02/09/2026
افغانان د طالبانو حکومت ویاند دې خبرې ته چې وايي، اسلامي قانون کې مظاهرې نشته، په ځواب کې وایي، چې په اسلام کې مالیه هم نشته.
ذبیح الله مجاهد نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې افغانان د مظاهرو پر ځای د دوی له ادارو سره په اړیکه خپلو ستونزو ته حل موندلی شي، ځکه لاریونونو ته اړتیا هم نشته او نه په شرغي قانون کې ځای لري.
د نوموړي دغو څرګندونو ته خواله رسنیو کې غبرګون ښودل شوی او د فیسبوک یو کارن ډاکټر عید محمد غفارزی لیکي: په اسلامي قانون که خو مالیه هم نشته اخ افسوس ستا په زده کړي اسلام.
د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې یو بل کس ارمان مالک لیکلي چې په اسلام کې پر لور تعلیم بندول هم نشته.
د طالبانو حکومت د نجونو پر زدکړو بندیز د افغانانو له کلتور سره تړلی بولي، خو افغانان چې موسیقي، اتڼ او د جامو ډول یې هم د کلتور برخه ده، طالبانو پرې سخت بندیزونه لګولي او افغانان د خپلې خوښې جامو یا د ږیرې پرېښودو او یا خرېیلو واک نه لري.
دې ډلې تر واکمنېدو مخکې افغانانو ته بیا بیا ویل، چې افغان حکومت ته دې مالیه نه ور کوي او دلیل یې هم دا وایه، چې شرعیت کې مالیه نشته.
خو په واکمنېدو سره یې هغه مالیې څو چنده کړې چې تر دوی مخکې په جمهوریت کې خلکو حکومت ته ور کولې.
02/09/2026
جمهوري نظام کې د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران د افغانستان ژبو د حقوقي او کلتوري درېځ په تړاو ويلي، پښتو یواځې د ورځنیو خبرو وسیله نه، بلکې د یوه ستر ولس هویت، تاریخ او کلتوري میراث دی.
هغې ټینګار کړی چې د پښتو ملي درېځ یادول قومي تعصب نه دی، ځکه د یوې ژبې درناوی د بلې د سپکاوي په مانا نه ده.
هجران زیاته کړې چې د افغانستان اساسي قانون د ژبو وضعیت روښانه کړی دی؛ پښتو ملي او پښتو، دري دواړه رسمي ژبې دي.
د هغې په وینا، د پښتو ملي دريځ نفي کول یا هغې ته د عادي محلي ژبې په سترګه کتل له قانوني او تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري.
نوموړې د پښتو ژورو تاریخي اړیکو ته په اشارې لیکلي چې ادبي او ولسي میراث یې نسل پر نسل انتقال شوی او دا پېژندګلوي په یوې ادارې یا سیاسي نظام پورې تړل نامناسبه خبره ده.
هجران ويلي، د خپلو حقوقو پېژندل تعصب نه، بلکې د بل قوم او ژبې عزت نفي کول اصل تعصب دی.
نفیسه هجران د دري ژبې ارزښت ته په پاملرنې زیاته کړې: «موږ د دري ژبې د ارزښت او رسمي مقام منکر نه یو؛ دري د افغانستان یوه مهمه رسمي ژبه ده او په ادبي تاریخ کې ځانګړی ځای لري. خو هيڅوک حق نه لري چې د پښتو ملي درېځ کم رنګه کړي یا ترې قومي حساسیتونه جوړ کړي.»
هغې غوښتنه کړې چې د ژبې موضوع باید د ټولنیزو رسنیو د څو ورځني شور پر ځای، د قانون او متقابل درناوي له لارې مطرح شي.
نوموړې په نیوکه کوونکو غږ کړی چې لومړی دې تاریخي واقعیتونه مطالعه کړي او خپل نظرونه دې په منطقي دلايلو وړاندې کړي.
| | | | | |
02/09/2026
کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني په افغانستان کې د «ملي» اصطلاحاتو او مفاهیمو د نفي کولو په تړاو لیکلي چې په ننني يانې د دوی تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د «ملي» په نوم هېڅ شی شتون نه لري.
نوموړی زياتوي، نه ملي دفاع وزارت، نه ملي راډیو، نه ملي اردو، نه ملي پولیس او نه هم پښتو او دري ملي ژبې دي، بلکې پښتو او دري یواځې د افغانستان دوې برابرې ژبې دي.
جمهوري نظام کې د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي دغو خبرو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، که څه هم دی قومي او ژبنیو بحثونو ته ننوتل د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو مغایر بولي، خو سمنګاني ته په ځواب کې زیاتوي: «طالبان د یوه دولت-ملت په توګه د افغانستان د ویجاړولو یوه پروژه ده چې هر څه یې لانجمن کړي دي.»
عاصي، سمنګانی او طالبان تورن کړي چې د «ملي» کلمې او مفاهیمو له منځه وړل د راولپنډۍ او جي ایچ کیو (GHQ) پخوانۍ هیلې او موخې دي.
نوموړي له هر هغه افغان نه چې له خپل وطن سره مینه لري غوښتنه کړې، چې د افغانستان د صوبه سازۍ او روانې ویجاړونکې پروژې پر وړاندې په یووالي سره ودرېږي.
| | | | | | |
01/09/2026
د ښځو حقونو فعالې هوسۍ ظریف اندړ د افغانستان د شپږ کسیز فوټبال ملي لوبډلې د تکړه لوبغاړي «سنګر عزیز» له لوري په سوکا نړیوال جام کې د ایټالیا پر وړاندې د درېیو ګولونو (هټ ټریک) وهلو ننداره ستايلې ده.
هوسۍ ظریف اندړ لیکلي چې سنګر عزیز د داسې کورنۍ زوی دی چې پلار یې د وزیرستان او مور یې د لکي مروت ده او په میدان کې د لوی افغانستان سترګې اوچتې کړې.
نوموړې زیاته کړې، سنګر عزیز د خپلې وړتیا، زحمت او استعداد پر مټ وښوده چې د وزیرستان او کابل ځوانان څومره ستر او بې ساري استعدادونه لري.
هغې روښانه کړې چې د سنګر عزیز درې ګولونه یواځې د یوې لوبې بریا نه، بلکې د هغو ټولو افغان ځوانانو لپاره الهام دی چې د نړۍ په کچه د خپلو خلکو او هېواد نوم روښانه کوي.
اندړ دا بریا د ټولې افغان ملي لوبډلې مشترکه بریا بللې او د ټولو لوبغاړو له زحمتونو او هڅو يې د مننې ترڅنګ ټول افغان ملت ته د دغې بریا مبارکي ویلې ده.
| | | | | | |
31/08/2026
شاه غازي امان الله خان؛ د استقلال له اتله تر نیمګړي دولتجوړوونکي
د ۶۸ کلن ژوند، لس کلن واک، ستر آرمان او سترې ماتې عادلانه سیاسي لوست
لیکنه: شهزاد اریوبي
د افغانستان په معاصر تاریخ کې به لږ داسې شخصیتونه وي چې د غازي امان الله خان په اندازه د افراطي مینې او افراطي کرکې ترمنځ بند پاتې وي.
هغه یو ځوان، زړور، وطنپال، بې صبره آرمانپال او په ځینو برخو کې تر خپل وخت مخکې سیاستوال و، چې غوښتل یې یو وروسته پاتې، قبیلوي او کمزوری سلطنت په یوه مستقل، قانونمند او عصري دولت بدل کړي.
د ده لویه پوښتنه دا وه:
افغانستان باید څنګه بدل شي؟
خو هغه پوښتنه چې شاید شاه ورته کافي وخت ورنه کړ، دا وه:
افغانستان په څومره سرعت بدلیدای شي؟
د امان الله خان د بریا او ماتې ترمنځ لوی راز هم د همدې دوو پوښتنو په فاصله کې پروت دی.
لومړی فصل: د یوه نوي شهزاده له زېږېدو تر تخت پورې
امان الله خان د ۱۸۹۲ کال د جون په لومړۍ نېټه په پغمان کې وزېږېد. هغه د امیر حبیب الله خان زوی او د امیر عبدالرحمن خان لمسی و. په داسې شاهي کورنۍ کې لوی شو چې افغانستان یې د روسیې او بریتانوي هند د دوو سترو امپراتوریو ترمنځ د بقا په حساس سیاست کې اداره کاوه.
هغه افغانستان چې امان الله پکې سترګې پرانیستې، د نن ورځې د دولت له تصور سره ډېر توپیر درلود. مرکزي حکومت محدود اداري ظرفیت درلود، عصري تعلیم کم و، اقتصاد وروسته پاتې و، ترانسپورتي او مخابراتي زیربنا محدوده وه، قومي او قبیلوي جوړښتونه پیاوړي وو او دیني علماوو پراخ ټولنیز نفوذ درلود.
تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان بهرنی سیاست بشپړ مستقل نه و.
د ځوان امان الله پر فکري شخصیت د محمود طرزي اغېز ځانګړی اهمیت لري. طرزي یوازې د شاه خسر نه و؛ هغه د افغان تجدد، مطبوعاتو، ملتپالنې او عصري دولت د فکر له مهمو استازو څخه و.
امان الله د همدې فکري چاپېریال په منځ کې دې پایلې ته ورسېد چې افغانستان یوازې په جغرافیه کې مستقل پاتې کېدلای نه شي؛ دولت باید علم، قانون، اقتصاد، اداره او مستقل بهرنی سیاست هم ولري.
کله چې امیر حبیب الله خان د ۱۹۱۹ کال په فبرورۍ کې ووژل شو، د قدرت پر سر سیالي رامنځته شوه. امان الله په کابل کې مهمې دولتي سرچینې، خزانه او پوځي امکانات په لاس کې لرل او بالاخره یې سلطنت ترلاسه کړ.
خو نوی امیر یوازې د تخت د ساتلو په فکر کې نه و.
هغه ډېر ژر د افغانستان د بشپړ استقلال مسئله مطرح کړه.
استقلال؛ د امان الله خان تر ټولو نهانکارېدونکې تاریخي کارنامه
که د امان الله خان د ټولو اصلاحاتو په اړه اختلاف وشي، یوه تاریخي لاسته راوړنه یې په اسانه نه شي رد کېدای:
د افغانستان د مستقل بهرني سیاست تثبیت.
په ۱۹۱۹ کال کې درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه وشوه. جګړه اوږده نه وه او نظامي نتیجه یې هم دومره ساده نه ده چې یوازې د یوې خوا د مطلقې پوځي بریا په نوم ولیکل شي. خو سیاسي نتیجه یې د افغانستان لپاره تاریخي وه.
د ۱۹۱۹ کال د اګست په اتمه د راولپنډۍ تړون د افغانستان د بهرنیو اړیکو د استقلال لپاره اساسي تحول رامنځته کړ او وروسته د ۱۹۲۱ کال تړون دا نوی وضعیت نور هم تثبیت کړ.
همدلته باید د استقلال مفهوم په دقیق ډول درک کړو.
امان الله خان یوازې بیرغ پورته نه کړ؛ هغه غوښتل افغانستان له نړیوالې انزوا څخه وباسي او داسې دولت یې کړي چې له نورو هېوادونو سره په خپل نوم اړیکې ولري.
له همدې ځایه د ده د لس کلن سیاسي ژوند دویمه مرحله پیلېږي: د استقلال له ترلاسه کولو وروسته، د مستقل دولت جوړول او دا تر جګړې ډېره سخته پروژه وه.
د امان الله ستره پروژه: له رعیت څخه ملت، له دربار څخه دولت
د امان الله خان اصلاحات یوازې د لباس او ښځو مسئله نه وه. د ده اصلاحاتي پروګرام حقوقي، اداري، تعلیمي، اقتصادي، پوځي او ټولنیز ابعاد درلودل.
په ۱۹۲۳ کال کې افغانستان خپل لومړنی لیکلی اساسي قانون ترلاسه کړ. په هغه کې د دولت جوړښت، د اتباعو حقوق، عدلي نظام، مالي چارې، ولایتي اداره او نورې برخې تنظیم شوې. دا د افغانستان په سیاسي تاریخ کې کوچنی بدلون نه و.
تر دې مخکې د دولت او شخص ترمنځ اړیکه تر ډېره د سلطنت، دود، فرمان او سیمهییز قدرت پر بنسټ وه. امان الله غوښتل د «قانون» مفهوم د دولت په مرکز کې ودروي. د همدې اساسي قانون په متن کې د اتباعو د حقوقو، شخصي مصونیت او حتی د شخصي مراسلاتو د خوندیتوب مفاهیم لیدل کېږي. دا هغه افغانستان و چې لا یې پراخې برخې له عصري ادارې سره اشنا نه وې. همدا د امان الله عظمت هم ښيي او د هغه راتلونکې ستونزه هم. هغه د شلمې پېړۍ دولت غوښت، خو د دولت د تطبیق وسایل یې تر خپلې غوښتنې ډېر کم وو.
معارف؛ شاید د امان الله تر ټولو ژور انقلاب
که څوک غواړي د امان الله خان د اصلاحاتو ماهیت وپېژني، یوازې دارالامان دې نه ګوري؛ ښوونځیو ته دې وګوري.
د ده په دوره کې د معارف د پراختیا لپاره جدي هڅې وشوې. د نجونو لومړنی ښوونځی رامنځته شو، نوي ثانوي ښوونځي جوړ شول، مسلکي زده کړو ته پراختیا ورکړل شوه او افغان محصلین بهرنیو هېوادونو ته واستول شول.
تاریخي څېړنې ښيي چې تر ۱۹۲۷ پورې په افغانستان کې شاوخوا ۳۲۲ ابتدایي ښوونځي موجود وو چې نږدې ۵۱ زره زده کوونکي یې درلودل. د فرانسوي، جرمني او انګلیسي تعلیمي نمونو پر اساس هم ښوونځي جوړ شوي وو او محصلین جرمني، فرانسه، انګلستان، شوروي اتحاد او ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره استول کېدل. دا شمیرې ځکه مهمې دي چې د امان الله پروژه یوازې د ظاهري «اروپايي کېدو» پروژه نه وه. د هغه په ذهن کې د نوي افغانستان تر ټولو مهمه سرمایه تعلیم یافته افغان و. همدا شاید د هغه د فکر تر ټولو دوامداره میراث وي.
ښځه؛ هغه موضوع چې د شاه ټول دولت ورباندې پټ کړای شو
د امان الله مخالفانو د هغه د لس کلن دولت یوه ډېره لویه برخه د ښځو د لباس تر مسئلې لاندې ښخه کړې ده. حال دا چې د ښځو په اړه د امان الله او ملکې ثریا پروژه یوازې «حجاب» نه وه. مسئله د ښځې تعلیم، د جبري او زیانمنو ودونو محدودول، د ښځو ټولنیز حضور، روغتیا او د انسان په توګه د ښځې د حقونو پراخول وو. د نجونو ښوونځی په ۱۹۲۱ کې جوړ شو او وروسته د ښځو د ملاتړ ټولنه هم رامنځته شوه. افغانې ښځې د زده کړو لپاره ترکیې ته واستول شوې.
دلته باید تاریخي انصاف وشي.
امان الله خان د افغانستان ټولې ښځې په زور له حجاب څخه نه وې ایستلې. د هغه د دورې ځینې سمبولیک اقدامات، د ملکې ثریا عامه حضور او د کابل د محدودې ښاري طبقې د لباس بدلون وروسته په سیاسي تبلیغاتو کې دومره غټ کړل شو لو چې غازي ټول اصلاحاتي پلانونه یي تر شعاع لاندی راوستل.
خو په عین وخت کې باید دا هم ومنو چې شاه د دې موضوع د ټولنیز حساسیت اندازه سمه نه وه محاسبه کړې. یعنې د مخالفینو تورونه ناسم وو، خو د شاه د سیاسي محاسبې ستونزه هم واقعي وه. همدا توپیر د تاریخ د نقد او تبلیغ ترمنځ کرښه ده.
د شاه لویه لاسته راوړنه: د افغانستان لپاره د راتلونکي تصور
امان الله غوښتل افغانستان داسې هېواد شي چې:
قانون ولري؛ ښوونځی ولري؛ مسلکي اداره ولري؛ مستقل بهرنی سیاست ولري؛ منظم پوځ ولري؛ اتباع یې د قانون تابع وي؛ ښځه یې تعلیم وکړي؛ ماشوم یې ښوونځي ته ولاړ شي؛ له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري؛ او دولت یې یوازې د قبایلي جوړجاړي پر اساس ونه چلېږي.
دا تصور د هغه د وخت لپاره فوقالعاده لوی و. خو دلته د امان الله د تاریخ تر ټولو مهم فصل پیلېږي:
ولې داسې لوی تصور مات شو؟ لومړۍ ستره تېروتنه: د دولت ظرفیت یې له خپل آرمان سره برابر وباله
اصلاحات یوازې ښه فکر نه غواړي؛ د تطبیق ماشین هم غواړي.
امان الله قوانین جوړول، خو افغانستان دومره قاضیان، ښوونکي، مامورین، پولیس، انجینران، مالیاتي کارکوونکي او اداري شبکې نه لرلې چې دا قوانین په ټول هېواد کې یو شان عملي کړي.
مرکزي دولت د هېواد په ډېرو سیمو کې محدود حضور درلود. شاه غوښتل دولت په چټکۍ عصري کړي، خو هغه ماشین چې دا بدلون یې باید انتقال کړی وای، لا پخپله د جوړېدو په حال کې و.
دا د سیاست یوه اساسي قاعده ده: د اصلاح سرعت باید د دولت له ظرفیت سره متناسب وي.
که آرمان له ظرفیت څخه ډېر مخکې ولاړ شي، اصلاح د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او مقاومت په میدان کې ځواکمنېږي.
دویمه تېروتنه: د اصلاحاتو سرعت
د امان الله لومړني اصلاحات نسبتاً تدریجي وو. خو په ځانګړي ډول له ۱۹۲۷-۲۸ اروپايي سفر وروسته شاه غوښتل بدلونونه -په چټکۍ عملي کړي. همدلته د «سم هدف» او «سم سیاست» ترمنځ توپیر راڅرګندېږي.
تعلیم سم هدف و، قانون سم هدف و، د ښځې د انساني او تعلیمي حقونو پراختیا سم هدف و، مسلکي دولت سم هدف و خو هر سم هدف په هر سرعت او هره طریقه نه شي عملي کېدای.
د افغانستان په شان یوه ټولنه کې چې سیمهییز مشران، قبایل، علما، دودیز اقتصاد او مرکزي دولت ټول په نازک توازن کې ولاړ وو، په یو وخت د ټولو اړیکو بدلول د اصلاحاتو مخالفینو ته د ګډ مقاومت زمینه برابروله.
درېیمه تېروتنه: شاه مخالفین سره یو ځای کړل
بریالی سیاستوال یوازې خپل ملاتړي نه شمېري؛ د خپلو مخالفینو ترمنځ اختلاف هم ساتي. امان الله ورو ورو داسې حالت ته ورسېد چې بېلابېل ناراضه ځواکونه یې په یوه جبهه کې سره نږدې کړل:
ځینې علما د مذهبي اصلاحاتو مخالف وو؛ ځینې قبایل د مرکزي دولت د نفوذ له پراخېدو ناراضه وو؛ ځینې خلک د مالیاتو او عسکري مکلفیتونو څخه شکایت درلود؛ ځینې درباري او سیاسي اشخاص د قدرت له وېش ناراضه وو او د ټولنیزو اصلاحاتو مخالفینو د دې ټولو شکایتونو لپاره د «دین په خطر کې دی» تر ټولو اغېزناک شعار وموند.
د ۱۹۲۴ او ۲۵ خوست پاڅون د خطر یو لویه زنګ و. امان الله مجبور شو د اساسي قانون په ځینو برخو کې تعدیلات ومني.
شاه باید له دې پېښې یو ستر ستراتیژیک درس اخیستی وای: ټولنه لا د چټکو اصلاحاتو لپاره سیاسي اجماع نه لري. خو څو کاله وروسته یې بیا سرعت زیات کړ.
څلورمه تېروتنه: سمبولونه تر بنسټونو مخکې شول
د لباس، ظاهري تشریفاتو او اروپايي بڼې ځینې اقدامات د شاه مخالفینو ته فوقالعاده ارزانه تبلیغاتي وسله ورکړه.
په سیاست کې کله کله یو تصویر د سل مخه قانون په پرتله ډېر اغېز لري. مخالفینو خلکو ته د اساسي قانون مواد نه لوستل، خو هغوی د ملکې تصویر ورښود. د معارف بودجه یې نه تشریح کوله خو د ښځې د لباس کیسه یې کوله. د افغانستان مستقلې دیپلوماسۍ په اړه یې بحث نه کاوه ویل یې: «دین له خطر سره مخ دی.»
همدلته شاه یوه مهمه سیاسي جګړه وبایلله: د روایت جګړه. هغه دولت بدلولو، خو مخالفینو د خلکو ذهنونه تنظیمول او په سیاست کې که ته خپله کیسه خلکو ته ونه رسوې، مخالف به دې کیسه ستا پر ځای ولیکي.
پنځمه ستونزه: اصلاحات تر ډېره له پورته څخه وو
د امان الله پروژه اساساً له دولت څخه ټولنې ته تلله. شاه، دربار، روڼ اندي، محمود طرزي، ملکه ثریا، نوي مامورین او محدود ښاري قشر د اصلاحاتو محرکین وو. خو په کلیو کې یې پراخ منظم سیاسي ـ ټولنیز بنسټ نه درلود.
اصلاحاتو حزب نه درلود، اصلاحاتو پراخ مدني سازمان نه درلود، اصلاحاتو په هره ولسوالۍ کې زرګونه روزل شوي مدافعین نه درلودل نو کله چې سلطنت کمزوری شو، د اصلاحاتو دفاع هم د شاه له شخص سره ونړېده.
دلته د راتلونکو افغان سیاسي حرکتونو لپاره لوی درس پروت دی: هغه اصلاح چې یوازې په رهبر ولاړه وي، د رهبر له سقوط سره سقوط کوي. هغه اصلاح چې په بنسټ، سازمان او ټولنیز ملاتړ ولاړه وي، تر رهبر وروسته هم ژوند کوي.
شپږمه تېروتنه: د پوځ او قدرت د سخت مرکز کمزوري کېدل
دولت یوازې په ښوونځي او قانون نه ساتل کېږي، دولت د مشروعیت تر څنګ د امنیت او منظم قدرت وسیلې هم غواړي. د امان الله د دورې په وروستیو کې د پوځ دننه ستونزې، د عسکري اصلاحاتو نارضایتي، مالي محدودیتونه او د مرکز د نظامي ظرفیت کمزوري کېدل د رژیم د سقوط په چټکتیا کې مهم شول. کله چې د ۱۹۲۸ په وروستیو کې شینوارو پاڅون وکړ او ورپسې د حبیب الله کلکاني ځواکونه د کابل پر لور راوخوځېدل، دولت په حیرانوونکي سرعت کمزوری شو.
دا د امان الله د اصلاحاتو ستر تناقض و: هغه غوښتل یو قوي عصري دولت جوړ کړي، خو تر هغه مخکې چې نوی دولت قوي شي، د زاړه دولت د قدرت ځینې ستنې کمزورې شوې.
آیا یوازې ملا، قبیله او بهرنی لاس امان الله راوپرځاوه؟
نه.
دا ځواب د امان الله له تاریخ سره هماغومره ساده چلند دی لکه دا ویل چې هغه یوازې د «بېحجابۍ» له امله سقوط وکړ.
د هغه په سقوط کې دیني مخالفت، قبیلوي مقاومت، اقتصادي فشار، د دولت کم ظرفیت، د پوځ ستونزې، د اصلاحاتو سرعت، د واک د ائتلاف تنګېدل، تبلیغات، سیمهییزې سیالۍ او د شاه خپلې سیاسي تیروتنې خ/بل خپل نقش درلودو.
بهرني عوامل هم باید مطالعه شي، خو هره کورنۍ ناکامي یوازې د بهرني توطیې په یوه جمله تشریح کول د تاریخ مطالعه نه ده.
قوي دولتونه د بهرنیو توطیو هدف کېدای شي، خو هره توطیه نه شي کولای قوي دولت په څو میاشتو کې ونړوي.
اصلي پوښتنه باید دا وي: ولې د امان الله دولت دومره شړیدیلی شوی و چې پاڅونونو یې مرکز ولړزاوه؟
همدا پوښتنه موږ له افسانې څخه سیاستپوهنې ته وړي.
د امان الله د مخالفینو یوه تاریخي بېانصافي له بلې خوا، د شاه مخالف روایت باید هم جدي نقد شي.
یو انسان چې مستقل بهرنی سیاست یې تثبیت کړ، اساسي قانون یې جوړ کړ، عصري معارف یې پراخ کړ، نجونې یې ښوونځي ته ولېږلې، محصلین یې بهر ته واستول، د قانون د حاکمیت هڅه یې وکړه او افغانستان یې له نړیوالې انزوا څخه د ایستلو کوښښ وکړ، د هغه ټول سیاسي ژوند یوازې په «کفر» تشریح کول علمي نقد نه دی.
دا سیاسي او مذهبي تبلیغ دی.
تر دې عجیبه تاریخي تناقض دا دی چې د امان الله ځینې مخالفین هغه د عصري علومو، مدني آزادۍ، ښځینه تعلیم، له بهرنیو هېوادونو سره اړیکو او عصري دولت د فکر له امله غندي، خو نسلونه وروسته خپله د همدې عصري نړۍ له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي.
د عصري پوهنتون سند غواړي؛ پاسپورټ غواړي؛ عصري روغتون غواړي؛ موټر او الوتکه غواړي؛ انټرنېټ غواړي؛ نړیوالې اړیکې غواړي؛ بهرنۍ مرستې او پروژې غواړي؛ خپلې لوڼې بهرنیو پوهنتونونو ته استوي خو هغه شاه تکفیروي چې سل کاله مخکې یې غوښتل افغان ماشوم عصري علم زده کړي.
دا تناقض باید په قهر نه، بلکې په استدلال افشا شي. ځکه تاریخ په ښکنځلو نه اصلاح کېږي.
خو د امان الله محبین هم باید یوه خبره ومني د یوه رهبر نیت د هغه د سیاست د بریا ضمانت نه دی. امان الله وطنپال و، خو وطنپالنه د ستراتیژۍ بدیل نه ده. امان الله نوښتګر و، خو نوښت د ټولنیز ظرفیت بدیل نه دی. امان الله زړور و، خو زړورتیا د سیاسي محاسبې بدیل نه ده. امان الله د افغانستان خیر غوښت، خو ښه نیت د قدرت د علم بدیل نه دی. همدلته د شاه نقد د هغه سپکاوی نه، بلکې د هغه د تجربې بشپړول دي.
که موږ یوازې ووایو «غازي لوی انسان و»، راتلونکی نسل به ترې احساس واخلي، خو سیاست به ترې زده نه کړي.
خو که ووایو: هغه ولې بریالی شو؟ ولې ناکام شو؟ کوم اصلاح یې په سم وخت وکړه؟ کومه یې تر وخت مخکې کړه؟ چا یې ملاتړ کاوه؟ څوک یې ولې مخالف شول؟ ولې یې د اصلاحاتو لپاره پایدار ټولنیز ائتلاف جوړ نه کړ؟ ولې یې دولت تر اصلاحاتو مخکې په کافي اندازه قوي نه کړ؟ ولې یې د روایت جګړه مخالفینو ته وبایلله؟ نو بیا امان الله خان له مجسمې څخه په سیاسي ښوونځي بدلېږي.
۱۹۲۸ او ۱۹۲۹؛ کله چې آرمان له واقعیت سره وجنګېد له اروپا څخه تر راستنېدو وروسته امان الله د اصلاحاتو نوی پړاو پیل کړ. د ۱۹۲۸ کال لویې جرګې ته د دولت، پارلمان، پوځ، تعلیم او ټولنیزو اصلاحاتو په اړه پراخ وړاندیزونه وړاندې شول خو افغانستان بدل شوی و. یا شاید شاه بدل شوی و.
هغه ځوان امیر چې په ۱۹۱۹ کې یې د استقلال لپاره د ولس له احساس سره ځان یو کړی و، لس کاله وروسته په ځینو برخو کې له خپل ولس څخه فکري فاصله پیدا کړې وه.
دا جمله مهمه ده:
امان الله له خپل ملت څخه مخکې تللی و، خو دومره مخکې تللی و چې یوه برخه ملت نور هغه نه شو لیدلای. د رهبر هنر یوازې مخکې تلل نه دي. هنر دا دی چې ملت هم درسره بوځې.
په ۱۹۲۸ کې پاڅونونه پراخ شول. د حبیب الله کلکاني ځواکونو پر کابل فشار زیات کړ. بالاخره امان الله خان د ۱۹۲۹ کال په جنوري کې له سلطنت څخه لاس واخیست. هغه وروسته یو ځل د قدرت د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو بریالی نه شو. او د افغانستان د شلمې پېړۍ تر ټولو مهمو اصلاحاتي تجربو څخه یوه په لسو کلونو کې پای ته ورسېده.
تبعید؛ د یوه پاچا اوږده چوپتیا او امان الله لا ځوان و. یوازې شاوخوا ۳۶ کلن و چې سلطنت یې له لاسه ورکړ.
هغه سړی چې په شل کلنۍ کې یې د افغانستان د راتلونکي خوبونه لیدل، په ۲۷ کلنۍ کې واک ته رسېدلی و او په ۲۶ـ۲۷ کلنۍ کې یې د استقلال جګړه رهبري کړې وه، اوس د خپل هېواد څخه بهر و.
د ژوند پاتې څه باندې درې لسیزې یې تر ډېره په تبعید کې تېرې کړې. ایټالیا او وروسته سویس د هغه د ژوند د وروستیو کلونو شاهدان شول. امان الله خان د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵مه په زوریخ کې ومړ. هغه ۶۷ کاله بشپړ کړي او د ژوند په ۶۸م کال کې و. وروسته یې جسد افغانستان ته راوړل شو او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.
د تاریخ یوه عجیبه صحنه وه: هغه پاچا چې غوښتل افغانستان اروپا ته نږدې کړي، د ژوند وروستۍ ساه یې په اروپا کې واخیسته خو خاوره یې افغانستان ته راستنه شوه.
که امان الله لس یا شل کاله نور پاتې شوی وای؟ دا پوښتنه تاریخ قطعي نه شي ځوابولای. شاید افغانستان به په سیمه کې د عصري دولت له لومړنیو تجربو څخه یوه بریالۍ کړې وای. شاید اصلاحات به بیا هم له مقاومت سره مخ شوي وای. شاید شاه به له خپلو تېروتنو زده کړه کړې وای. شاید به یې سرعت کم کړی وای خو یوه خبره روښانه ده:
د هغه لس کلن سلطنت د افغانستان د دولت جوړونې د امکاناتو یوه کړکۍ پرانیسته.
د ۱۹۲۳ اساسي قانون، د معارف پراختیا، د بهرنیو اړیکو تنوع، د ښځینه تعلیم پیل، اداري اصلاحات او د قانونمند دولت تصور داسې نظریات وو چې د شاه له سقوط سره په بشپړ ډول مړه نه شول.
حتی وروسته رژیمونو هم د عصري دولت د جوړولو په برخه کې د همدې لارې ځینې برخې تعقیب کړې.
د راتلونکو افغان ملتپالو حرکتونو لپاره د امان الله لس درسونه
د امان الله تر ټولو لوی یادګار باید یوازې ماڼۍ، تصویر او د استقلال جشن نه وي.
د هغه تجربه باید یادګار وي. له دې تجربې څخه راتلونکی افغان ملتپال او اصلاح غوښتونکی حرکت لږ تر لږه دا زده کولای شي:
لومړی: استقلال یوازې له بهرني قدرت څخه آزادي نه ده؛ علمي، اقتصادي، اداري او فکري ظرفیت هم استقلال دی.
دویم: اصلاح باید د ټولنې له ظرفیت سره متناسب سرعت ولري.
درېیم: له ټولنې مخکې تلل رهبري ده؛ له ټولنې دومره مخکې تلل چې اړیکه ورسره پرې شي، سیاسي خطر دی.
څلورم: قانون له ادارې پرته کاغذ دی. لومړی باید د قانون د تطبیق ظرفیت جوړ شي.
پنځم: اصلاحات باید ټولنیز ائتلاف ولري. عالم، قومي مشر، ځوان، ښځه، سوداګر، بزګر، مامور او پوځ باید هر یو په نوي نظم کې خپل ځای وویني.
شپږم: د روایت جګړه د قدرت برخه ده. که اصلاح غوښتونکی خپل هدف خلکو ته په خپله ژبه تشریح نه کړي، مخالف به یې په دروغو تعریف کړي.
اووم: سمبولیک جنګونه باید د اساسي اصلاحاتو ځای ونه نیسي. ښوونځی تر لباس مهم دی، اقتصاد تر تشریفاتو مهم دی او بنسټ تر تصویر مهم دی.
اتم: دولت باید د اصلاحاتو له سرعت څخه کمزوری نه وي. اصلاحات هغه وخت خوندي دي چې د دولت بنسټونه یې ساتلی شي.
نهم: مخالف باید یوازې «جاهل» ونه بلل شي؛ باید وپېژندل شي. د هغه اقتصادي ګټه، ټولنیز نفوذ، ویره، عقیده او د مقاومت ظرفیت باید تحلیل شي.
لسم: هېڅ رهبر باید ځان د ملت له ارادې لوی ونه ګڼي. حتی تر ټولو روښانه فکر هغه وخت پایدارېږي چې خلک یې په خپله ومني.
امان الله خان د افغانستان د معاصر تاریخ یو ستر استقلال غوښتونکی، ملتپال او اصلاح غوښتونکی پاچا و.
د هغه لویه تاریخي لاسته راوړنه دا وه چې افغانستان یې د مستقل بهرني سیاست خاوند کړ او وروسته یې هڅه وکړه سیاسي استقلال په دولتي استقلال بدل کړي. د هغه ستر قوت دا و چې راتلونکی یې لید او ستره کمزوري یې دا وه چې کله کله یې د راتلونکي او حال ترمنځ فاصله کمه محاسبه کړه. هغه پوهېده افغانستان باید چېرته ولاړ شي؛ خو تل یې په سمه توګه ونه سنجوله چې افغانستان له کومې لارې، په کوم سرعت او له چا سره یو ځای هلته رسېدای شي.
همدا د هغه تراژیدي وه.
۱۹ اګست؛ یوازې د ګلونو ورځ نه، د فکر ورځ، که موږ د استقلال په ورځ یوازې د امان الله خان تصویر پورته کړو، شعار ورکړو، د غازي نوم واخلو او سبا هر څه هېر کړو، موږ له هغه سره بشپړ انصاف نه دی کړی، او که یې په دروغو، تکفیر او تورونو د تاریخ له حافظې وباسو، له خپل تاریخ سره مو خیانت کړی دی.
د امان الله خان د درناوي تر ټولو لوړه بڼه دا نه ده چې هغه له نقد څخه پورته کړو، تر ټولو لوی درناوی دا دی چې له تجربې یې زده کړه وکړو. هغه څه چې سم یې کړي وو، وپېژنو. هغه څه چې غلط یې کړي وو، تحلیل یې کړو. هغه خنډونه چې ده ونه شوای ماتولای، راتلونکی نسل ورته چمتو کړو او هغه آرمان چې ده نیمګړی پرېښود، په عقل، علم، تدبیر او ملي اجماع تعقیب کړو.ځکه ملتونه یوازې د خپلو بریاوو له تاریخ څخه نه زده کوي. ستر ملتونه د خپلو ماتو علتونه هم مطالعه کوي.
وروستۍ خبره
غازي امان الله خان د افغانستان استقلال واخیست؛ خو د هغه تر ټولو لوی خوب یوازې استقلال نه و. هغه غوښتل مستقل افغان، مستقل فکر او مستقل دولت جوړ کړي.
په لومړي ماموریت کې بریالی شو، په دویم کې یې بنسټونه کېښودل او په درېیم کې یې وخت، امکانات، سیاسي تدبیر او تاریخي شرایط ورسره وفا ونه کړه، او خپلې تېروتنې یې هم د ماتې برخه شوې.
نو د ۱۹ اګست په ورځ باید یوازې دا ونه وایو:
«غازي امان الله خان دې ژوندی وي!»
بلکې باید له ځانه وپوښتو:
ولې د هغه پروژه نیمګړې شوه؟ ولې استقلال مو په پایدارو ملي بنسټونو بدل نه کړ؟ ولې د علم، قانون او دولت جوړونې پر وړاندې بیا بیا هماغه زاړه مقاومتونه راژوندي شول؟ او که سبا بل امان الله راپیدا شي، آیا موږ به هغه ته بیا یوازې د دوو انتخابونو ترمنځ ځای ورکړو: تقدیس یا تکفیر؟
که له ۱۹۱۹ څخه یوازې جشن پاتې شي، تاریخ مو حفظ کړی دی. که له ۱۹۱۹ څخه د دولت جوړونې، اصلاح، تدریج، ملي اجماع، تعلیم، استقلال او سیاسي محاسبې درس واخلو، تاریخ مو زده کړی دی. د غازي امان الله خان اصلي میراث باید همدا وي: استقلال په احساس اخیستل کېدای شي، خو په عقل، علم، قانون، قوي بنسټونو او ملي اجماع ساتل کېږي.
31/08/2026
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ چې ۱۶۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۴۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۴۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
#ایران #پاکستان #راستنېدونکي #کورنۍ
31/08/2026
د خدای په امان کراچۍ!
دا جمله په کراچۍ کې د فرانسې سیاسي استازولۍ لیکلې ده.
فرانسې په دغه ښار کې خپله قونسلګري د تل لپاره وتړله.
په تېرو ۴ کلونو کې دا څلورمه بهرنۍ سیاسي استازولي ده چې پاکستان کې تړل کېږي.
د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۳مه سویډن او د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه فنلنډ خپل سفارتونه وتړل.
د ۲۰۲۶کال د مې په ۵مه امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري او تېره ورځ د اګسټ په ۳۰مه فرانسې په کراچۍ کې خپله قونسلګري وتړله.
ځینې نور هېوادونه هم پر دې غور کوي چې ایا په پاکستان کې یې سفارتونه یا قونسلګرېو چارو دوام اړین دی که نه؟
د دوو سفارتونو او ۲ قونسلګرېو تړلو لاملونه، امنیتي او اقتصادي ستونزې بلل شوي دي.
له دغو دوو لاملونو ورهاخوا، د سیاسي لومړیتوب خبره هم مهمه ده.
پخوا به پاکستان لس ترلاسه، یو نیمه به یې په خپلو نیابتي ډلو ولګوله خو اوس داسې ښکاري چې نه پاکستان او نه هم تازه جوړو شوو نیابتي ډلو ته د څه رسېدو هیله شته.
تصویر په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی.
30/08/2026
پښتون ملي جرګې د بې درکه شویو قربانیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، په پاکستان کې جبري ورکول د پښتنو د ځپلو او پر هغوی د فشار راوړلو لپاره د پوځي رژیم د یوې داسې سیستماتیکې تګلارې په توګه کارول کېږي چې موخه یې د خپلو نامحدودو واکونو ساتل دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه روان عمل نه یواځې پر قربانیانو او د هغوی پر کورنیو دردونه تپي، بلکې د ټولنې او پاکستان بنسټونه هم زیانمنوي.
د سرچینې په وینا، تر اوسه زرګونه قومي مشران، د بشري حقونو او سولې فعالان، وکيلان، خبریالان، استادان، محصلین او عادي کسبکاران د دغو جبري ورکېدو ښکار شوي دي.
پښتون ملي جرګې زیاته کړې چې ډېری تښتول شوي پښتانه محکمې ته له وړاندې کولو پرته ساتل کېږي او په ډېری مواردو کې په مېنځ جوړو شویو بریدونو (جعلي مقابلې) کې وژل کېږي، ترڅو ترورېستان وښودل شي او په پښتنو سیمو کې روانې ناامنۍ ته د دوام زمینه برابره شي.
د پښتون ملي جرګې پر نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه پر هغو هېوادونو چې د بشري حقونو ادعا کوي او له پاکستان سره پوځي او اقتصادي اړیکې لري، غږ کړی چې پر دغه هېواد فشار راوړي ترڅو په پښتنو سیمو کې جبري ورکېدنې سملاسي پای ته ورسوي.
| | | | |
30/08/2026
سیمه ییزو سرچینو او د خبریال بشیر هاتف د کورنۍ نږدې کسان وايي، د هغه زوی عبدالله هاتف له نادرکۍ وروسته وژل شوی او جسد یې نن خاورو ته سپارل شوی دی.
د سرچینو په وینا، عبدالله هاتف د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د کابل له میوند جادې څخه نادرک شوی و او له هغه وروسته یې د ټلېفون شمېره هم بنده شوې وه.
دا پېښه له بګرام زندان څخه د افغان خبریال بشیر هاتف تر خوشې کېدو څو اونۍ وروسته رامنځته کېږي.
تر اوسه د عبدالله هاتف د مړینې د دقیق علت او څرنګوالي په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي.
| | | |