Cricket lovers
cricket promoter
11/01/2019
Need active admin any body interest it contact as
04/02/2018
د زمبابوې کپټان کریمر وايي د افغانستان ماتول ځکه سخت دي چې افغانستان قوي سپن بالران لري، لوبه هم په شارجه کې ده او پچ هم د ورو توپ اچونکو لپاره برابر دی. افغانستان او زمبابوې د اوو لوبو لړۍ د دوشنبې په ورځ پیلوي. زمبابوې تر افغانستان مخکې په سرېلنکا او بنګلدېش باندې څو لوبې وبایللې. د راشد، نبي، مجیب او محمد شهزاد په موجودیت کې ښايي افغانستان پر زمبابوې برلاسی وي، خو بیا هم کرکټ، کرکټ دی. اصغر ستانکزي ډاډ وښوده چې لوبډله به یې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان د بري په هیله
03/02/2018
د کرکټ دریو مشهورو نړیوالو مبصرینو په بګ بش کې د راشد خان له وروستۍ لوبې وروسته له هغه سره خبرې وکړې. ماته یې نوې خبره دا وه چې ویې ویل، ما دلته دا هم زده کړل هغه میدان کې چې نندارچیان د مخالف ټيم او بیخي زیات وي، میدان هم د هغوې وي، پيچ هم د سپين بالر لپاره برابر نه وي او ستا اوله لوبه هم وي څنګه به لوبه کوې؟ وايي ډېر نور شیان یې هم زده کړل چې خپل ملي ټيم ته به یې انتقالوي. ژمنه یې وکړه چې بل کال ته بیا بګ بش ته ورځي.
03/02/2018
د 2018 کال نولس کلنو نړیوال جام اتلولې هندوستان وګټله
ټولو مینوالو ته یې مبارک وي.👍
Congratulations
28/01/2018
د اسټرالیا او افغانستان د نننۍ لوبې په اړه:
د اسټرالیا د ۱۹ کلنو لوبډلې سیمې فاینل ته د افغانستان له وتلو وروسته له خپلې ادارې غوښتې چې د افغان لوبډلې د تېرو لوبو ویډیوګانې ورته وښيي. د اسټرالیا کپټان جایسن وايي چې دوی له افغانستان سره مخامخ شوي نه دي او ویډیوګانې یې ځکه ولیدلې چې د لوبغاړو په اړه یې ځان خبر کړي. وايي د افغانستان د بالرانو ویډیوګانې او په خاص ډول د مجیب ځدراڼ د باولینګ ویډیو یې ولیدله چې خپل بیټسمینان ورته اماده کړي. د اسټرالیا کپټان جایسن اس پي ان ته ویلي دي چې له دغه کار نه یې هدف دا نه و چې په یو ډول نه یو ډول خپل لوبغاړي د افغان لوبغاړو تر فشار لاندې راولي، بلکې هدف دا و چې افغان لوبغاړي ښه وپېژني. وايي که اسټرالیا خپله یرغلیزه او عادي لوبه وکړه، بری به راوړي. خو د افغانستان د ۱۹کلنو روزونکي مولز بیا اس پي ان ته ویلي دي چې اسټرالیا د سیالیو ښه لوبډله ده، خو افغانستان تر اسټرالیا ښه کېدی شي، شرط یې دا دی چې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان د بري په هیله!
28/01/2018
دافغانانو قیمت چاته په لکونو او چاته....؟
27/01/2018
سخت دی خپه کړو ډبل شا
26/01/2018
د هند نولس کلنې لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه !
هند به خپله نيمه پايلوبه له پاکستان سره کوي
جالبه دا ده چې د نړيوال جام مخکښې درې لوبډلې د آسيا او يوه يې د آسيا بهر هېواد آسټراليا ده
خپلو اتلانو ته به دعاء کوو👏👍❤️
26/01/2018
د نيوزلينډ لوبډلې روزونکى وايي چي د افغانستان نولس کلنه لوبډله کې حیرانونکي استعدادونه شته او 90 سلنه د نړيوال جام د گټلو چانس لري
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Sulaimaneya Riyadh
Riyadh