۷۹ - ۱۹۷۹پورې ۳ مياستې او ۱۲ ورځې.
۳۲- ببرک کارمل۱۹۷۹ - ۱۹۸۶پورې ۶کاله او ۴ مياستې.
۳۳- حاجي محمد څمکنی۱۹۸۶ - ۱۹۸۶پورې څو ورځې.
۳۴- ډاکتر نجیب ۱۹۸۶ - ۱۹۹۲پورې ۶ کاله.
۳۵- صبغت الله مجددي۱۹۹۲ - ۱۹۹۲پورې ۲ مياستې.
۳۶- برهان الدین رباني۱۹۹۲ - ۱۹۹۶پورې ۳کاله او ۹ مياستې.
۳۷- ملا محمد عمر مجاهد۱۹۹۶ - ۲۰۰۲پورې ۵ کاله.
۳۸- حامد کرزی۲۰۰۲ - ۲۰۱۴پورې ۱۳ کاله.
۳۹- اشرف غني ۲۰۱۴ - ۲۰۲۱پورې ۷ کاله.
۴۰- ملا محمد حسن آخند ۲۰۲۱ - ۲۰۲۳ فعلا ۲کاله په پوره کېدو
Arman Khan

27/04/2023

دولت دوه لاسه لري:
یو ئې ډېر اوږد، بل ئې ډېر لنډ دئ؛
اوږد لاس ئې هر ځای ته رسیږي دا لاس د نورو څخه د یو څه اخیستلو لپاره دئ. او لنډ لاس ئې نورو ته د یو څه ورکولو لپاره ؛ او یوازي هغه کسانو ته دا لاس رسیږي ، چي دولت ته ډېر نږدې وي.
Arman Khan
👤 اینیاتسیو سیلونه )

27/04/2023

*⭕️ د پوستکې لاندې غوړینې غوټې LIPOMA :*

*🩺 دې ډول غوټو ته چې په تصویر کې ئي لیدلی شئ ، په طبي ژبه لایپوما lipoma وئیل کېږي .*

*🩺 سبب :* د انسان د پوستکي لاندي په طبیعي ډول د غوړ یوه طبقه شتون لري . کله ناکله یوه یا څو حجرې د خپل طبیعي نشونما په بهیر کې ، له اندازې ډیره غټیږي . خو دا چې ولې داسې کیږي ، تر اوسه څوک پرې پوه شوي ندي .

*🩺 دا غوټه یا غوټې څنګه پیژندلی شو :*

*1 -* د غوټي اندازه معمولا د 2 سانتي متره په شاو خوا کې وي خو کله هم تر دې کوچنۍ یا ډیره غټه شي . دا غوټه په دوامدار ډول نه لویږي ، یعنی کله چې تاسو داسې یوه غوټه ولیده ، د هغې اندازه تغیر نکوي . دا غوټې درد نلري ، خو که د هغو موقعیت د عصبي ریښې له پاسه واقع شوی وي ، کیدی شي لږ شانتې درد هم ولري .

*2 -* دا غوټه ډیره کلکه نه وي او د رابر غوندې محسوس شي . که غوټه پخپلو ګوتو باندې د پوستکي لانې و خوځوئ ، د حرکت وړ ده ، معنی دا چې غوټه پر پوټکي او یا نورو انساجو کلکه موښتې نده .

*3 -* د غوټې د پاسه پوستکې کاملا نارمل وي . دا غوټي کیدی شي د بدن په هرځای کې دننه په ګيده ، د ملا دتیر شاوخوا ، غاړه ، بازو ، مړوند ، ورون او په خلص ډول په هر ځای کې چې غوړ موجود وي ، رامنځ ته کیدای شي ، خو هغه چې د پوستکي لاندې دي ، تاسو ئي لیدلی او لمس کولی شئ . ددې غوټو lipoma شتون د وینې د غوړ سره هیڅ تړاو نلري .

*🩺 تشخیص :* ستاسو ډاکټر کولی شي چې دا ډول غوټی په آسانۍ سره وپيژني . خو که شک موجود وي ، دالتراسوند معاینه توصیه کېږي .

*🩺 درملنه :* په عمومی ډول دا غوټې lipoma بی خطره دي او درملنه نغواړي . داسې دوا یا ملهم نشته چې دا غوټه له منځه یوسي .

🩺 که تاسو د شایست له نظره دداسې غوټو درملنه غواړئ ، نو کیدی شي ستاسو ډاکتر هغه د موضعي بیحسې په مرسته عملیات کړي . په ډیرو اثتثنائي واقعاتو کې دا ډول غوټې دیره نشونما کوي چې د liposarcoma په نامه یادېږي .

*ډاکټر حنیف طبی معلومات*

*🩺 داسی نورو طبی معلوماتو لپاره زمونږ درسره فالو کړی

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in KOLKATA?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kolkata