Musafar Janan Superfan Rahim Sediqi

Musafar Janan Superfan Rahim Sediqi

Share

I am a die heart fan of Afghan cricket team

07/02/2020

حق غوښتنه!

تېره ورځ د کرکټ بورډ اداري د ملي لوبډلې نوملړ د آیرلنډ پر وړاندې اعلان کړ.
موږ د کرکټ مینه وال په دې امید وو چې ځوانه لوبډله به اعلان کړي خو ډیری یی مشر لوبغاړي تر سترگو کیږي، د کرکټ بورډ ادارې د غوراوئ پالیسۍ له مخې هغه لوبغاړي چې فټنس ( یویو ) بریالی تر سره نکړي او کورني کرکټ کې وړتیا ونه ښایي، د ملي لوبډلې برخه نشي کېدلی.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې یاد لوبغاړی (یویو) کې پاتې راغلي، کورني او بهرني لوبو کې سره له ډېرو چانسونو یې هم وړتیا نه ده ښودلې نو د غوراوي کمیټې مشر انډیمولز په کوم اساس یاد لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره غوره کړي؟
هغو لوبغاړو چې فټنس (یویو) یې په بریالي توگه سر ته رسولی او کورنی کرکټ کې یې ښه وړتیا ښودلې او ښه ځلېدلي لکه: نور علي ځدران، ابراهیم ځدران، منیر کاکړ، میرویس اشرف، درویش رسولي، نجات مسعود، نجیب ترکي، شرف الدین اشرف، جاوید احمدي او نور داسې لوبغاړي چی په کور ناست دي، دا ولې؟
لوبغاړي د بهرنۍ لوبډلې پر وړاندې غوره شي، سفر هم وکړي او پرته له کومې لوبې کورونو ته راستانه شي او بیا بل سفر کې د ملي لوبډلې نه لري او په کور کېنول شي لکه: درويش 'رسولي'، شاهد کمال، جاوید 'احمدي' او شرف الدین 'اشرف...
د نوې غوراوې کمیټې مشر انډیمولز ته مو ډېرې هيلې وې، موږ ویل چې بهرنی دی معامله به نه کوي، حق به حقدار ته سپاري خو‌ دوی هم بې انصافي پيل کړه.
انډیمولز د کرکټ پاليسي او اصول تر پخو لاندې کوي او د خپلې بقا لپاره له لوبغاړو سره د مور او میرې چلند کوي، حق یې حقدار ته ورنکړ نو موږ هم چپ نه پاتې کېږو خپل غږ به اوچته وو تر څو چې حق حقدار ته ونه سپارل شي.

Rahim Sediqi 03/01/2020

https://www.youtube.com/channel/UCQaFLU9t_5T9Fxz7C9EXDrA
دا زما يوټيوب چينل دى او ان شاء الله او هم به ددې چينل له لارى نړي ته د افغانانو او د کرکټ پيغام ورکوو زموږ دا نظر نه دى چې پيسى وګټو که چيرى پيسى هم موږ وګټو بيا هم دعه پيسى موږ افغانستان غريبو خلکو ته ورکو او الحمدالله زه دومره پيسى لرم چې خپل ځان او سفرونه ورباندي کولاى شم🇦🇫🏏
زموږ همدا چينل درسره سبسګرايب کړي.🇦🇫❤️

Rahim Sediqi

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Auckland?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Auckland
0602