Khost Atalan Trophy

Khost Atalan Trophy

Share

د خوست اتلان ټرافي رسمي فسبوک پاڼې ته ښه راغلاست!

09/28/2025

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ دویم پړاو په بریالیتوب پای ته ورسېد

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ دویم پړاو سیالۍ چې په کابل کې ترسره شوې، د لوبغاړو، مینه‌والو او ټولو ښکېلو خواوو په ګډو هڅو په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.
د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ په دې پړاو کې د ملي او کورني کرکټ ستورو په ګډون ۱۲ مخکښو کلبونو برخه اخیستې وه، چې د سیالیو جذابیت یې لا پسې لوړ کړ.

دا چې سږ کال مونږ یادې لوبې د تېر سیزن په پرتله لا منظمې، معیاري او نویو زیاتونو سره ترسره کړې تر ټولو مهمه یې د ورځې ترڅنګ د شپې پرمهال د لوبو ترسره کول او د تلویزیون په پرده تر مېنوالو خپرول و چې د دوی له ځانګړي هرکلي سره مخ شوې.

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ مشرتابه د همدې بریالي ماموریت په پای ته رسیدو سره د یادونې وړ ګڼي څو د افغانستان کرکټ بورډ ترڅنګ د سیالیو عمومي ملاتړي فقیري سټیل، چي تا شرکت، امیر حاجي زاده روغتون، وفا انتقالات او پیمان ایسکریم د ګډون ور اخوا د لوبغاړو، کلبونو تنظیموونکو او مینه‌والو له همکارۍ ځانګړي مننه وکړي چې د سږني بریالي سیزن په ترسره کیدو کې یې له مونږ سره د زړه له تله همکاري وکړه.

په اخېر کې یو ځل بیا ډاډ درکوو چې موږ ژمن یو راتلونکو پړاوونو ته به له لا پیاوړو پلانونو او نويو نوښتونو سره را وګرځوو، څو د خوست اتلان ټرافي د افغانستان کرکټ د خصوصي سکټور د پانګونې برخه کې د لوړ معیار او بریالیتوب نښه پاتې شي.
په درنښت

د خوست اتلان کرکټ لیګ عمومي مسؤل ــ عبیدالله ولي

Obaidullah Wali

09/26/2025

د مننې په پار

د خوست اتلان ټرافۍ رهبرۍ او مدیریتي غړو لخوا

دا چې د خوست اتلان ټرافۍ دویم پړاو پرمهال به تاسو ښکلي او نوښتګر ډیزاینونه ننداره کړې وي هغه چې یادو سیالیو ته یې ځانګړي ښکلا ور بښلې وه.
همدرد متونوال چې د همدې برخې له ځوانو استعدادونو څخه دی، د خپلې بیسارې علاقې، نوښت او خلاق ذهن په مرسته د خوست اتلان ټرافۍ ټولو ډیزاین اړوند چارو مسؤلیت ور سپارل شوی و؛ هغه په کابل کې د یادو سیالیو لپاره له رسمي لوگو نیولې تر ټولنیزو رسنیو پورې، د اړینو موادو د چمتو کولو چارې په بریالۍ توګه بشپړې کړې.

ښاغلي متونوال هڅه وکړه چې یوازې مسلکي معیارونه په پام کې ونه نیسي، بلکې د سیالیو جذابیت ته هم په خپل هنر نوی رنګ ورکړي. دا نه یوازې یوه لنډمهاله پروژه وه، بلکې د هغه په څېر ځوانانو ته یو عملي فرصت هم و، چې خپل استعدادونه وښيي او د افغان ځوانانو د خلاقیت او وړتیاوو انځور وړاندې کړي.
د خوست اتلان ټرافۍ اداره د همدرد متونوال هڅې ستايي، هغه ته د لا زیاتو بریاوو هیله لري او ډاډ ورکوي چې د ده هنر او نوښت به تل زموږ د ملاتړ وړ وي.

09/26/2025

دوهم مقام ترلاسه کوونکي لوبډله!

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ سږني پړاو کې خوست افضلي اتلان تر پایلوبې ورسیدل، یاده ټرافۍ کې یې دوهم مقام ترلاسه کړ، په غوره او ډیرو لوبډلو کې دا مقام ترلاسه کول د افضلي اتلانو په ښه جوړښت او غوره لوبو پوري تړاو لري، دوي ښه وځلیدل او غوره لوبې یې ترسره کړې، موږ مننه ترې کوو چې د خوست اتلان ټرافۍ برخه و، په دي هیله چې راتلوونکي کې په هر ډګر وځلیږي👐

Photos from Khost Atalan Trophy's post 09/26/2025

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ د سږني پړاو اتلولي امیر حاجي زاده کلب ترلاسه کړه، یاد کلب دي پړاو کې هیڅ ماتې ونه منله، د مسلسل بریاو سره بلاخیره د اتلولۍ تر جام ورسیدل، خوست افضلي اتلانو له دوولسو لوبډلو څخه د دوهمې غوره لوبډلې مقام خپل کړ، یاده ټرافۍ چې د روانې سپټمبر میاشتې په یوولسمه نېټه پیل شوې وه د همدې میاشتې تر (۲۵م) یې دوام وکړ، لوبې په ایوبي کرکټ لوبغالي ترسره شوې چې په ثبت شوې بڼ پر وطن تلویزیون او د خوست اتلان ټرافۍ پر فیسبوک پاڼه نشر شوې.

09/25/2025

امیر حاجي زاده اتل شو!

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ د روان پړاو اتلولي د امیر حاجي زاده کلب ترلاسه کړه، یادې لوبډلې یوه ستره پایلوبه کې خوست افضلي اتلانو ته ماتې ورکړه، د خوست اتلان ټرافۍ مشرتابه، اداره او رسنیزه ډلګۍ یادې لوبډلې ته د اتلولۍ او د جام د ترلاسه کولو مبارکي وړاندي کوي، په دي هیله چې لا نور وځلیږي.

Afghan Cricket Network - ACN

09/25/2025

د پایلوبې څخه، د عبدالله ترخیل توپ اچونه، د مسعود ګربز ویکټ او د ذبید اکبري کیچ ترلاسه کول👇

09/25/2025

د پایلوبې د لومړۍ پاڼۍ پای👇

Photos from Khost Atalan Trophy's post 09/25/2025

د لسو اورونو پای!

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ روان پړاو پایلوبه کې امیر حاجي زاده کلب د دریو لوبغاړو په زیان لسو اورونو کې (۱۱۷) منډې ترسره کړې👇

09/25/2025

له نننۍ پایلوبې او د جلات خان موسی زي له توپ وهنې👇

Photos from Khost Atalan Trophy's post 09/25/2025

یوولس کسیز نوملړونه!

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ د پایلوبې پچه امیر حاجي زاده کلب وګټله، د خوست افضلي کلب پر وړاندي توپ وهنه کوي👇

09/25/2025

د پایلوبې، اتلولۍ او دوو مخکښو لوبډلو د لوبې ورځ👇

Photos from Khost Atalan Trophy's post 09/25/2025

لوبغالی چمتو دی!👐

د فقیري سټیل خوست اتلان ټرافۍ د نننۍ پایلوبې لپاره ایوبي کرکټ لوبغالی تیار او چمتو دی، دا سیالۍ به نن ماښام شپږ بجې د استعدادونو په شتون کې په یاد لوبغالي پیل شي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Houston?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Fort Worth
Houston, TX
178