21/01/2024
ارواح دې ښاد اوسه.
پاک با عزته راغلی وې او پاک باعزت ولاړې.
نه دې د چا ناموس څخه عکس واخیست اونه
دې د چا ناموس ميډیا ته ښکاره کړه
یو دمار لوبه دې لرله کیدای شي الله يي درته معاف کړي😝
Abdul basit Ahmadzai
21/01/2024
ارواح دې ښاد اوسه.
پاک با عزته راغلی وې او پاک باعزت ولاړې.
نه دې د چا ناموس څخه عکس واخیست اونه
دې د چا ناموس ميډیا ته ښکاره کړه
یو دمار لوبه دې لرله کیدای شي الله يي درته معاف کړي😝
17/12/2023
08/12/2021
دا د هغه سړي سږي دي چې د (۵۲) کالو په عمر ومړ.
دغه سړي (۳۰) کاله د ورځې یو کوتی سیګرټ څکول، نو د سږو په کنسر (سرطان) اخته شو.
سګرټ(لوګی) څکول پرېږدئ، د صحت لپاره خورا ډېر مضر دي.
13/11/2021
په يار مې ډېر ډېر سلام وايه
د غريبۍ مې ورته مه وايه حالونه
12/11/2021
د غربت او بېکارۍ اوج،
خوست کې ګڼو خلکو د کور لوښي خرڅ ته ایښي.
خبرتیا.
په افغانستان او د افغانستان څخه
د باندې ټولې کورنۍ په حمام یا تشناب کې
برېښنایي بایلر یاګرېزر لري
نو له تاسې ټولو مې هیله ده چې کله هم غواړئ
حمام یا غسل وکړئ د بایلر لین له برق څخه لرې کړئ
تر څو مو ژوند له خطر څخه ژغورل شوی وي
مهرباني وکړئ دا پیغام مخکې شیر کړئ
تر څو ټول وطنوال باخبر شي
29/08/2021
دې ته وایي لیکنه
يو سپین ږیري له مرګ وړاندې زوی ته ساعت ورښکاره کړ او ورته یې وویل: دا ساعت دې نیکه را کړیدی. کابو ۲۰۰ کاله پخوا جوړ شوی. مخکې له دې چې تاته یې درکړم، د ګاڼو دوکان ته لاړ شه او ترې وپوښته چې څومره ارزښت لري.
زوی يې د ګاڼو دوکان ته لاړ او چې را ستون شو پلار ته یې وویل: ۱۵۰ ډالر یې ارزښت ورته وټاکلو.
پلار یې ورته ووېل: کباړ ته لاړ شه! زوی یې لاړ او ویې ویل: ۱۰ ډالره یې اخیست ، ویل یې چې ډیر موښل شوی دی.
پلار یې بیرته میوزیم ته ولیږه او ورته یې ووېل چې ساعت دې هلته ورښکاره کړه. زوی یې له میوزیم هم واپس راغی او پلار ته یې ووېل: د میوزیم ساتونکي په ۵۰۰ زره ډالر دا ساعت وغوښت او ویل یې چې د میوزیم په باارزښته څیزونو کې یې ساتم.
پلار یې ووېل: غوښتل مې په دې پوه شې چې وړ ځایونه ستا په ارزښت پوهیږي، هیڅ وخت په ناوړه ځایونو کې خپل ارزښت مه لټوه، که خپل ارزښت دې ونه موند مه خواشینی کیږه، چیرته دې چې درناوی کیږي، هملته اوسه او چیرې دې چې درناوی نه کیږي، هلته مه ځه!
خپل ارزښت دې وپیژنه.
ولې خلک دلته ژوند وکړي؟؟!!
نه سیاسي او نه هم اقتصادي تل پاتې ثبات شته او نه هم ټولنیزه رفاه موجوده ده.
۱ - بانکونه بند دي
۲ - د تذکرو ویش ولاړ دی
۳ - پاسپورت اداره بنده ده
۴- د افغانیو ارزښت بې نهایته ټیټ شوی
۵ - کدرونه لاړل او یا د تېښتې په حال کې دي
۶ - نرخونه پورته تللي
۷ - پوهنتونه بند دي
۸ - اداراتو په رأس کې د پخوا په څېر غیر مسلکې کسان ګمارل شوي، چې یوه ورځ کاري تجربه هم نه لري
۹ - بیکاري بې حده زیاته شوې او تقریباً هر دوهم کس بېکاره شوی
۱۰- د حکومت جوړولو هېڅ درک نشته
۱۱ - هیحوک دندې ته د تللو جرئت نه کوي ځکه د معاش د اداینې کوم سیستم او بندوبست نه لیدل کېږي.
۱۲- ټول د یو نامعلومې راتلونکط ته په تشویش کې لیدل کېږي.
۱۳_دا اوس ډېر خلک د وچې ډوډی اخیستلو توان نه لري
۱۴_طالبان ددې په خای چې عمده او اساسي ستونزو ته حل لارې ولټوي، د سړکونو نه د دېوالونو لرې کول، لباس ډول، د غله مخ تورول، د دولتي موترو راټولول او نورو ته لمړيتوب ورکړی.
۱۵_امریکا او نړۍ به د داعش پروژې لپاره تبلیغات کوي او هم په افغانانو خپل هوایی عملیات ترسره کوي ....
۱۶_ د پاکستان لپاره خلاص لاس په خارجي سیاست کې ورکړل شوی او قریشي د افغانانو په ځای نړیوالو سره زمونږ سره د اړیکو لپاره ملاقاتونه کوي.
۱۷_ ۳۳ ولایتونه ونیول شول خو یو وړوکی ولایت پنجشېر ته یو ځل بیا د تېرو شلو کلونو په څېر امتیاز او توپیري چلند کېږي.
۱۸_ د هر هېواد بیرغ او ملي سرور چې کوم نظام هم راشي، نو تغیر نه کوي، حتا چې پاکستان په کودتاو کې تاریخ لري بیرغ او ملي سرود یې نه بدلېږي، خو دلته بیا هره ډله چې واکمن شي، نو خپل بیرغ او ملي سرود جوړوي.
۱۸_ د هر هېواد اردو او نظام ړنګولو ته هېڅ یو سیاسي ډله چې واک ته ورسېږي، ځان ته جرئت او اجازه نه ورکوي، چې له مینځه یې یوسي، خو دلته بیا هرې ډلې هڅه کړې چې اردو او نظام ړنګ کړي او له بیخه یې بیا د جوړولو پېل وکړي.
۱۹_ پخوا به هر چا د حکومت په کړنو سختې نیوکې کولې او طنزونه به یې وییل، خو اوس افغانان هغه آزادي نه لري، چې د پخوا په څېر په ټولنیزو شبکو کې او لاریونونو کولو انتقاد وکړي، ځکه دوی پوهېږي چې دوی به حتماً له جدي ستونزو سره مخامخ شي.
دا ملت د نورو ملتونو په څېر د هوسا ژوند کولو حق لري، امنیت، اقتصادي پرمختګ، د کار ډاډ، روحي آرامتیا، دایمي ادارې او نظام، ملي دایمي سمبولونه، ملت جوړونه، دایمي پرمختللې او مسلکي هېواد پاله او دین پاله اردو، یو پرمختتلی او عصري تعلیمي او صحي نظام او داسې نور لوی او واړه بنسټونه دلته جوړ او بیا یې د ملاتړ لپاره ملي روحیه وروزل شي.
27/08/2021
زه د هغه چمن ګل يم
چې بهار پرې نه راځي 🕊
دا 45 خبري د45 کتابو لوستلو ارزښت لري:
1. په کال کې یوځل حتمأ د لمر راختل وګوره.
2. د سبا لپاره دې پلان ولره.
3. په خبرو کې د مننې له جملي څخه ډیره ګټه اخله.
4. پدې پوه شه چې څه وخت باید چپ پاتي شي.
5. هر وخت ځان پاک ساته.
6. د ژوند د هرې وړوکي لاسته راوړنې لپاره میله جوړه کړه.
7. له هغو توکو څخه چې ماشومانو یې خرڅوي واخلئ.
8. تل د نورو زده کړو هڅه وکړه.
9. په هرڅه چې پوهیږي نورو ته یې هم وښیه.
10. د زوکړي په ورځ دې یوه ونه وکره.
11. نوي ملګري پیدا کړه خو زاړه هم مه هیروه.
12. له بیلابیلو ځایونو څخه انځور واخله.
13. د ملګرو د پټو خبرو په ساتلو کې امانت داره اوسه.
14. له خوښیو څخه د خوند اخیستو لپاره ځنډ مه کوه.
15. د نورو په مټ باورمند مه اوسه .
16. د خپل رژیم په اړه نورو ته څه مه وایه.
17. خپلې غلطیانې ومنه.
18. په دې پوه شه هر خبر چې اورې رښتیا ندي.
19. د خپلو ماشومانو له ښکنلو وروسته هغوی ته غیږه ورکړه.
20. کله کله ځان ته سیستلی ( اشپلاق ) ووهه.
21. زړور اوسه که څخه هم چې داسې نه یې.
22. د واده کلیزه دې هیڅکله مه هیروه.
23. چاته کنایه دارې خبرې مه کوه.
24. هغه کتابونه دې ملګرو ته د امانت په ډول ورکړه چې بیرته سپارل یې درته اړین نه وي.
25. تل دې ماشومانو ته وایه تاسو اتلان یاست.
26. تل سهار وخت له خوبه پاڅه.
27. هڅه وکړه تل زیرک اوسي، چانس کله ډیر په آرامه درځي.
28. ګړۍ دې د تل لپاره پنځه دقیقي مخکې کړه.
29. هغه خلک چې هیله یې یوازي تاسي یاست مه ناهیلي کوئ.
30. کله چې ماشومانو سره لوبي کوئ کوښښ وکړئ هغوی ګټندوی شي.
31. د تلیفون په نغمو کې هڅکله بي مفهومه پیغام مه اږدئ.
32. وخت پیژندونکی اوسه.
33. له بدو خلکو څخه لري اوسه.
34. خپلو ماشومانو ته د پیسو په ورکړه کې کنجوس مه اوسه.
35. باور مند اوسه.
36. هڅکله په خپل سیال باور مه کوه.
37. له اندازي ډیر مهربانه اوسه.
38. کله چې غصه یاست هیڅ کار ته لاس مه وروړئ.
39. د خپلې کوژدنې ښه ملګری اوسه.
40. تر څو مو چې له اوسنې دندې څخه ښه دنده نه وي ترلاسه کړي اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوئ.
41. هڅه وکړه چې د ځمکي پرمخ تر ټولو ارزښتمن او جذباتي کس اوسي.
42. له هیچا څخه ګډی ( کینه ) په زړه مه ساته.
43. ټولو ژوندیو مخلوقاتو ته ارزښت او درناوی ولره.
44. په اسانۍ سره ماتي مه منه .
45. کله چې بریالۍ شوي مغروره کیږه مه.
افففففف
یاالله دا اقتصادي اُبـــــــــــاهم ختمه کړی
د وطن دا ناوسه پلار له ناچاریه خپل پښتورګی خرڅوي.😓اوښکي یې د زغمولو نه دي.😓 دا ورور سخت مشکل لری مرسته واکی
23/08/2021
(له ډاکټر ذاکرنېک څخه یې وپوښتل!)
که چېرته اسلام غوره دین وای؟ او دسولې ،ارامۍ دین وای؟ نو مسلمانان به په دومره ستونزو کې نه وای راګیر ژوند به یې ښه او خوشاله وای؟
ډاکټر ذاکر ورته داسې ځواب ورکړ:
که چېرته تاسو یو ښه او ښایسته موټر ولرﺉ یو داسې موټر چې له هر اړخه منظم او پوره وي.
نوتاسې داموټر یوداسې ډرایور یعنې موټر چلوونکي ته ورکړی چې هیڅ موټر يې زده نه وي او نه یې په سیستم پوهېږي او هغه ټکر وکړي.
نو زه له تاسو پوښتنه کوم چې غلطي دچاده دموټر یا موټر چلوونکي؟
هغه ځواب ورکړ چې دا خو معلومه خبره ده چې دا غلطي خو د موټر چلوونکي دو.
نو ډاکټر ذاکر ورته وویل:
اسلام هم یو موټر دی چې اوسني مسلمانان یې په چلولو نه پوهېږي ځکه خو دومره په بدبختیو اخته دي،تاسې بیا (مُحَمَّد ﷺ)ته پام وکړﺉ!
چې هغه څه ډول اسلام چلوو دا چې نن سبا مسلمانان په بدبختیو او جنګونو کې راښکېل دي او ژوند یې له غمونو ډک دی دا ده دوی غلطي ده نه د اسلام که چېرته مسلمانان خپل دین اسلام په سمه توګه زده او وچلوي نو زه ژمنه کوم چې مسلمانان به په دواړو جهانو کې بریالي او خوشاله انسانان وي.